په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان لس هیله بښونکي خبرونه

بی بی سی

افغانستان په ۱۳۹۹ کال چې نن یې وروستۍ ورځ ده، د خونړیو جنګ جګړو او ناامنۍ ترڅنګ د هیله بښونکو خبرونو شاهد هم و.

دلته یې څو له تاسې سره شریکوو.

۱. کمال خان بند کې د اوبو ټولېدل

د نیمروز ولایت په دغه بند کې د اوبو ټولېدل د سلواغې/دلوې له لومړۍ نېټې پیل شول.

د دغه بند ډکېدل موسمي سیلاوونو او دا راز د کجکي بند ډکېدو پورې تړلې دي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح،

کمال خان بند د ۵۲ میلیون مترمکعب اوبه ټولولی شي.

دغه بند د نیمروز د زرنج ښار د سویل په ۱۸ کیلومترۍ کې په هلمند سیند رغول شوی چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي او د افغانستان - ایران ګډ هامون سیند ته بهېږي.

افغانستان کې د چارواکو په وینا دغه هېواد یوازې د خپلو ۳۰ سلنه اوبو به مدیریت توانېدلی او نورې په وړیا ډول ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

کمال خان بند د ۵۲ میلیون مترمکعب اوبه ټولولی شي.

۲. افغانبرېښنايي پېژندپاڼو کې د مور نوم ثبتېدل

د عکس سرچینه، SocialMedia

د افغانستان د نفوسو د احوال د ثبت قانون ځینې مواد چې برېښنايي پېژندپاڼه کې د مور د نوم لیکل هم پکې دي، تایید شول.

د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال بي بي سي ته وویل د ښځو د حقونو فعالانو لخوا "زما نوم چېرته دی؟" په نوم د پیل شوي کمپاین خبر ارګ ته رسېدلی او پرېکړه دا شوه چې د ښځو دې غوښتنې ته باید "قانع کوونکی" ځواب ورکړل شي.

۳. راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

راشد خان د لسیزې غوره لوبغاړی شو.

د کرېکټ نړیوالې شورا د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې غړی راشد خان په شل اوریز کرېکټ کې د تېرې لسیزې تر ټولو غوره لوبغاړی معرفي کړ.

راشد خان سره دې سیالۍ ته د استرالیا او هند په ګډون د بېلابېلو هېوادونو مشهور لوبغاړي نوماند وو.

راشد خان د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا د تېرې یوې لسیزې په غوره اعلان شوې لوبډله کې هم شامل و.

۴. د هدفي وژنو ۷ قرباني مېرمنو ته د "زړورو ښځو" جایزه

د عکس تشریح،

دغو مېرمنو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت جایزه ور کړل شوه.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۰ کال د "زړورو ښځو" افتخاري جایزه اوو افغان مېرمنو ته ورکړه چې د ۱۳۹۹ کال اوږدو کې د هدفي بریدونو قرباني شوې دي.

دا نړیواله جایزه هر کال د امریکا د حکومت لخوا هغو زړورو مېرمنو ته ورکول کېږي چې په خپلو هېوادونو کې د خلکو ژوند کې د بدلون راوستو هڅې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي چې د سږکال ځانګړې جایزه د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ کارمنې فاطمه خلیل، ملي امنیت ریاست کې د جنسیت د څانګې پخوانۍ رییسې جنرال شرمیلا فروغ، قابلې مریم نورزاد، د پولیسو پخوانۍ افسرې فاطمه رجبي، کندهار کې د زندانونو چارو په اداره کې د پولیسو پخوانۍ افسرې فرشتې، ننګرهار کې د انعکاس خصوصي تلویزیون ویاندې او د ښځو د حقونې فعالې ملالې میوند او کاپیسا کې د ښځو د حقونو فعالې فرشته کوهستانۍ ته ورکول کېږي.

۵. د فساد ضد مبارزې جایزه افغان ژورنالیست ته ورکړ شوه

د عکس سرچینه، ذکی دریابی

د عکس تشریح،

ذکي دریابي د روڼتیا نړیوال سازمان جایزه وګټله.

د روڼتیا څار نړیوالې ادارې د اطلاعات روز ورځپاڼې مسئول مدیر ذکي دریابي د دې ادراې د فساد ضد مبارزې د ۲۰۲۰ کال د جایزې ګټونکی اعلان کړ.

دغه سازمان وویل :"ذکي دریابي او اطلاعات روز ورځپاڼې ته دا جایزه له ګڼو ننګونو، ګواښونو او محدودیتونو سره سره افغانستان کې د فساد د سترو قضیو برملا کېدو لپاره د نه ستړې کېدونکو هڅو په پار ورکول کېږي."

۶. د افغانستان-ایران د اورګاډي پټلۍ پرانیسته

د عکس سرچینه، iSna

د افغانستان او ایران ولسمشرانو، محمد اشرف غني او حسن روحاني په یو لړ مراسمو کې د دغو هېوادونو ترمنځ د اورګاډي لومړنۍ پټلۍ پرانیسته.

دواړو هېوادونو د هرات-خواف د اورګاډې لیکې پرانیسته "تاریخي" وبلله.

د دې پټلۍ رغنیزې چارې د ایران خاوره کې په ۱۳۸۶ او افغانستان کې په ۱۳۹۵ کال پیل شوې وې.

۷. افغانستان کې د کورونا واکسین پیل

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

هند نیم میلیون ډوز واکسین افغانستان ته ډالۍ کړ.

