محب: افغان حکومت د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی

  • ابراهیم امیري
  • بي بي سي
NSCAfghan

د عکس سرچینه، NSCAfghan

د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي افغان حکومت د سولې لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دی او په دې برخه کې د ترکیې د را روانې غونډې په ګډون د هر راز هڅو او نوښت هرکلی کوي.

ښاغلي محب د واشنګټن له هډسن انسټېټیوټ سره مرکه کې ویلي، حکومت یې له طالبانو سره د واک شریکولو په تړاو جوړجاړي ته چمتو دی خو په وینا یې کړکېچ یوازې په دې ځکه نه حل کېږي، چې خلک ټیکاومن نظام غواړي، چې په خبره یې، په دې اړه د طالبانو او اوسني جمهوري دولت ترمنځ د نظر اختلاف ډېر پراخ دی.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوې، چې یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر غني په پام کې لري، چې د ترکیې په غونډه کې له طالبانو سره د جوړجاړي لپاره د شپږو میاشتو په موده کې له وخت مخکې ټاکنو د تر سره کولو وړاندیز وکړي. ‌

حمدالله محب هم وايي، افغان حکومت به په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه کې د هر هغه نوښت هرکلی وکړي چې پر بنسټ یې افغانستان کې باعزته سوله راشي او په تېرو شلو کلونو کې د ښځو او لږکیو د حقونو په ګډون ترلاسه شوې بریاوې(لاسته راوړنې) خوندي شي.

واک شریکول

ښاغلي محب د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان حکومت له طالبانو سره واک شریکولو ته چمتو دی کنه وویل: موږ هر هغې قربانۍ ته تیار یو چې له مخې په افغانستان کې پایېدونکې سوله راشي خو له طالبانو سره د افغان حکومت اصلي ستونزه د واک شریکولو نه ده:

"موږ به په افغانستان کې د تلپاتې سولې په خاطر هره هغه قرباني ورکړو چې اړتیا یې وي، خو ایا اصلي ستونزه د واک شریکولو ده، موږ له طالبانو سره د بهرنۍ تګلارې، کورنۍ تګلارې، د ښځو د حقونو، د لږکیو د حقونو او خپلو ګاونډیو سره د چلن په برخه کې د نظر اختلاف لرو، که یوازې خبره د واک د شریکولو وي نو دا اسانه موضوع ده چې خبرې پرې وشي او د واک شریکولو چوکاټ جوړ شي. "

خو د نوموړي په خبره، له دې نه به هغه څه ترلاسه نه شي چې افغان ولس یې غواړي، افغانان داسې یو باثباته هېواد، حکومت او نظام غواړي چې د هغوی غوښتنو او اړتیاوو ته ځواب وویل شي.

ښاغلي محب زیاته کړه چې طالبان د جمهوري نظام برخه کېدلی او واک کې خپله ونډه لرلی شي خو خپل نظر او ایډیالوژي پر نورو تپلی نه شي.

د ملي امنیت سلا کار د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا طالبانو له امریکا سره د سولې د هوکړې له مخې له القاعده شبکې سره خپل اړیکي پرې کړي کنه وویل د دوی معلومات ښيي چې طالبان اوس هم له القاعده شبکې سره اړیکي لري:

"د افغان حکومت سرچینې تاییدوي چې طالبانو له القاعده سره خپل اړیکي نه دي پرې کړي. موږ په دې نظر یو چې طالبان له القاعده سره خپل اړیکي پرې کولی نه شي، ځکه چې القاعده د طالبانو په سیستم کې خپلې ریښې داسې غځولې چې اوس طالبان خپل اړیکي ورسره پرې کولی نه شي. "

د ولسمشر غني له خوا د وارمخکې ټاکنو وړاندیز

د عکس سرچینه، Arg

په همدې حال کې افغان حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، ولسمشر محمد اشرف غني په پام کې لري چې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز وکړي.

تمه کېږي چې ولسمشر غني به دا وړاندیز د افغان سولې په اړه د ترکیې راتلونکې ناسته کې اعلان کړي.

دغه سرچینه له نوم پرته وایي، د ولسمشر غني د وړاندیز له مخې به لومړی د شپږو میاشتو لپاره اوربند کېږي او له هغه وروسته به له وخته وړاندې ټاکنې وشي.

ټاکلې ده د افغان سولې په تړاو دا غونډه راتلونکې میاشت(اپرېل) په ترکیه کې تر سره شي.

طالبان څه وايي؟

بل پلو طالبانو افغانستان کې تر وخت وړاندې ټاکنو موضوع ته په غبرګون کې ویلي، د اوس لپاره دا ډله ترکیه کې د سولې د ناستې په اړه سلا مشورې کوي.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم ویلي، د ترکیې ناستې په اړه له پرېکړې وروسته به د نورو موضوګانو په اړه هم بحث کېږي.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس هم د ځینو افغان چارواکو له قوله ویلي له وخته مخکې د ټاکنو وړاندیز د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې په ځواب کې چمتو شوی، ځکه ولسمشر غني د واشنګټن طرحې سره مخالفت لري.

د امریکا له خوا د وړاندې شوې طرحې له مخې به منځمهالی حکومت رامنځته کېږي، خو سرچینو ویلي چې ولسمشر غني د لنډمهالي حکومت پر ځای تر وخت مخکې ټاکنې غوره بولي.

د ویډیو تشریح،

افغان سوله او واګې