کابل کې د حزب اسلامي د پلویانو لاریون
د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلویانو نن جمعه (د کب/حوت ۱۵مه) کابل ښار کې لاریون وکړ. لاریونوالو د حکومت پر ضد شعارونه ورکول او د حزب اسلامي د غوښتنو پر عملي کېدو یې ټینګار کاوه.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تر دغه لاریون یوه ورځ مخکې کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل چې له حکومت سره د دوی د لاسلیک کړي تړون بشپړ عملي کېده غواړي.
هغه ویلي، حکومت باید د دوی هغه نژدې درې زره بندیان سملاسي خوشي کړي چې حزب اسلامي سره تر معاهدې وړاندې یې د نظامي فعالیتونو په تور نیولي او تر اوسه یې په بند کې ساتلې دي.
ښاغلي حکمتیار د "مهاجرینو" د راګرځېدو او اسکان لپاره د شرایطو برابرېدل، د سولې لپاره د کوټلو ګامونو پورته کېدل، د هدفي وژنو مخنیوی د دوی نورې عمده غوښتنې وبللې.
د حزب اسلامي مشر ویلي و که دا غوښتنې یې و نه منل شي، په خبره یې ارګ به کلابند او حکومت به راوپرځوي.
هغه په دې خبرې ناسته کې وویل، د غوښتنو د اورېدل کېدو لپاره یې ګڼې لارې وکارولې خو "نتیجه یې ورنه کړه" نو ځکه اوس لاریونونو ته مخه کوي.
نوموړي د افغانستان اوسنی حکومت 'ناکام او ناکاره' وباله او تور یې پورې کړ چې ګواکې دغه حکومت سوله د خپل واک د پایښت لپاره خطر ګڼي.
ښاغلي حکمتیار د تېرې ورځې په خبري ناسته کې وویل چې د دغو غوښتنو د عملي کېدو لپاره حکومت ته لس ورځې وخت ورکوي او که یې غوښتنې و نه منل شي، پر کابل سربېره به نورو سترو ښارونو کې هم "پرلپسې، منظم، ستر لاریونونه" وکړي.
د حزب اسلامي د پلویانو نننی لاریون د کابل له دارلامان سیمې چې ښاغلی حکمتیار پکې اوسېږي پیل شو او د ښار تر مرکزه یې دوام وکړ.
پولیسو د امنیت د ټینګښت او د احتمالي امنیتي پېښو د مخنيوي لپاره ځانګړي تدابیر کړي وو او د ښار لور ته ټولې غځېدلې لارې یې تړلې وې.
ښاغلي حکمتیار لاریونونو ته په وینا کې یو ځل بیا د هدفي وژنو په مخنیوي په ټینګار سره "حکومت ددغو وژنو عامل" وباله.
هغه وویل چې امریکايي ځواکونه باید طالبانو سره د دوحې د هوکړې له مخې له افغانستان ووځي او واک یوه نوي اسلامي حکومت ته ولېږدول شي.
د حزب اسلامي مشر وايي، که دغه غوښتنې نه عملي کېږي، نو خلک به د ده په وینا ملي پاڅون وکړي.
حکومت تر اوسه د ګلبدین حکمتیار دغو تازه تورونو او ګواښونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د نوموړي لخوا د ارګ د کلابندۍ او د حکومت پرځولو ګواښ "سیاسي ټوکه" بللې وه.