بغلان کې د پوهنتون د استادانو پر بس برید؛ دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي

Social media

د عکس سرچینه، Social media

د افغانستان شمال ختیځ ته په بغلان کې چارواکي وايي، سهار ځايي وخت اته نیمې بجې د دغه ولایت د پوهنتون د استادانو پر ګاډي برید شوی دی.

د بغلان د والي ویاند جاوېد بشارت بي بي سي ته وویل، دې برید کې دوه کسان وژل شوي او شپږ ټپیان دي.

"شهیدانو کې یو محصل او بل موټروان دی او شپږ ټپیان هم استادان دي. "

نوموړی وايي، برید په داسې مهال وشو چې دا ګاډی سهار د پلخمري سیمه کې د پوهنتون په لور روان و.

ځايي چارواکي دا برید د وسلوالو طالبانو کار بولي، خو دا ډله وايي، دا برید دوی نه دی کړی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبرپاڼه کې زیاتوي:

"د بغلان ولایت په پلخمري کې د پوهنتون په موټر برید د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نلري. موږ یاد برید غندو او د دښمن دسیسه يې بولو. "

د کابل برید مرګژوبلې شمېر ډېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې د سورلیو پر یوه بس موټر د تېرې ورځې د شوي برید د مړو او ټپیانو شمېر ۲۰ ته لوړ شوی دی.د دغه وزارت په خبره، په یاده پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نورټپیان دي چې په ډله کې یې یوه مور او د غېږي او ګېډې دوه ماشومان هم شته.

له مېرمن خاطرې یې خپلې کورنۍ ته اوس یوازې خاطرې او یادونه ور پاتې دي. هغه چې ښايي تر یوې میاشتې یې د ګېډې ماشوم نړۍ ته راوړی وای، تېره ورځ له خپل یوه درې کلن زوی عرش سره یو ځای په کابل کې د مخابراتو وزارت د لېږدونکي پر موټر د شوې موټر بم برید کې ووژل شوه.

د خاطرې مېړه چې نور کله به یې خپله کورنۍ پرې راټوله وه، د هغې ورځې برید کې یې د مېرمنې، کوچني زوی او نازېږېدلي ماشوم له لاسه ورکولو یې د زړه مراندې پرې کړي دي. هغه به په ګډه له دفتر څخه کور ته تلل، خو د پېښې په ورځ د پوهنتون ازموینه کې د ګډون لپاره له دفتره وختي وتلی و. د مېرمن خاطرې یو ورور یې په اړه وايي:

''خاطره جانه د پوهنې وزارت ماموره وه او د حسابدارۍ په برخه کې یې کار کاوه. پلار یې دی، مور یې ده درې وروڼه لري. درې خویندې ترې پاتې دي. په نس کې یې یو ماشوم او یو بل درې کلن ماشوم یې یو ځای ورسره شهیدان شوي دي. مېړه یې په پوهنتون کې ازموینه درلوده، نو ځکه ورسره نه وه. نور وخت به یو ځای تلل راتلل. ''

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، په یاده موټر بم چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون پینځه کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

تر اوسه کومې ډلې د یاد برید مسوولیت نه دی منلی.

له تېرو میاشتو راهیسې چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو دویم پړاو پیل شوی، په ځانګړي ډول کابل ښار کې د نښلېدونکي ماین چاودنې او هدفي وژنې هم ډېرې شوې دي.

که څه هم خلک ناهیلي دي، خو پر روان وضعیت یې د نیوکو غږ هم لوړ ساتلی، خو د مسکو او ترکیې د سولې خبرو پایلو ته په تمه دي چې ګوندې امنیتي وضعیت به ور سره ښه شي او وینه بهېدل ودرېږي.