''که مبارزه ورسره و نه کړو، دوی به پر موسیقۍ بشپړ بندیز ولګوي''

  • سوامي ناتن ناتارانجن
  • بي بي سي
Afghan female musicians

د عکس سرچینه، Dr Ahmad Sarmast

د عکس تشریح،

زهره موسیقۍ ډله په افغانستان او بهر کې موسیقي کنسرتونه کوي

په افغانستان کې د زهره ښځینه موسیقۍ ډلې او د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوټ یوه غړې مرام عطايي وايي، که د نجونو پر سندرو بندیز دوام وکړي، د کلتور له یوې برخې به محرومې شي.

نوموړې وايي:

''موسیقي زموږ د افغان کلتور یوه لویه برخه ده. که نجونې همداسې له سندرو ویلو محرومې پاتې شي، موږ به د خپل افغان کلتور یوه لویه برخه له لاسه ورکړو. ''

نوموړې د ګڼ شمېر نورو افغانانو غوندې د کابل پوهنې ریاست هغې پرېکړې اندېښمنه کړې چې د نارینه وو په شتون کې یې له ۱۲ کالو د پورته عمر نجونو پر ترانو ویلو بندیز لګولی و.

د معارف ریاست له دې پرېکړې سره مخالفت کې مریم یوازې نه ده، بلکې له دې پرېکړې سره مخالفت کې پر خواله رسنیو یو پراخ کمپاین پیل شوی، چې د نجونو سندریز ویډیويي کلیپونه هم ورسره یو ځای خپرېږي.

د دې پرېکړې په تړاو د نیوکو له ډېرېدو سره همهاله د پوهنې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، دوی د دې موضوع په هکله څېړنه کوي او د اعلامیې په ټکیو دا پرېکړه د وزارت 'دریځ او پالیسي څرګندونه نه کوي. '

خو له دې سره سره هم لومړنی امر بېرته نه دی اخیستل شوی او د مرام په څېر ډېر کسان دې نوې اعلامیې نه دي ډ‌اډه کړي.

لومړنی ځل د بندیز له لګېدو وروسته له بي بي سي سره خبرو کې مرام وویل:

''که موږ مقاومت و نه کړو، دوی به پر موسیقي بشپړ بندیز ولګوي. '' د دې اندېښنه بې ځایه هم نه ده، بلکې دغه هېواد کې د طالبانو واکمني ( ۱۹۹۶- ۲۰۰۰) وختونه ورپه زړه کوي.

طالبانو له اسلامه د خپل درک سره سم موسیقي ناروا بلله او بشپړ بندیز یې پرې لګولی و. د وروستۍ پرېکړې په هکله نوموړې وايي:

''دا ډېره خواشینونکې خبره ده، ما په ۲۰۲۱ کې له خلکو دا تمه نه کوله چې داسې اقدام به کوي. ''

د عکس سرچینه، Dr Ahmad Sarmast

د عکس تشریح،

مرام وايي، کابل ته له ستنېدو وروسته یې موسیقي کې پناه ومونده.

مرام څلور کاله مخکې د زهره موسیقۍ ډلې غړیتوب ترلاسه کړ او له هغه راهیسې یې د پاکستان، هند، چین، پرتګال، اذربایجان، بریتانیا، سویډن، سلواکیا او اسټرالیا په ګډون یو شمېر هېوادونو کې له خپلې ډلې سره یو ځای د موسیقۍ په کنسرتونو کې برخه اخیستې. په داسې یوه هېواد کې د نجونو لپاره داسې فرصتونه پریمانه نه دي.

دا په دې هکله وايي:

''ارکسټرا موږ ته فرصت چمتو کوي چې نوره نړۍ ووینو، له نورو موسیقي غږونکو سره یو ځای خپل هنر نندارې ته وړاندې کړو او د بېلا بېلو کلتورونو تجربه وکړو. ''

افغانستان د نړۍ له خورا بې وزله هېوادونو یو دی، چې سړي سر کلنی عاید یې ایله ۵۰۰ ډالرو ته رسېږي او د ښځو لیک لوست کچه پکې تر ۳۰ سلنې هم ټیټه ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

موسیقۍ ډله وايي، له همدې لارې له نورو کلتورنونو سره پېژندګلوي مومي.

د پوهنې ریاست مسوولین بیا وايي، د یو شمېر مېندو پلرونو له هغو شکایتونو وروسته یې دا اقدام کړی، چې وايي، د موسیقۍ مراسمو کې یې د ګډون له کبله د لوڼو تعلیم ته زیان رسېږي.

خو د افغانستان موسیقۍ انسټیټیوټ موسس ډاکتر احمد سرمست چې په ۲۰۱۵ کال کې یې زهره موسیقۍ ډله تاسیس کړې له بي بي سي سره خبرو کې وايي:

''دا بې ځایه خبره ده، که ځینې مېندو، پلرونو شکایت هم کړی وي، مانا یې دا نه ده چې د ټولو افغان نجونو غږ غلی کړل شي. ''

د افغانستان پوهنې وزارت په تازه اعلامیه کې ویل شوي دوی د 'ټولو نجونو د زدکړو او په هنري فعالیتونو کې د برخې اخیستو ملاتړ کوي '، خو ډاکتر سرمست وايي، په دې هکله ډاډه نه دی.

