د خوشالۍ نړیوال رپوټ کې افغانستان تر ټولو وروستی او فنلنډ تر ټولو مخکې دی

فنلاند و سایر کشورهای اسکاندیناوی همگی ۱۰ جایگاه اول ملل خوشحال جهان قرار دارند

د عکس سرچینه، Getty Images

نړۍ کې د خوشالۍ کلنی رپوټ چې د ۱۴۹ هېوادونو له وګړو پوښتنې سره جوړ شوی او ملګرو ملتونو هم پکې ونډه لرله یو وار بیا فنلنډ د نړۍ تر ټولو خوشال هېواد دی.

دا څلورم پرلپسې کال دی چې فنلنډ دا درجه ګټي.

له فنلنډ وروسته ډنمارک، ایسلنډ، سویس او هالنډ د نړۍ د تر ټولو خوشالو ملتونو جدول کې په ترتیب سره تر پنځمې درجې پورې راغلي دي.

نیوزیلنډ بیا یواځنی نااروپايي هېواد دی چې دې ډلبندۍ کې په لسو هېوادونو کې اول ځای ګټي.

افغانستان هم دې ډلبندۍ کې شته، خو تر ټولو وروستی.

د خوشالۍ نړیوال رپوټ د ملګرو ملتونو په همکارۍ هر کال د مختلفو هېوادونو له وګړو پوښتنو سره جوړېږي او ټولنیز ملاتړ، فردي ازادي، ناخالص ملي تولید او د فساد کچې معیارونو ته پکې پام کېږي.

د امریګا ګالوپ، بریتانیا اکسفورډ پوهنتون، په ونکوور او کاناډا کې سیمون فریز او یو بي سي پوهنتونونو او امریکا کې د کلمبیا پوهنتون د پایښتې پراختیا څېړنو مرکز په څېر علمي او څېړنیزو موسسو د دې رپوټ جوړولو کې برخه درلوده.

بریتانیا چې تېر کال یې ۱۳ نمبر درلود دا ځل څلور شمېرې غورځېدلې او ۱۷ ته رسېدلې ده.

د نړۍ د خوشالو ملتونو نوملړ چې ۱۴۹ هېوادونه پکې دي په پای کې یې افغانستان بیا زیمبابوې، روانډا، بوتسوانا، لسوټو او ملاوې دي.

دې نوملړ کې ایران ۷۷ دی.

دا په داسې مهال ده چې د رپوټونو له مخې ایران په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې پرلپسې ۸۲ ځای درلود.

د دې رپوټ موندنو کې د پام وړ ټکی دا دی چې کله له خلکو پوښتنه شوې د ځوابونو اوسط چندان تېرو کلونو ته توپیر نه درلود، هغه هم په داسې مهال چې نړۍ تېر یو کال کې د کورونا وېروس له امله نادود حالت سره مخ وه.

سږني جدول کې ۲۲ هېوادونه پورته تللي، چې پکې ایران او څو نور اسیاسي هېوادونه دي چې تر تېر کال ډېر خوشال بلل شوي دي. چین له ۹۴ درجې ۸۴ ته پورته شوی دی.

د لسو لومړنیو هېوادونو نوملړ

د عکس سرچینه، Getty Images

  • فنلنډ
  • ډنمارک
  • سویس
  • ایسلنډ
  • هالنډ
  • ناروې
  • سویس
  • لوکزامبورګ
  • نیوزیلنډ
  • اتریش
  • کاناډا
د ویډیو تشریح،

د ژړا کلب مو خپګان پر خوشحالۍ اړوي

کاناډا د ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ لسم ځای درلود، خو سږ کال ۱۵ درجې ته غورځېدلې ده، خو د دې هېواد سوېلی ګاونډۍ-امریکا- دې جدول کې دوه درجې پرمختګ سره له کاناډا پورته تللې ده.

اسراییل هم یوه درجه پورته شوی او ۱۱ نمبر کې دی، خو متحده عربي امارات ۸ درجې غورځېدلی او له ۱۹ نمبر ۲۷ ته لوېدلی دی.

ترکیه له ۶۸ درجې ۷۸ درجې ته غورځېدلې او د افغانستان ګاونډی تاجکستان چې له ۲۰۱۷ تر ۲۰۱۹ کال یې ۵۶ درجه درلوده، اوس ۶۲ درجې ته غورځېدلی دی.