د کمال خان بند پرانیسته کې غني ایران ته: که تېل را کوې بیا رانه اوبه وغواړه

ارګ

د عکس سرچینه، Arg

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند پرانیست غونډه کې وویل: "اوبه مفتې چا ته نه ور کوو" او زیاته یې کړه "د نیمروز اوبه په ویاړ پر ایرانیانو پلورو. "

ولسمشر غني د چارشنبې په ورځ ځايي وخت نږدې لس نیمې بجې نیمروز ولایت کې کمال خان بند رسما پرانیست.

له ولسمشر غني سره د نوموړي لومړی او دویم مرستیال او د کابینې ځینې غړي هم د دې بند رسمي پرانیستې لپاره سهار نیمروز ته ورسېدل.

ولسمشر غني د کمال خان بند تر پرانیستې وروسته د یاداښت کتابچه کې تر لیکلو وروسته وویل:

"هیله من یم د قیامت په ورځ مې د کمال خان بند اوبه شفاعت وکړي."

کمال خان بند ایران سره پر پوله نیمروز ولایت کې پر هلمند سیند جوړ شو.

ایرانیانو بیا بیا افغانستان کې پر بندونو جوړېدو اندېښنه ښودلې ده، خو ولسمشر غني ایران ته په وینا کې وویل:

"که تېل را کوې بیا را نه اوبه وغواړه، که اوبه غواړې یو بل شی را کړه. "

نوموړي زیاته کړه چې د کمال خان بند له برکته به نیمروز د حاصلاتو پر کندو بدل شي:

"زه ایرانیانو سره په مذاکره یم چې نیمروز اشاالله نه یوازې د افغانستان کندو وي بلکې د ایران کندو هم وي. "

نوموړي خپلو خبرو کې ایران ته په وینا وویل: "پخوا چې څه و یا نه و، هغه ځان ته خبره ده، نن دا مهمه ده چې د دواړو هېوادونو اقتصاد یو د بل متمم دی او د یو بل مخالف نه دی. "

کمال خان بند پر هلمند سیند جوړ شوی او د ایران او افغانستان ترمنځ پر دې اوبو تړون هم شوی دی، خو افغان چارواکي وايي، له دې مخکې ایران ته تر تړون ډېرې اوبه تلې.

ولسمشر غني هم خپلو خبرو کې وویل: "د هلمند تړون د ټولو افغانانو او ایران تړون دی،مشکل تړون کې نه و، مشکل د تړون پلي کولو کې و، له دې وروسته د هلمند اوبو کیلي د افغان لاس کې ده. ایران به د هلمند تړون اجرا کوي او له تړون ډېر څه د خبرو له لارې کېږي. "

د اوبو د مدریت نور پلانونه

د عکس سرچینه، Arg

اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ له لومړۍ دورې راهیسې وايي، د افغانستان د اوبو مدیریت یې لومړیتوب دی او اوبه د افغانانو عزت او ابرو بولي.

نوموړي نن هم وویل: "اوس هیله ده ټولو ته ثابته شوې وي، د افغانستان دولت او ولس نه یوازې طرحې لري، بلکې د پلي کېدو اراده یې هم لري. "

ولسمشر غني هیله وښوده چې راتلونکو سلو ورځو کې افغانان د اوبو برخه کې خپلو هیلو د پرځایښت شاهد وي.

"اوس د دې باور پیدا شوی چې د افغانستان ټولې اوبه مهار شي راتلونکو میاشتو کې به له یوې برخې وروسته بله برخه ووینئ، له ملي شورا مې هیله دا ده چې سږ کال کال نامالوم ده خو لار را کړئ چې د افغانستان اوبه مدیریت کړو او په ټینګه یې مدیریت کړو.

پر ۱۲ بندونو کار

د عکس سرچینه، Arg

د افغانستان د اوبو چارو ملي ادارې مشر خان محمد تکل دې غونډه کې وویل، دې بند تکمیل سره به پنځه کانالونه هم جوړ شي، چې ټول به یو لک څلور اتیا زره هکتاره ځمکه خړوبه کړي.

نوموړي دا هم وویل، چې دا مهال پر دوولسو بندونو کار روان دی، چې شاه عروس او شورابک به ژر بشپړ او ګټې اخیستلو ته تیار شي.

د نوموړي په خبره، دې بندونو جوړېدو سره به له پنځه لکه هکتارو ډېره ځمکه خړوب شي او تر یو میګاواټ ډېره برېښنا به تولید شي.

کمال خان بند کې د تېرې میلادي میاشتې لومړیو کې اوبه ټولېدل پیل شول.

کمال خان بند په نږدې درې کلونو کې د افغان حکومت د پرمختیايي بودیجې په سل میلیون ډالرو په لګښت جوړ شو.

کمال خان بند څومره اوبه ځایوي؟

د عکس سرچینه، NWARA.AF

د عکس تشریح،

کمال خان بند کې د پرورۍ لومړیو کې اوبه ټولېدل پیل شول.

کمال خان بند په داسې سیمه کې دی چې تر ډېره دښته او ځوړ کم لري.

د دې بند لوړوالی ۱۶ متره دی او ۵۲ میلیون متر مکعب اوبه ځایوي.

د افغانستان د اوبو چارو ملي ادارې د ویاند نظام خپلواک په خبره، دا بند یو لک ۸۴ زره هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبوي او د ۹ میګاواټه برېښنا تولید وړتیا لري.

که څه هم دا بند له سلما بند کمې اوبو زېرموي، خو د اوبو کنټرولولو لوی توان لري.

د ایران پولې ته نژدې په نیمروز کې کمال خان بند د افغانستان د اوبو مدیریت یوه ډېره لویه پروژه ده.

د کمال خان بند ځانګړتیاوې

د عکس سرچینه، Arg

د کمال خان بند جوړېدل د نیمروز او جنوب لویدیځې حوزې د خلکو لویه غوښتنه ده چې د ۲۰۱۷ کال د اپرېل پر۲۰ د دې بند د درېیم فاز د بنسټ ډبره ولسمشر غني کېښوده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د مالوماتو له مخې، د کمال خان بند جوړولو چارې پر ۱۳۴۵ لمریز کال پیل شوې، خو د جګړو او سیاسي بدلونونو له امله بشپړې نه شوې.

کمال خان بند په هرات کې د سلما بند، فراه کې د بخش اباد بند تر څنګ د افغانستان لوېدیځ کې د اوبو یو تر ټولو ستر بند بلل کېږي.

د کمال خان بند اوبه موسمي سیلاوونو او دا راز د کجکي بند ډکېدو پورې تړلې دي.

دغه بند د نیمروز د زرنج ښار د سویل په ۱۸ کیلومترۍ کې په هلمند سیند رغول شوی چې د افغانستان له غرونو سرچینه اخلي او د افغانستان - ایران ګډ هامون ډنډ ته بهېږي.

افغانستان کې د چارواکو په وینا دغه هېواد یوازې د خپلو ۳۰ سلنه اوبو په مدیریت توانېدلی او نورې وړیا ګاونډیو هېوادونو ته روانې دي.

د ویډیو تشریح،

د افغانستان اوبه او د شاتوت بند تړون