نوموړی زیاتوي:

''نړیوالې رسنۍ پر دې موضوع له پوهېدو پرته دا خبرونه خپروي، خو اصلي امر تر اوسه بېرته نه دی اخیستل شوی. ''

ډاکتر سرمست وايي، د خواله رسنیو له لارې یې یو کمپاین پیل کړی او له خلکو یې غوښتي چې د یوې سندرې په خپرولو سره دې کې برخه واخلي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډاکتر سرمست په ۲۰۱۵ کال کې زهره موسیقي ډله تاسیس کړه

ډاکتر سرمست په ۲۰۱۴ کاله کې له یوه ځانمرګي بریده هغه مهال روغ پاتې شو، چې طالبانو د نوموړي د شاګردانو لخوا پر یوه ترتیب شوې هنري نندارې برید وکړ.

نوموړی هغه مهال پر یوه غوږ کوڼ شو او له څو ځلې عملیاتو وروسته یې له غوږه چره وایستل شوه، خو لا هم خپل هدف ته ژمن دی. دی وايي:

''افغان نجونو ته باید بشپړ واک ورکړل شي چې د موسیقۍ له لارې خپل هنر څرګند کړي. ''

ډاکتر سرمست د راتلونکي په هکله اندېښمن دی:

''دا په ټولنیز ډګر کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو په مانه ده. که موږ د دې مخه و نه نیسو، نور بندیزونه به ولګول شي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

ډاکتر سرمست د بندیز لېرې کېدو لپاره انلاین کمپاین پیل کړی

د افغان حکومت مرکچیان له طالبانو سره په خبرو بوخت دي، چې کېدای شي د واک وېش او د امریکايي پوځیانو وتلو ته ورسره لار هواره شي.

د ټلویزیونونو او راډیو له لارې د ترکي او هندي موسیقۍ لیدو او اورېدو مینه وال په افغانستان کې ډ‌ېر دي، خو د طالبانو واکمني له پای ته رسېدو وروسته هم په دې هېواد کې د یو شمېر محافظه کارو ډلو له لوري له موسیقۍ سره مخالفت پای ته نه دی رسېدلی.

د مرام مور او پلار هم په پیل کې له موسیقۍ سره مخالفت کاوه، خو په ۲۰۰۰ کال کې مصر ته له کډوال کېدو وروسته یې دغه مخالفت پرېښود. مرام په قاهره کې زېږېدلې او په پنځه کلنۍ کې یې د پیانو زدکړه پیل کړې. دا وايي:

''په افغانستان کې یوازې یو پیاوړی کس کولای شي موسیقي وغږوي. ''

دې لومړی ځل شپږ کلنۍ کې یوه کنسرت کې برخه اخیستې، خو په ۱۳ کلنۍ کې کابل ته له تګه وروسته یې د څه وخت لپاره موسیقي پرېښوده.

د عکس سرچینه، Getty Images

''دلته له راتګه وروسته مې پلار اندېښمن و. ان په کور کې یې هم زما له موسیقي غږولو سره مخالفت کاوه. ''

دا وايي، ډاکتر سرمست ورسره مرسته وکړه، چې په اونۍ کې دوه ځله د پیانو غږولو لپاره له پلاره اجازه واخلي. دا وايي:

''هغه دوه ساعته ډېر مهم وو، نه مې غوښتل له موسیقۍ لېرې واوسم. ''

وروسته یې د ډاکتر سرمست له تاسیس کړې ارکسټرا سره په ۱۴ کلنۍ کې پیانو غږول پیل کړل:

''د موسیقۍ انتخاب مې د ژوند ډېره غوره پرېکړه وه او استادان مې وايي، د نورو لپاره یوه بېلګه یم. ''

د عکس سرچینه، Dr Ahmad Sarmast

د عکس تشریح،

زهره ډله افغان او کلاسیک موسیقي غږوي.

"مرام اوس هره ورځ پر پیانو نژدې اته ساعته تمرین کوي او وايي، غواړي زدکړو ته هم دوام ورکړي. دا وايي:

''په افغانستان کې داسې هېڅ پوهنځی نه شته چې د موسیقۍ برخه کې د شهادتنامې ورکولو اسانتیا ولري، ځکه غواړم له هېواده بهر ته لاړه شم. ''

د عکس سرچینه، Dr Ahmad Sahmast

د عکس تشریح،

مرام غواړي د موسیقي زدکړې لپاره بهر ته سفر وکړي.

مرام اندېښمنه ده، چې د حکومت وروستۍ پرېکړې له کبله به د ډېرو لپاره فرصتونه له منځه لاړ شي، خو ډاډه ده چې د مور، پلار ملاتړ لري:

''غواړم لومړنۍ افغانه شم چې د نړۍ په لر او بر کې په یوازې سر د پیانو کنسرتونه وکړم. ''