د افغانستان دفاع وزارت: د علیپور وسلوالو الوتکه غورځولې ده

MOD

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان دفاع وزارت ومنله چې د دغه وزارت ارزونې او ترلاسه شوي سندونه او مدرکونه ښيي چې د وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان هوايي ځواک چورلکه د عبدالغني علیپور کسانو غورځولې ده.

د دې وزارت ویاند فواد امان خپل ټوېټر کې لیکلي: "دفاع وزارت د دې ترهګریزې پېښې د شهیدانو د وینې غچ په هره بیه اخلي او عاملان به یې په سزا ورسوي."

دا چورلکه د پنجشنبې په شپه وغورځېده او دفاع وزارت ویل چې په دې تړاو پلټنې کوي، خو هغه مهال هم د علیپور کسانو ته ګوته نیول کېده.

پخپله قومندان عبدالغني علیپور پرون وویل، د وردګ په بهسودو کې د افغان پوځ چورلکه دده کسانو غورځولې ده. د افغانستان دفاع وزارت له دې مخکې ویلي و، د پیلوټانو او وژل شویو پوځیانو غچ به اخلي.

عبدالغني علیپور له یوه فېسبوکي چېنل سره خبرو کې ادعا کړې چې له دوو ورځو راهیسې "حکومتي او د بهرنیو ځواکونو الوتکو" پر دوی بریدونه کول چې پایله کې یې د ده شپږ ملګري وژل شوي او یو کس ټپي شوی دی.

نژدې دوې میاشتې مخکې په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور د پلویانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب کې نهه کسان ووژل شول او ۷ کسان ټپیان شول، چې له هغه راهیسې سیمه کې تاوتریخوالي دوام درلود.

په وژل شویو پوځیانو کې پنځه یې افغان پوځیان او څلور پیلوټان وو.

د عکس سرچینه، د افغانستان دفاع وزارت

د عکس تشریح،

دفاع وزیر محمود میاخېل وايي، د وژل شويو پوځیانو غچ به اخیستل کېږي

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم وویل:

''د بهسودو په لومړۍ برخه کې به د پوځي چورلکې د سقوط عاملینو ته سخته سزا ورکړل شي. ''

د افغانستان دفاع وزیر محمود میاخېل د وژل شویو پوځیانو د جنازې په مراسمو کې وویل، غچ به واخلي:

''که علیپور دی، که غیر مسوول وسله وال دي، که طالبان دي او که ورانکاري، ټول یو دي او زه له تاسې د دفاع کوونکي په حیث وایم چې له جنایتکارو سره هېڅ معامله نه کېږي او هر څوک که په نظام کې دننه وي او که بهر، سیمه کې چې د دې کسانو ملاتړ کوي موږ یې پر وړاندې درېږو. ''

افغان ځواکونو په تېرو څو کلونو کې څو ځله د علیپور نیولو هڅه کړې او له نیول کېدو وروسته په ضمانت شوی شوی.

علي پور څوک دی؟

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA/ VIDEO PICTURE

د عکس تشریح،

علي پور د خلکو په یرغملولو او د مساپرو په ځورولو تورن دی.

علي پور چې په شمشېر مشهور دی، د افغان چارواکو په وینا نژدې پنځه کاله مخکې یې میدان وردګو کې د هزاره وګړو تر وژل کېدو وروسته ډله جوړه کړه او د دغه ولایت بهسودو ولسوالۍ کې فعال و .

وروسته غور ولایت ته لاړ او هلته یې وسله واله ډله جوړه کړې وه.

غور کې د نوموړي د نیولو لپاره د دغه ولایت او بامیان له لوري افغان ځواکونو عملیات پیل کړي و، خو د نوموړي د نیولو د عملیاتو په غبرګون کې د وحدت ګوند مشر او هغه مهال د افغانستان اجرائیه ریاست دویم مرستیال محمد محقق پر خپله فیسبوکپاڼه دا عملیات وغندل او دا کار یې د افغانستان امنیت شورا خلاف عمل بللی و.

۱۳۹۷ کال کې د افغانستان ملي امنیت ادارې وویل، عبدالغني علیپور یې نیولی، خو وروسته د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور د انش دفتر پر فېسبوک پاڼې خبر ورکړ چې د ملي امنیت له خوا نیول شوی "ناقانونه وسله وال قومندان عبدالغني علیپور "د ملي امنیت له توقیفه خوشې شوی.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې هغه مهال په یوه اعلامیه کې وویل کابل کې یې قومندان عبدالغني عليپور ونیو چې وايي، ۱۵۰ کسیزه ناقانونه ډله لري، په درنو او سپکو وسلو سمبال ده او له خلکو په باج اخیستلو او د خلکو په ځورولو تورنه ده.

د یادونې ده چې د نوموړي له نیول کېدو وروسته د هغه په ملاتړ لاریونونه او مظاهرې شوې وې.