انټوني بلېنکن: د ترکیې غونډه کې به د افغان حکومت او طالبانو 'مشران' ګډون کوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح،

د امریکا دفاع وزیر وايي امریکا او ناټو به افغان جګړه په مسؤولانه توګه پای ته رسوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي امریکا د افغان شخړې د سیاسي حل لارې په لړ کې د ترکیې په کوربتوب غونډې ته سترګې پر لاره ده چې د "افغان حکومت او طالبانو مشرتابه "به په کې برخه واخلي.

ښاغلي بلېنکن چې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته یې وینا کوله دا په ډاګه نه کړه چې د افغان حکومت او طالبانو د کومې کچې مشرتابه په دې غونډه کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې دا غونډه په راتلونکو څو اونیو کې د ده په وینا د "ډیپلوماسۍ او د شخړې د یو ډول سوله ییز حل لپاره د هڅو لړ کې رابلل کیږي ".

انټوني بلېنکن دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغان دولت سرچینو بي بي سي ته ویلي ولسمشر محمد اشرف غني د ترکیې غونډې لپاره یو وړاندیز چمتو کوي چې له مخې به یې د ده د پنځه کلنۍ دورې له پای وړاندې ټاکنې کیږي. د دې طرحې له مخې به شپږ میاشتې اوربند کیږي او بیا د نړیوالې ټولنې تر څار او ادارې لاندې ولسمشریزې ټاکنې ترسره کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه یو ځل بیا د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته اشاره وکړه چې ویې ویل د راتلونکې مۍ میاشتې تر لومړۍ د ټولو سرتیرو ویستل ستونزمنه چاره ده.

د عکس سرچینه، NATO

د عکس تشریح،

ناټو تل ټېنګار کړی چې د ناټو متحدینو افغانستان ته یو ځای سرتیري استولي او ټول به په ګډه له دغه هېواده سرتیري خپلو هېوادونو ته ستنوي

دیادولو ده چې د دوحې هوکړې له مخې ټاکل شوې د راتلونکې اپریل میاشتې تر وروستۍ نیټې ټول امریکايي سرتیري چې اوس یې رسما شمير ۲۵۰۰ ښودل شوی، له افغانستانه ووځي.

ښاغلي بلېنکن ناټو متحدینو ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه د سرتیرو دویستلو په اړه چې هر ډول پریکړه کیږي هغه به له خپلو متحدینو سره شریکوي.

د ا مریکا د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې د امریکا او ناټو ترمنځ پر دې توافق دی چې د افغانستان جګړه به په مسؤولانه توګه پای ته رسوي، خپل سرتیري به له خطره ژغوري او ډاډ به تر لاسه کیږي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، هغه ترهګر چې د ده په وینا ښايي امریکا او متحدین یې وګواښي.

ښاغلي بلېنکن په مسکو کې د تېرې اونۍ غونډه چې د امریکا استازي هم په کې ګډون درلود بریالي وبلله او د دې غونډې د اعلامیې هرکلی یې وکړ.

هغه په ځانګړې توګه د دې یادونه وکړه چې دې غونډه کې ګډونوالو هېوادونو په ډاګه افغانستان کې د امارت بیا رامنځته کېدل رد کړل، د سولې د هڅو ګړندي کول او د تاوتریخوالي کمول یې وغوښتل.