ولسمشر غني: له ټاکنو پرته خپل ځای ناستي ته واک نه پریږدم

غني

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که طالبان همدا سبا ټاکنو ته حاضر شي، دی د ټاکنو لپاره چمتو دی. ولسمشر غني نن سې شنبه د افغانستان بهرنیو چارو وزارت کې د دغه هېواد په دیپلوماتیکه اډانه کې د اصلاحاتو او بهرني سیاست لومړیتوبونو پر موضوع یوه سیمنیار ته وینا کې وویل، له ټاکنو پرته خپل ځای ناستې ته د واک پرېښوولو ته حاضر نه دی.

ولسمشر غني د افغان سولې بهیر چټکولو برخه کې د امریکا متحدو ایالتونو د هڅو ستاینې تر څنګ وویل، دولت یې د سیمې او نړۍ د بل هر هېواد پرتله سولې ته سل برابره ډېره بېړه لري، خو په وینا یې د تلپاتې سولې لپاره د احساساتو پر ځای د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره مخ پر وړاندې ځي.

تلپاتې او عادلانه سولې ته د رسېدو په لړ کې ښاغلي غني د حکومت تګلارې ته په اشارې سره وویل، د همدې تګلارې پر بنسټ به د ملي حاکمیت، جمهوریت، ملي وحدت، بې پریتوب، اتصال او تلپاتې عادلانه سولې هدف ته ورسېږي.

په ورته مهال د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، په روسیه او ترکیه کې د افغانستان د سولې خبرې د قطر سولې خبرو د بهیر یوه برخه ده، خو د هغه بهیر ځای ناستې نه دي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د افغانستان دولت مرکچیان له طالبانو له پلاوي سره په دوحه کې په خبرو بوخت دي او دا لړۍ به روانه وي.

په اعلامیه کې دغه راز د قطر له دولته مننه شوې چې د اعلامیې په ټکیو د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې خبرو کوربتوب کوي او هیله څرګنده شوې چې دغه ګډې هڅې به ښه پایله ولري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د افغان حکومت د پلاوي مشري به د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د طالبانو د پلاوي مشري به/ په قطر کې د طالبانو دسیاسي دفتر مشر ملا برادر کوي.

بل لور ته په مسکو کې د افغان سولې غونډې ته بېلابېلو اړخونو تیاري ښوولې. کابل کې د بي بي سي خبریال خوشحال تایب د افغانستان د ملي روغې جوړې شورا مسوولینو له قوله وايي، د چهارشنبې پر ورځ به د دغې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یو پلاوی چې مخکنی ولسمشر حامد کرزی، د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني، د حزب وحدت اسلامي ګوند مشرکریم خلیلي او یو شمېر نور سیاسي مشران به پکې وي مسکو ته سفر وکړي.

د ښاغلي عبدالله سترسلاکار مجیب الرحمن رحیمي بي بي سي ته وویل د افغان سیاسيتوالو ترمنځ له شته اختلافونو سره سره د سولې په تړاو اجماع رامنځ ته شوې ده.

په همدې حال کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر، د ملي روغې جوړې شورا له مشر او یو شمېر نورو سیاستوالو سره خبرې کړي.

ښاغلي خلیلزاد د اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره هم د ویډیو کنفرانس له لارې د سولې او د افغانانو ترمنځ د نظرونو د نژدې والي په تړاو خبرې کړې دي.

په مسکو او ورپسې ترکیه کې د دې غونډو جوړیدو موخه د افغان سولې ملاتړ، د دې بهیر ګړندي کول، د جګړې پای ته رسول او پر اوربند خبرې دي. طالبانو هم منلې چې د دوی یو لس کسیز پلاوی به دغو خبرو کې ګډون کوي. د روسیې په کوربتوب د مسکو غونډه راتلونکې پنجشنبه جوړېږي خو په ترکیه کې جوړیدونکې غونډه به په اپریل میاشت کې ترسره شي.