امرخېل: د کابل پوهنتون د برید طراح ونیول شو

یو شمېر محصلین په دغه ټولګي کې ووژل شول.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح،

یو شمېر محصلین په دغه ټولګي کې ووژل شول.

د افغانستان ختیځ کې د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل وايي، د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې د کابل پوهنتون د برید طراح یا پلانګر ونیول شو.

پر کابل پوهنتون د تېر نومبر پر ۲ د دریو کسانو برید کې ۲۲ کسان ووژل او ۴۰ ټپیان شول چې ډېری یې زدکوونکي وو.

له دې مخکې هم دغه برید کې ځینې ښکېل کسان ونیول او محاکمه شول.

اوس د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل خپل فیسبوک کې لیکلي چې د دې برید طراح د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې له دوو نورو شکمنو کسانو سره شپنیو عملیاتو کې نیولی دی.

د نوموړي نوم حضرت علي ښودل شوی چې په دریو نورو نومونو- ابو سعید اعظم، شاهین ننګرهاري او حمزه خراساني- هم مشهور دی.

ضیاالحق امرخېل زیاتوي، چې دغه تورن کس د داعش ډلې مشرانو سره اړیکه هم درلوده:

"نیول شوي حضرت علي د کابل پر پوهنتون ډلیز برید طرحه کولو ترڅنګ د داعش ډلې مشرانو سره او آن په عراق، سوریه او د بلجیم هیوادونو د داعش غړو سره اړیکې درلودي او هم یې د عامه ولسونو په زړونو کې د ویرې خپرولو په موخه د یادې ترهګرې ډلې لپاره تبلیغات کول. "

د کابل پوهنتون برید

د عکس سرچینه، NENGARHAR GOV

د کابل پوهنتون له برید وروسته "اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې ته منسوبه یوه اعلامیه کې ادعا وشوه چې برید د دغې ډلې کار دی. که څه هم وروسته دغې ډلې ته داسې منسوبه وېډیو هم خپره شوه چې دغه برید کې یې د داعش ښکېلتیا ردوله.

د تېر نومبر پر څوارلسمه د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، د دې برید د پلانولو هسته یې نیولې ده.

د روان کال د جنورۍ پر ۲۱ کورنیو چارو وزارت وویل، چې د عادل په نوم دغه کس پر اعدام محکوم شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت تر خبرې یوه ورځ مخکې د افغانستان سترې محکمې خپل فیسبوک کې د دې برید د پلانګر یا طراح او نورو مجرمانو د محاکمې بې غږه ژوندی بهیر خپراوه.