افغانستان کې د کورونا وېروس اغېز ته کتنه

افغانستان کې د کورونا وېروس اغېز ته کتنه

څه باندې یو کال وړاندې د فبرورۍ په ۲۴ افغانستان کې د کورونا وېروس لومړۍ پېښه ثبت شوه.

د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تر اوسه په افغانستان کې له ۵۵ زرو زیات کسان په دې وېروس اخته شوي او له امله یې له ۳ زرو ډير مړه شوي.

خو اټکل دی چې ريښتینی شمېر ښايي تر دې څو برابره لوړ وي.

اوس چې ټوله نړۍ کې د کورونا ضد واکسین پیل شوی افغان حکومت هم د واکسین چارې پيل کړي.

دې رپوټ کې افغانستان کې د کورونا ویروس اغېز ته کتنه شوې.