غني طالبانو ته: "راځئ چې یو بل ومنو، د پردیو د لاس وسیله مه کېږئ"

غني

د عکس سرچینه، ARG

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال په مراسمو کې وویل، هیله او هوډ یې تر پایه عادلانه سوله ده. ولسمشر غني خپلو خبرو کې هیله وښوده چې سوله نږدې ده.

"له تېرو ۴۲ کلونو راهیسې چې له افغانانو بنسټیز حق اخیستل شوی او هغه سوله او امن دی انشاالله سولې ته به نږدې شو، خو دلته تدبیر او تصمیم پکار دی او تر ټولو مهم ملي وحدت او اجماع پکار ده".

د نوموړي په خبره، تل پاتې سوله هغه ده چې د وینې تویدل په کې ودریږي ، د ولس خوشالي او د خدای رضا پکې وي.

د ولسمشر غني دا خبرې مسکو کې د افغان سولې بهیر چټکولو لپاره د افغان حکومت، طالبانو، پاکستان، امریکا، روسیې، او قطر د استازو ترمنځ د تېرې پنجشنبې له غونډې وروسته مخې ته راځي. په دې خبرو کې د سولې په تړاو د نورو ګامونو ترڅنګ د سم لاسي اوربند غوښتنه هم شوې وه.

ولسمشر غني تراوسه بیا بیا ویلي چې یوازې د ټاکنو له لارې واک خپل ځایناستي ته سپاري او تر وخت مخکې ټاکنو ته چمتو دی.

نوموړي نن د دې دریځ له یادولو پرته زیاته کړه: "زه دلته د قدرت لپاره نه یم راغلی. د خدمت لپاره راغلی یم او د خدمت مانا دا ده چې باور ولرم، سوله تلپاتې او عادلانه ده."

ولسمشر غني د طالبانو او امریکا خپلمنځي تړون ته په اشاره وویل، طالبان ویاړي چې پر بهرنیو ځواکونو یې برید نه دی کړی:

"موږ هم خوښ شو چې پر بهرنیو قوتونو مو برید نه دی کړی، نو چا مشروغیت در کړی چې د افغان اولاد ووژنئ، خپل ورور، خپله خور خپل کور تبا کړئ، راشئ چې یو بل ومنو او دا وطن په ګډه اباد کړو، ... پردي لاسونه بند کړو ،پر تاسو غږ کوم چې د پرديو د لاس وسیله مه کېږئ."

ښاغلي غني به ولسمشرۍ ماڼۍ کې دې جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهمال طالبان مخاطب کړل او ویې ویل: "چې افغانان یاست، نور افغانان مو مني، نور افغانان ومنئ، یو افغان بل ته نه تسلیمېږي او په روغه او جوړه او منطق به یو بل ومنو."

وچکالۍ ته د ولسمشر غني اندېښنه

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح،

کمال خان بند د ۵۲ میلیون مترمکعب اوبه ټولولی شي.

ولسمشر غني خپلو خبرو کې د وچکالۍ او سېلابونو په هکله اندېښنه وښوده خو ټېنګار یې وکړ چې سږ کال به د اوبو مدیریت برخه کې لا نور پرمختګ وشي.

نوموړي د ایران له پولې سره نیمروز کې کمال خان بند کې د اوبو ټولېدو ته په اشاره وویل، د افغانستان هره برخه کې به اوبه مدیریت شي او افغانستان به د اوبو له پلوه خوندیتوب ولري.

"ټولو ځایونو، شمال، جنوب، ختیځ او لوېدیځ کې به اوبه چې د افغانستان ابرو ده مدیریت شي. "

هغه کوم ځانګړي پلان ته له اشارې پرته وویل، چې پر ۱۴۰۰ لمریز کال د افغانستان اوبو مدیریت لپاره ډېر پلانونه اجرا کېږي.