د بایډن حکومت افغانستان کې "د ترهګرۍ ضد ځواکونو پاتېدل ارزوي"

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

د امریکا د کانګرس یو مخکښ غړی وايي، د دغه هېواد حکومت افغانستان کې د روان میلادي کال تر مۍ میاشتې وروسته د امریکايي ځواکونو پاتېدل ارزوي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټاکلې ده د راتلونکې مۍ تر لومړۍ نېټې ټول امریکايي ځواکونه باید له افغانستان ووځي.

خو د امریکا ولسي جرګه یا استازو مجلس کې د وسلوالو ځواکونو کمېټې مشر ادم سمېت د "فارن پالیسي" په نوم رسنۍ ناستې ته له لرې وینا کې ویل، د جو بایډن حکومت له طالبانو سره د دوحې تړون له مخې له افغانستان د ځواکونو وتلو نېټې په هکله پرېکړه نه ده کړې.

د هغه په خبره، د جو بایډن حکومت افغانستان کې له داعش سره د مقابلې لپاره د ترهګرۍ ضد ځواکونو د پاتېدلو لپاره له طالبانو سره تړون ته رسېدل ارزوي.

نوموړي دا هم وویل، چې د جو بایډن حکومت د ملي امنیت سلاکار جېک سالېون او دفاع وزیر لویډ استین سره یې له افغانستان د ځواکونو د اېستلو په هکله خبرې کړې دي.

ښاغلي بایډن اونۍ مخکې وویل، له افغانستان به په ټاکلې نېټه د ځواکونو اېستل "ډېر سخت" وي.

د رویټرز خپري اژانس رپوټ له مخې ښاغلي سمېت وايي: "فکر کوم، عمومي احساس دا دی چې د مۍ اوله له لوجستیک پلوه ډېره ژر ده... نږدې ۳۵۰۰ سرتېري افغانستان کې لرو. زموږ ملګري نږدې ۷۰۰۰ سرتېري لري. "

هغه زیاته کړه: "له لس زرو ډېر سرتېري په شپږو اونیو کې اېستلی نه شو. د بایډن حکومت لومړۍ درجه دنده هم تر لږ ډېر وخت لپاره د امریکا په قومنده د ځواکونو پاتېدلو په هکله خبرې دي. "

جو بایډن څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د دوحې تړون له مخې تر سږنۍ مۍ باید امریکايي ځواکونه له افغانستان ووځي.

هغه دې خبرې ته په اشاره چې طالبان د ټولو ځواکونو وتل غواړي وویل: "د بایډن حکومت غواړي د مۍ اولې نېټې موده اوږده کړي او وروسته لږ تر لږه دا غوراوی هم وارزوي، چې طالبانو خپل نظر بدل کړی که نه... ځکه دوی چې څومره له افغان حکومت سره جنګېږي هغومره له داعش سره هم په جنګ دی. "

د هغه په خبره: "دې کې شک شته چې دوی د امریکا د شتون په هکله نظر بدل کړی وي، خو موږ فکر کوو چې حکومتي په دې باور وي چې دې برخه کې خبرې ارزښت لري. "

طالبان افغانستان کې له داعش سره جنګېدلي او امریکا هم د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

ښاغلي بایډن یوه اونۍ مخکې له اې بي سي تلوېزون سره مرکه کې وویل: "په دې هکله پرېکړه کوو، چې څه وخت باید له افغانستان پاتې امریکايي ځواکونه وباسو. "

هغه زیاته کړه: "له افغانستان د مۍ تر اولې ښايي ځواکونه و اېستل شي، خو دا سخته ده. "

د طالبانو غبرګون

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

ښاغلی سمېت وايي، تر درې نیم زرو امریکايي ځواکونه افغانستان کې شته.

طالبانو غبرګون کې ویلي، که امریکا په ټاکلې نېټه ځواکونه ونه باسي، غبرګون به یې وویني.

جو بایډن له طالبانو سره د امریکا د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تړون د پیاوړې مذاکرې له مخې ونه باله.

له امریکا سره د تېر کال د تړون له مخې طالبانو ژمنه کړې چې پر ځواکونو یې بریدونه نه کوي او د القاعده په ګډون له "ترهګرو" ډلو سره اړیکي پرې کوي او په ځواب کې بهرني ځواکونه تر سږنۍ مۍ له افغانستان وځي.

طالبانو مخکې هم ویلي، که امریکا خپل ځواکونه د تړون له مخې په ټاکلې نېټه له افغانستان ونه باسي، پر دغو ځواکونو به بریدونه له سره پیل کړي.