افغانستان: د سرو زرو موندلو لپاره د شګو غلبېلوونکي ۱۴ کسان وژل شوي

تخار
د عکس تشریح،

د افغانستان بېلا بېلو سیمو کې سلګونه کسان د زرو موندلو لپاره شګې چاڼوي

بدخشان کې ولایتي چارواکي وايي،ځايي خلکو د هغو ۱۴ کسانو مړي له شګو رایستلي چې د سروزرو موندلو لپاره د شګو وینځلو بهیر کې پرون 'کب ۱۳ ' تر شګو او خاورو لاندې شوي وو.

دغه پېښه د بدخشان خواهان ولسوالۍ په حوض شاه سیمه کې پرون مازدیګر رامنځته شوې.

په دې سیمه کې له ډېرې مودې راهیسې ځینې ځايي اوسېدونکې شګې غلبیلوي چې د سرو زرو ټوټې پکې ومومي.

سلګونه کسان د دې سیمې د سیند غاړې شګې غلبیولي او په اوبو یې (وینځي) چې شګه د زرو له ټوټو جلا شي او بیا د زرو دغه ټوټې پلوري.

د عکس تشریح،

ځايي اوسېدونکي له اوبو د شګو تېرولو دې بهیر ته د زرو وینځلو اصطلاح کاروي.

د دې لپاره په ولسي کچه د (زرو وینځلو) اصطلاح مروجه ده. تېره ورځ لومړي سر کې ویل کېدل چې یاد کسان د واورو ښوېدو له کبله وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، سیمه د وسله والو طالبانو تر کنټرول لاندې ده او د پېښو پر مهال د مرستې رسولو افغان ادارې چارواکو په خبره د پېښې ځای ته په بېړنیز ډول د مرستې رسول ګرانه چاره ده.

خواهان ولسوال‍ۍ ته غځېدلې لارې سختې او پېچلې دي. په بدخشان کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر فرید احمد نیکپور وايي، اوس مهال یوازې د ځايي مخورو له لارې د پېښې له قربانیانو سره مرسته شونې ده.

د سروزرو موندلو لپاره د شګو وینځلو دغه ډول چاره له دې مخکې هم په راغستان او کوهستان ولسوالیو کې د ځمکښویدنې لامل شوې، چې مرګژوبله هم پکې اوښتې.

د عکس تشریح،

د خروارونو شګو له وینځلو وروسته ځینې کسان د زرو کوچنۍ ټوټې مومي.

په کوهستان ولسوالۍ کې دوه کاله مخکې د شګو وینځلو په یوه ورته ځای کې د پاڼ نړېدو له کبله ۳۱ کسان وژل شوي وو او ۱۳ نور ټپیان شوي وو.

دوې اونې مخکې د همدې خواهان ولسوالۍ په یوه ورته پېښه کې ۴ کسان ووژل شول.

یو شمېر ځايي اوسېدونکي د مناسبو کاري فرصتونو نشتوالی د دې لامل بولي چې د سیمې بیوزله اوسېدونکي په غیر فني توګه د شګو وینځلو دې خطرناک کار ته مخه کوي او له خونړیو پېښو سره مخامخ کېږي.