بلخ کې سلګونه ښځې د شاتو مچیو په روزلو بوختې دي

  • نجیب الله پاڅون
  • بي بي سي، بلخ
بلخ

د افغانستان په شمال بلخ ولایت کې له تېر یوه کال راهیسې سلګونه مېرمنو د شاتو مچیو روزلو ته مخه کړې.

اوس مهال په مزارشریف کې د شاتو مچیو درې ټولنې فعالې دي، دغه ټولنې هغو مېرمنو ته لومړني امکانات او مسلکي مشورې ورکوي، چې تازه یې د شاتو مچیو روزلو کار پیل کړی وي.

د بلخ د کرنې ریاست وايي په ۱۳۹۹ کال کې په دغه ولایت کې پنځلس ټنه ګبین (شات) تولید شوي، چې تر ډېره یې په سیمه ییز بازار کې د بهرنیو شاتو مخه نیولې.

مرحبا د مزارشریف لوېدیځ لوري شېراباد سیمې د شاتو مچیو هغه فارم ته راغلې، چې نژدې یو کال وړاندې د یو شمېر مېرمنو له لوري جوړ شوی.

دلته د نورو مېرمنو له لوري د شاتو مچیو لسګونه صندوقونه اېښودل شوي. مرحبا هم خپل صندوقونه پرانیزي چې وګوري، مچۍ یې په څه وضعیت کې دي.

مرحبا د لسم ټولګي زدکوونکې ده پلار یې فلج او مور یې هم ناتوانه ده، د قرنطین په ورځو کې یې کورنی اقتصاد کمزوری شوی و، د نوموې په خبره د پنځه ډوډیو د اخیستو توان یې هم نه درلود.

مرحبا وايي په دغه موده کې د شاتو مچیو د روزلو په فکر کې شوه او پیل یې له دوه صندوقونو څخه کړی،چې اوس مهال ۱۰ صندوقه لري او کورنی اقتصاد یې هم ورسره ښه شوی.

مرحبا وايي "له دې وړاندې مې هېڅ کار نه درلوده په کور کې مې هم بوختیا نه وه. لومړی د شاتو مچبو دوه صندوقه مې واخیستل اوس یې شمېر لسو ته رسېدلی د دې تر څنګ چې کورني اقتصاد لپاره مې مرسته شوې خپله ورځ هم پرې تېروم ورځ تر بلې مې کار مخ په ښه کېدو دی".

د بلخ د کرنې ریاست وايي په دې وروستیو کلونو کې ډېری مېرمنو په دې ولایت کې د مچیو روزلو ته مخه کړې.

۵۰۰ د شاتو مچیو روزونکې

د رسمي شمېر له مخې اوس مهال نژدې پنځه سوه مېرمنې د بلخ، دهدادي، چارکنت شولګره او د مزار شریف ښار په شمول د شاتو مچیو په روزلو بوختې دي. چې سږ کال په دې ولایت کې د شاتو حاصلات ۱۵ ټنو ته رسېدلي.

د بلخ د کرنې ریاست د شاتو مچیو څانګې مسوول طغرل نقشبندي وايي په دغه ولایت کې د شاتو صنعت پر وړاندې اساسي ستونزه له بهر هېوادو څخه د تقلبي شاتو واردات دې، چې په دې وروستیو کې یې د ځینو پلورنکو مخه هم نیول شوې.

طغرل نقشبندي وايي "ډېری لاس پلورنکي تقلبي شات چې کیفیت یې ښه نه دی پلوري، زموږ د هېواد د شاتو کیفیت او ګټه ډېره ده موږ هڅه کوو د تقبلي شاتو مخه ونسو. د وطني شاتو مینه وال هم ډېر دي؛ خو ځينې له بهرنیو شاتو سره توپیر نه شي کولی".

په مزارشریف ښار کې د عسلو پلورنکي هڅه کوي اخیستونکو ته د وطني شاتو د کیفیت او ارزښت په اړه معلومات ورکړي.

قاري ګلبدین یو له شات پلورونکو څخه دی. نوموړی وایي "دلته زه ټول وطني شات په ځانګړې توګه د بلخ شادیان، دهدادي او نورو سیمو څخه راوړل کېږي پلورم. اوس خلک بهرني شات ځکه نه خوښوي، چې کیفیت یې ښه نه دی. د بلخ صدګل، جمبېلک او شمشېر شات ډېر ښه نوم لري".

په بلخ کې د شاتو مچیو درې انجمنه فعاله دي، چې د مسئولینو په خبره دوی توانیدلی تر ډېره د تقبلي شاتو مخه ونیسي او همدا راز په دې وروستیو کې د بڼو ډېری څښتنان له دوی څخه د شاتو مچۍ په کرایه ډول هم خپلو باغو ته وړي تر څو د خپلو مېوو د ښو حاصلاتو لپاره ترې ګټه واخلي.

اوس مهال د بلخ د شاتو مچیو لسګونه صندوقونه د سمنګان بادامو بڼو کې اېښودل شوي، چې د مېوو د ګرد افشاني یا له ګلانو د دوړو له منځه وړلو په موخه ترې کار اخلي.

د مسئولینو په خبره، که یوه ونه پنځه کیلو بادام ورکوي او وروسته له دې چې د شاتو مچیو له لوري یې د ګلانو دوړه له منځه یوړل شي تر پنځوس کیلو یې هم حاصلات لوړېږي.