افغان سوله؛ ایا د امریکا نوې طرحه به بریالۍ شي؟
- لیز ډوسېټ او محفوظ ذبیدي
- بي بي سي
افغان ماشومان د زلمي خلیلزاد او ملا عبدالغني برادر یوه انځوزر مخکې لوبې کوي.
د امريکا ولسمشر جو بايډن ادارې لخوا د افغان سولې لپاره پلان شوی ٰ 'لوی کار ' د نيوکګرو له پوښتنې سره مخ دی او ګڼ کسان یې بېړنی جوړجاړی بولي. ميليونونه افغانان يې هم هيښ کړي چې دا به یې هېواد کې بې پايه جګړه پای ته ورسوي او که به يې بدتره کړي.
پلازمېنې کابل ته د افغان سولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد تر وروستي سفر وروسته د نوموړي له دفتره داسې طرحه رسنیو ته ووته چې ظاهراً د سولې نوی تړون ښکاري.
دغه اته مخيز ليک چې بي بي سي ترلاسه کړی، او تر څنګ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلېنکن درې مخيز ليک، یو سياسي توپان جوړ کړی دی.
ښاغلي بلېنکن خپل ليک کې ويلي امريکا نه غواړي چې افغان حکومت او طالبانو ته شرطونه کېږدي، بلکې دواړه لوري د دې وړتيا لري چې د سولې پر لور "بېړني ګامونه"پورته ګړي.
خو د افغان ولسمشر لومړي مرستيال امرالله صالح پر دغه پلان سختې نيوکې وکړې او ويې ويل: "افغانستان به هيڅکله هم دا امرانه اوتپلې سوله و نه مني."
هغه زياته کړه: "دوی د خپلو پوځونو پرېکړه کولی شي نه د افغانستان د خلکو ."
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته ويلي چې دوی دا طرحه "لا هم مطالعه کوي".
هغه پر دې هم ټينګار وکړ چې طالبان هيله لري امريکا د تېر کال دوحې تړون ټول شرطونه پوره کړي يا په بله معنا دا چې د امريکا په مشرۍ د ناټو پاتې لس زره سرتېري د سږنۍ مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستان ووځي.
د امريکا دا لوی کار تر "ابي سمانٰ" پورته الوت ښيي او د يو تر ټولو لوی کړکېچ د هواري لپاره يوه تر ټولو ستره نظريه ده.
خو له افغانستانه د تاو تریخواتلي له کمېدو پرته له دوو لسیزو وروسته وتل هلته له ژوند او مرګ پرته بله معنا نه لري. باعزته کليمه هم دې بوږنوونکې جګړه کې بله نوې کليمه دهٰ؛ د امريکا باعزته وتلٰ؛ د افعانانو لپاره باعزته سوله.
دوحه کې د افغان سولې خبرو کې د حکومت د مرکچي پلاوي غړی نادر نادري وايي:
"د يوې باعزته سولې لپاره پکار ده موږ هره هغه لار ولټوو چې له مخې يې د حکومت د ولسواک سيستم په ګډون بنسټیز ارزښتونه او حقونه خوندي کړو. "
زلمي خلیلزاد له یوه نوي احساس سره کابل ته ستون شو.
د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد تېره اونۍ کابل ته د وړاندیزونو له نوي احساس سره ورسېد. د هغه شتون او د طرحې مسودې په پلازمېنه کې د بدرنګه امنیتي دېوالونو تر شا د واکمنو ښایسته کوټو کې سياسي سپرغۍ بلې کړې.
دا هر څه فکر پر یوې داسې نکتې مرکوزوي چې افغانستان د سولې او جګړې تر منځ د پاڼ پر ژی ولاړ پکې ښکاري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي تېره اونۍ بي بي سي ته وويل: "د چټک حرکت او د سختې اړتيا ډېر لوی احساس دی. ٰ"
د هغه په خورا پياوړي استوګنځي کې تر پخوا ډېره ګڼه ګوڼه ده. د ښاغلي بلينکن ليک کې د يووالي او شموليت خبره شوې او د کرزي هم همدا غوښتنه ده.
د پخوانيو جګړو سالاران چې د اشرف غني له خوا شړل شوي اوس بيا د لا ښه والي يا ډېر بدوالي لپاره رامخې ته کړل شوي دي. ځينې چې د خپل راتلونکي او بخت تضمينولو لپاره تر طالبانو رسېدلي وايي، د نفاق پایله به ګډوډي او پرځېدل وي.
تېره مياشت ولسمشر غني په خپل دفتر کې راته وويل، سختې پرېکړې او قرباني په مخ کې لري. کله مې چې د حکومت شريکولو لپاره د خليلزاد د پخواني پلان په هکله وپوښت ويې ويل:
"دا داسې ده لکه څوک چې د مېز شاته ناست وي او خوب ويني."
