د افغانستان دفاع وزارت: طالبانو کندهار کې یو ستر پل ویجاړ کړ
د افغانستان دفاع وزارت وايي طالبانو د هېواد د سوېل کندهار ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یو ستر پل ویجاړ کړی او ځايي خلک یې تګ راتګ کې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د دفاع وزارت ویاند فواد امان بي بي سي ته وویل د طالبانو کسانو د تېرې ورځې سهار (چارشنبه د وري/حمل ۴مه) ارغنداب ولسوالۍ کې د 'سرکاري باغ پل' پر سر له چاودیدونکو توکو ډک مازدا ډوله موټر ته چاودنه ورکړه.
نوموړی وايي دغه موټر کې د کور وسایل بار وو، کله چې د پله سر ته ورسېد چاودنه یې وکړه او د پل یوه برخه یې ویجاړه کړه.
د نوموړي په وینا دې چاودنه کې یوه ښځه او سړی چې د پېښې پر مهال په موټر کې له پله تېرېدل وژل شوي دي.
ځايي خلکو هم بي بي سي ته ویلي چې د دولت وسله والو مخالفانو ارغنداب کې یو مهم پل چې د سیند دواړو غاړو ته یې زرګونه کورنۍ سره تړلې، ویجاړ کړی دی.
دوی وايي د پله ړنګېدو له ستونزو سره مخامخ کړي او خلکو ته تګ راتګ ستونزمن شوی دی.
د سیمې یوه اوسېدنکي یونس سرپاس بي بي سي ته وویل د ښوونځي له زدکوونکو نیولې تر هټیوالو او سوداګرو زرګونو کسانو له دې پله ګټه اخیسته.
د کندهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دولت وسله والو مخالفانو په دې وروستیو کې دغه ولایت کې سلګونه پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس بي بي سي ته ویلي، د دولت مخالفو ځواکونو له ۱۳۹۲ کال راهیسې د هېواد په کچه نږدې ۸۰۰ پلچکونه، ۴۰ ستر پلونه او تر زرو ډېرو ځایونو کې سړکونه ویجاړ کړي دي.
د نوموړي په وینا د پلونو، پلچکونو او سړکونو ویجاړېدو خلک له ستونزو سره مخامخ کړي، دغه وزارت ځینې بېرته رغولي او د نورو د رغولو پلان هم لري.
وړاندې د افغانستان د غور ولایت دولتي چارواکو هم ویلي و چې د طالبانو کسانو دغه ولایت کې د پلونو او سړکونو په ویجاړولو لاس پورې کړی دی.
طالبانو تر دې دمه ارغنداب کې د ړنګ شوي پل په تړاو څه نه دي ویلي، خو وړاندې یې په وار وار له دې انکار کړی چې د دوی کسان ګواکې ټولګټو تاسیساتو ته زیان اړوي.