طالبانو امریکایانو ته د اورکم طرحه وړاندې کړې ده

طالبان او امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

افغان طالبان وايي، امریکايي چارواکو ته یې افغانستان کې د درې میاشتني اورکم داسې طرحه سپارلې ده، چې له مخې یې ټول ښکېل لوري پوځي عملیات کم کړي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند محمد نعیم بي بي سي ته وویل، دا طرحه اوسنۍ نه بلکې څو میاشتې مخکې وړاندې شوې ده:

"د عملیاتو د کموالي لپاره ده چې ټولې اړوند خواوې عملیات کموي او د دوحې تړون ټولې مادې به پلې کېږي. "

نوموړي دا هم وویل، چې دا طرحه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو کوم اغېز نه لري:

"د بهرنیو ځواکونو وتلو موضوع به په همغه اساس وي چې د دوحې تړون کې پرې هوکړه شوې ده."

اسلام اباد کې ازاد خبریال طاهر خان- چې د افغانستان چارې څاري او طالب سرچینو سره یې خبرې کړې دي- په دې هکله بي بي سي ته وویل، د طالبانو یوه بل مشر هم دا طرحه ور سره تایید کړې ده او ویلي یې دي چې د اورکم پر موضوع یې له امریکایانو سره بحث شوی دی.

طاهر خان زیاتوي: " دغه طالب چارواکي دا هم راته وویل،زلمی خلیلزاد چې څو ورځې مخکې قطر کې و، پر دغه اورکم نورې خبرې هم شوې دي. په دې باندې کار روان دی، خو پرېکړه او فیصله نه ده شوې. "

د طاهر خان په خبره، دغه طالب چارواکی وايي، طالبانو دا طرحه د دې لپاره وړاندې کړې چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ښه ماحول جوړ شي.

افغان حکومت پسرلني عملیات نه اعلانوي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د مسکو غونډې پای کې هم له طالبانو د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه وشوه.

د اورکم په اړه د طالبانو دا خبر له هغه څو ورځې وروسته دی چې مسکو کې د افغان سولې بهیر د ناستې پای کې اعلامیې له ښکېلو لورو غوښتي وو سیاسي جوړ جاړي ته د رسېدو لپاره له تاوتریخوالي لاس واخلي.

تېر کال دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو پیلېدو سره افغانستان کې تاوتریخوالی هم ډېر شوی دی او دواړه لوري یې پړه پر یو بل اچوي.

د مسکو غونډې اعلامیه کې له طالبانو دا هم وغوښتل شول چې پسرلني عملیات اعلان نه کړي.

وسلوالو طالبانو هم تراوسه دا عملیات نه دي اعلان کړي.

پرون د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم خبري غونډې ته وویل، چې پسرلني عملیات نه اعلانوي، فعال دفاعي حالت کې دي.

د ویډیو تشریح،

افغان سوله او واګې