نو ولسمشر غني چې تراوسه د ټاکنو له لارې د واک پر لېږد ټينګار ګوي دا نوې طرحه به و مني؟
يوه افغان سياستوال راته متل تېر کړ:
"که ښوونځي ته نه ځې ښوونځي ته به يووړل شې. "
په بله معنا ولسمشر غني به بله لار و نه لري.
خو ایا جنګسالاران به زړه دوښمني د سولې لپاره پرېږدي؟ ښايي داسې وشي، خو ٰ"له وينو ډک زړونه" به ولري.
بل متل دی چې ''زاړه تربوران ښايي تر ډېره چوپ پاتې نه شي. ''
نوي پلان کې څه دي؟
نوی پلان درې خبرې لري. د راتلونکي افغان دولت او اساسي قانون لپاره لارښود اصول لري. داسې شرايطو باندې هوکړه چې د دوامدار او عادلانه هوکړې لپاره انتقالي دوره کې هېواد اداره کړي. وروستۍ او ډېره مهمه دا چې دايمي او ټوليز اوربند باندې سلا وشي.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له ولسمشر غني سره خبرې کړې
خو دې طرحه کې غوراوي او تش ځايونه هم شته، لکه د انتقالي حکومت موده تشه پرېښودل شوې ده. د اجرايي ادارې لپاره دوه امکانه وړاندې شوي دي.
يوه اوسني حکومت ته ورته چې ولسمشر او مرستيالان به لري او بله هم چې لومړی وزير به لري. د بهیر د چټکتيا لپاره امريکا د ټولو خنډونو لرې کولو او ملاتړ ترلاسه کولو هوډ لري.
ملګري ملتونه چې تراوسه څنډې ته کړل شوي وو، مرکزي رول ته بېول کېږي چې دې بهير ته لا ډېر نړيوال مشروعيت ورکړل شي او هم د افغانستان هغه ګاونډيان په يو مېز سره کېني چې دغه هېواد کې اوږدمهالې لاسوهنه کوي.
د بلېنکن ليک کې هم ترکيه کې د لوړې کچې د ناستې خبره شوې چې پکې ټول جنګي لوري سره راټول شي. د سولې تړون لپاره په اته مخيزه طرحه کې د هر چا لپاره يو څه شته.
طالبان به د اسلامي شريعت د داسې سترې شورا وړانديز کوي چې اسلامي لارښوونې او سپارښتنې به برابروي او دا په لنډ ډول هغه څه دي چې طالبانو د "سوچه اسلامي حکومت" وړاندوينه کوله.
د ښځو حقونو ډلې به یې پر لومړي مخ وويني چې 'راتلونکی اساسي قانون به د دوی د حقونو خونديتوب تضمينوي. '
ځینې وايي چې يوازې خبرې بسنه نه کوي، دوی وايي دا ښځې او نجونې دي چې ژوند يې شلو کالو کې بدل شوی. حقیقت دا دی چې که محافظه کار طالبان واکمن وي او که نه، پر ښځو اوس هم محدودیتونه ډېر دي.
او په ميليونونو افغانان به چې زړونه يې له غم ډک دي د هغه څه پر لور د پرمختګ غوښتنه کوي چې دا کاغذونه يې د 'انتقالي عدالت لپاره ملي پاليسي ' بولي، که څه هم دوی پوهېږي چې افغانستان کې د تاريخ درسونه د دغه ډول عدالت په اړه ډېر مثبت نه دي.
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسون مشره شهرزاد اکبر وايي، دايمي سوله راوستل د افغانانو مسئولیت دی، خو د امريکا په مشرۍنړيواله ټولنه د دې کړکېچ شريکه وه او د خپلو سرتېرو خوندي ستنولو پورې يې مسووليت نه ختمېږي.
هغه زياتوي چې نړيواله ټولنه لا هم د افعان کړکېچ پر دواړو لورو نفوذ لري او د کړکېچ هواري لپاره يې ريښتونو خبرو ته سره جرګه کولی شي.
خو داسې خلک هم شته چې په دې نویو خبرو پورې ډېر زړه نه تړي.
د امريکا بهرنيو چارو وزارت پحوانی ډيپلوماټ او نړيوال کړکېچ ګروپ کې د اسيا برخې مشر لورل مېلر وايي د دې پلان يوازینۍ ګټه دا ده چې که اوربند وشي. هغه زياتوي :
"خو که کمزوری ماتېدونکی انتقالي جوړښت وپرځي چې ډېر امکان يې هم شته، نو بيا اوربند دوام نشي کولی. "
سوله تر بل هر وخت ډېره اجنډا کې ده، خو جګړه هم شته. دواړه لوري د ټول دوبي د عملياتو خبرې کوي. د سولې هڅو کې يوه ښکېل افغان راته وويل که دا پلان کار وکړي نو يوه غیر عادي پېښه به وي.
خو داسې هېواد کې چې له هرڅه سره ژوندی وي، لوی کار او غیر عادي پېښه له امکانه لېرې نه ښکاري. خلک ژر تر ژره د بې پايه جګړې پای غواړي.