افغانستان کې د کورونا واکسیناسیون د کب/حوت پر ۵مه د هندوستان له لومړنۍ مرستندویه ټولګې سره پیل شو او تر دې دمه د هېواد لروبر کې له ۵۲ زره ډېرو کسانو ته د دغه واکسین لومړنی ډوز لګول شوی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د لومړیتوب له مخې ټاکلې چې لومړی دغه واکسین روغتیايي کارکوونکو او ورپسې امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته وشي.

دا وزارت وايي تر دې دمه یې د دغه واکسین د ناوړه جانبي اغېزو خبر نه دی ترلاسه کړی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په وینا پام کې ده چې کورونا واکسین ته د برابر او عادلانه لاسرسي نړیواله اداره کوواکس افغانستان ته ۱۶ میلیون ډوزه کورونا واکسین ورکړي.

چین هم افغانستان ته د کورونا د ۴۰۰ زره ډوزه واکسین د ورکړې ژمنه کړې ده.

د عامې روغتیا وزارت په وینا افغانستان کې تر دې دمه یوازې هند کې تولید شوی اسټرازېنېکا واکسین لګول کېږي.

۸. کابل کې د افغان فلم مېله (جشنواره)

د عکس تشریح،

د هرات ښځو فلم نړیوال فسټیوال کې ایرانۍ هنرمنې او فلمپوهانې

د ۱۳۹۹ کال د لړم/عقرب په ۲۶مه د کابل د دارالامان په تازه رغول شوې ماڼۍ کې د هرات د ښځو فلمونو شپږمه نړلویواله جشنواره هم پرانیستل شوه.

دې مېلې ته د نړۍ له ۱۲۲ هېوادونو د "ښځو سینما" او دوو عمومي برخو کې تر درې زرو ډېر فلمونه راواستول شول.

دغه راز د سینما برخه کې د افغانستان دولتي ادارې "افغان فلم" هم د لیندۍ/قوس په لومړۍ نېټه د "لاجورد، د افغاسنتان د سینما دویم ځلي زېږېدو" په نو جشنواره پرانیسته.

د عکس سرچینه، MOIC

د عکس تشریح،

لاجوړد فسټیوال لس ورځې کابل کې روان و.

دې مېلې ته له ۲۱۰ رالېږل شویو فلمونو ۵۵ اصلي سیالیو ته انتخاب او د پلازمېنې کابل په نهو مختلفو تالارونو کې نندارې ته کېښودل شول.

لاجورد جشنوارې لس ورځې دوام وکړ.

۹. د افغان نجونو د رباټیک ډلې لخوا د مصنوعي تنفس د ماشین جوړېدل

د عکس تشریح،

دا نجونې د مصنوعي تنفس د کمې بیې اله جوړوي.

د افغانستان د نجونو رباټیک ډلې په کورونا وېروس د اخته مریضانو د مصنوعي تنفس لپاره د موټر له پرزو د ارزان بیه ماشینونو په جوړېدو تمرکز وکړ.

دغه افغانې نجونې په ۲۰۱۷ کال امریکا کې د نړیوالو سیالیو پر مهال د ځانګړې جایزې په اخیستلو سره د خبرونو په سرټکو اوښتې وې.

دوی افغانستان کې د کورونا وېروس تر خپرېدو لنډه موده کې پر دې بریالۍ شوې چې د مصنوعي تنفس یوه ارزان بیه ماشینونه جوړ کړي .

افغانستان چې له کلونو راهیسې جګړه پکې روانه ده، خپلو نږدې ۳۹ میلیون وګړو ته د مصنوعي تنفس تر ۴۰۰ ماشینونه لري.

۱۰. عمران حیدري او حسین بخش صفري؛ په ۱۳۹۹ کال د افغانستان غوره ورزشکاران

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

عمران حیدري

د "ټرانسفر مارکېټ" په نوم وېبپاڼې د افغانستان ملي لوبغاړی عمران حیدري د دغه هېواد تر ټولو ارزښتمن فوټبالیست اعلان کړ. ټرانسفر مارکېټ ویبپاڼه د لوبغاړو د عمر او کړنو د معیار له مخې هغوي ته ارزښت ټاکي.

دغه بنسټ عمران حیدري د ۵۰۰ زره یورو بیې سره د افغاستان تر ټولو ارزښتمن فوټبالیست معرفي کړ.

ښاغلی حیدري ۲۳ کلن دی او د افغانستان د فوټبال فدراسیون په وینا دمګړۍ د پولنډ په غوره لیګ کې د لخیا ګدانسک لوبډلې لپاره لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال ډېرو ملي لوبغاړو د اروپا له لوړه کچه لوبېدو ته لار نه ده کړې.

حسین بحش صفري په نړیواله کچه د جوجیتسو د غوره نوملړ سر کې

د عکس سرچینه، Safari

د عکس تشریح،

حسین بخش صفري

افغان ورزشکار حسین بخش صفري چې په ۲۰۱۷ کال ترکمنستان کې د جوجیتسو برخه کې د اسیايي سیالیو د ګټلو ریکارډ لري، د فول کنټاک جوجیستو د غوره ورزشکارانو په تازه ډلبندۍ کې هم د دویم پرله پسې کال لپاره د نوملړ په سر کې ځای لري.

حسین بخش صفري په ۱۳۷۵ کال بامیان کې زېږېدلی او له ماشومتوب راهیسې یې رزمي سپورت ته مخه کړې ده.

هغه له ۲۰۱۰ کال راهیسې افغانستان کې د جوجیتسو د ملي لوبډلې غړی دی.