پاکستان کې دوو جنسي تېریګرو ته د مرګ سزا واورول شوه

پاکستان

د عکس سرچینه، EPA

پاکستان کې یوې محکمې هغه دوه کسان په مرګ محکوم کړل چې د پنجاب په لاهور کې یې د سړک غاړې ته پر یوه ښځه د هغې د بچیانو مخ کې جنسي تېری کړی و.

تېر سپټمبر کې له دې جنسي تېري وروسته ډېرې مظاهرې وشوې او له امله یې د جنسي تېري لپاره د سختې سزا قانون پیل شو.

د اسوشېټېډ پرېس اژانس د رپوټ له مخې، د دې دوسیې څارنوال حافظ اصغر وویل، عابد ملهي او د هغه ملګری شفقت علي له شپږ میاشتې قضايي بهیر وروسته محکوم شول.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي ارشد حسین بټ هم دا کسان پر ۱۴ کاله بند محکوم کړل او زیاته یې کړه چې دا کسان باید تر اعدام مخکې ۱۴ کاله بند تېر کړي.

په غونډه کې د پنجاب مرستیال لوی څارنوال عبدالجبار ډوګر وویل، پر مجرمانو د تېري جرم ثابتېدو سره اعدام، د یرغملولو جرم کې عمر بند او د غلا له امله څوارلس کاله بند سزا ور کړل شوه.

د دواړو تورنو وکیل چوهدري قاسم ارین فرانس خبري اژانس ته ویلي، دواړه موکلان یې د مرګ پر سزا محکوم شوي دي.

په دا مهال لاهور کې د ترهګرۍ ضد محکمه وايي، دا کسان د بیا کتنې یا استیناف غوښتنې کولی شي.

پېښه څنګه وشوه؟

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

له دې جنسي تېري وروسته پراخې مظاهرې وشوې.

څارنوالي او پولیس وايي، د دې ښځې د ګاډي خرابېدو سره نوموړې د مرستې په تمه وه، چې دا کسان ور ورسېدل.

ښځې د ګاډي دروازې تړلې وې، خو بریدګرو د شیشې ماتولو سره ترې کوزه کړه، په وسله یې وګواښله او د بچیانو په مخ کې یې جنسي تېری پرې وکړ.

دواړو تورنو د قرباني ښځې، پیسې، سره او بانکي کارتونه هم له ځان سره یووړل.

د اسوشېټېډ پرېس د رپوټ له مخې د دې دوسیې څارنوال حافظ اصغر وویل، چې هغوی یې د ټلیفوني مالوماتو له لارې وڅارل او څو ورځو کې یې ونیول.

د عکس سرچینه، MUNIR BAJWA

د عکس تشریح،

تورن تر اعدام مخکې پر ۱۴ کاله بند هم محکوم شوي دي.

د هغه په خبره، د جرم ځای کې ټولو شویو ډي اېن اې بېلګو د مجرماتو پېژندګلي تایید کړه.

قرباني ښځې هم د محکمې یوه غونډه کې دا دوه کسان وپېژندل او خپله شفقت علي هم د قاضي په مخ کې ومنله چې پر دغه ښځه یې جنسي تېری کړی دی.

دا جرم خواله رسنیو کې له پراخ غبرګون سره مخ شو او ځینې فعالانو تورنو ته د خلکو مخکې د اعدام سزا وغوښته.

د ویډیو تشریح،

علي یوه ورځ‌ ښوونځي ته پر لاره و چې په زور یوې ودانې ته ټېل وهل شو