شمالي کوریا دوه بالستیک توغندي وازمویل

کوریا

د عکس سرچینه، Reuters

امریکايي او جاپاني چارواکي وايي، شمالي کوریا د جاپان سمندرګي لور ته دوه بالستیک توغندي وتوغول.

امریکا کې د جو بایډن تر واکمنېدو راهیسې دا لومړی ځل دی چې پیونګ یانګ دا ګام پورته کوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو شمالي کوریا له بالستیک توغندیو- چې ګواښونکي بلل کېږي- ازمویل منع کړې ده.

جاپان وايي، د دې توغندي ټوټې د دغه هېواد اوبو کې نه دي غورځېدلې.

د رپوټونو له مخې شمالي کوریا څو ورځې مخکې هم دوه نابالستک توغندي زېړ سمندرګي لور ته وتوغول، خو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو د پیونګ یانګ دا ډول ازموینې منع کړې نه دي.

جاپان او سوېلي کوریا د شمالي کوریا دا نوې هڅه غندي.

د امریکا ارام سمندر قومنداني چې اسیا-پیسفیک سیمه کې پوځي ځواکونه څاريي د شمالې کوریا د پنجشنبې ورځې ازموینې ته په اشاره وایي:

"دا ازموینه د شمالي کوریا ګاونډیانو او نړیوالې ټولنې ته د دغه هېواد د وسلو بې قانونه پروګرام ګواښ لا جوتوي."

روټیر خبري اژانس وايي، د جاپان لومړي وزیر یوشیدو سوګا د پنجنشبې په ورځ وویل، دا ازموینې د سیمې امن او ټیکاو ته ګواښ دی.

د سوېلي کوریا د پوځ لوی درستیزوالۍ لومړیو کې د دوو ناپېژندل شویو توغېدنو خبره وکړه.

ښاغلي بایډن تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو د سې شنبې په ورځ یې د شمالي کوریا دوه نابالستیک توغندي کم اهمیته وبلل او ویې ویل، امریکا یې پاروونکي نه بولي.

اټکل دی چې هغه لنډواټنه توغندي هم ښايي د توپ یا کروز توغندي وي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونو په بندیزونو کې نه راځي.

د پنجشنبې ورځې ازموینه هم له هغه څو ورځې وروسته ده چې امریکا د مالیزیا له خوا ور سپارل شوی د شمالي کوریا لومړنی کس مون چول مونګ بندي کړ.

ښاغلی مون سوداګری دی، خو پر نوموړي تور دی چې د امریکا مالي سیستم له لارې یې د پیسو سپینولو سره شمالي کوریا ته لوکس وسایل اخیستل.

دې پېښې شمالي کوریا دومره غوسه کړه چې له مالیزیا سره یې ډيپلوماټیک اړیکي پرې کړل.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

شمالي کوریا د بالستیک توغندیو له ازمویلو منع شوې ده.

د شمالي کوریا د لا ستر او ډېر وژونکي سلاکوټ د پراختیا د مخنیوي لپاره څو لسیزې بندیزونه او د دې هېواد له مشر کېم جونګ اون سره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ درې ناستې اغېزناکې نه وې.

سینګاپور کې پر ۲۰۱۸ کال د ډونلډ ټرمپ او ښاغلي کېم د تړون له مخې ټاکلې وه، پیونګ یانګ اوږد واټنه بالستیک توغندي او اټومي وسلې نه وازمويي.

هغه مهال سپینې ماڼۍ پر کوچنیو ازموینو خبره ونه کړه.

شمالي کوریا تر ډېره منزوي هېواد دی او تېر کال لا سخت ګوښه توب سره مخ و، ځکه د کورونا وبا له امله یې له چین سره د سوداګرۍ لویه برخه ځنډېدلې وه.

سیول کې د بي بي سي خبریاله لورا بېکر وايي، اوس داسې ښکاري چې شمالي کوریا بیا ازموینې پیلوي، خو ډېر دا پوښتنه کوي چې کېم جونګ اون به د واشنګټن پام خپلولو لپاره تر کومه مخته لاړ شي.

دا ازموینې په داسې مهال دي چې د بایډن حکومت له شمالي کوریا سره د تماس هڅه کوي.

څو ورځې مخکې خبري اژانسونو د دې هڅو د بې نتیجه توب خبر ور کړ.

رویټرز خبري اژانس د یوه امریکايي چارواکي له خولې رپوټوي چې د بایډن ادارې له پیونګ یانګ سره د تماس لپاره څو ځلې هڅه وکړه، خو تېر یو کال کې پیونګ یانګ د ښاغلي بایډن او پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ تماسونو ته پام وړ ځواب ور نه کړ.

شمالي کوریا له دغه هېواد سره د تماس نیولو لپاره د امریکا د نوي حکومت هڅې د وخت تېرولو لپاره "بې اهمیته چل" بللی دی.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیر د بایډن اداره د وخت په تېرولو تورنوي.

د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت لومړي مرستیال چویه سون هويي د مارچ پر ۱۸ وویل، چې امریکا د دوښمنۍ سیاست لري تر هغه به ځواب نه ویني.

نوموړي د جو بایډن حکومت د شمالي کوریا د ګواښ په هکله په "احمقانه نظریه" تورن کړ.

دا بیانیه په داسې مهال وه چې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او دفاع وزیر لویډ استین د سوېلي کوریا چارواکو سره لیدنه درلوده.

له شمالي کوریا سره د تماس نیولو لپاره یوه ډيپلوماټیکه لار هم په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد د استازي دفتر ته پیغام لېږل دي.

دا هرڅه په داسې مهال دي چې د شمالي کوریا رسنیو تر اوسه ولسمشرۍ ټاکنو کې د جو بایډن بریالیتوب په رسمیت نه دی پېژندلی.