''د 'اسیا زړه - استانبول بهیر' غونډه پر دوشنبه تاجکستان کې پیلېږي''

محمد اشرف غني او د هغه تاجکستانی سیال امام علي رحمان به دغه کنفرانس کې وینا وکړي.

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

محمد اشرف غني او د هغه تاجکستانی سیال امام علي رحمان به دغه کنفرانس کې وینا وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د اسیا زړه - استانبول بهیر نهمه غونډه به د راتلونکې دوشنبې او سې شبنې پر ورځو د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې ښار کې تر سره شي، چې د یاد بهیر د بهرنیو چارو وزیران او د یو شمېر نړیوالو بنسټونو مشران به پکې ګډون وکړي.

د افغان سولې په تړاو د اجماع پياوړتیا او پرمختګ د دې ناستې سرلیک یاد شوی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه تاجکستانی سیال امام علي رحمان به هم په دغه غونډه کې وینا وکړي.

دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد بي بي سي ته وویل، افغان حکومت د دغې غونډې له ګډونوالو تمه لري چې د سولې له روان بهیره ملاتړ وکړي.

د اسیا زړه - استانبول بهير د ۲۰۱۱م عیسوي کال د نومبر پر ۲ د ترکیې استانبول کې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شو .

د دې بهیر یوه موخه په افغانستان کې سوله او د دغه هېواد له څنګلوریو ګاوندیانو سره اړیکي دي، چې پکې د ترهګرۍ، نشه يي توکو، بې وزلۍ او توندلارۍ له منځه وړلو لپاره لارې چارې لټول کېږي.

د دې بهیر اتمه ناسته په ۱۳۹۸ کال کې د ترکیې په استانبول ښار کې د سولې، مشارکت، او ځان بساینې تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه.

د بهیر غړي څوک دي؟

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

۲۰۱۲ کال کې افغانستان کې اسیا زړه غونډه چې د ۴۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پکې ګډون درلود

د افغانستان ګاونډيو او سيمه ييزو هيوادونو تر څنګ روسيه، هند، سعودي او عربي متحده امارات هم د استانبول بهير غړيتوب لري.

د امريکا متحده ايالتونه، برتانيا، د اروپايي ټولنې ځينې غړي هېوادونه او ملګري ملتونه د دغه بهيره ملاتړ کوي.

د اسيا زړه بهیر نور ګډونوال د ناټو، سارک او ملګرو ملتو په ګډون د ١٢ سيمه ييزو او نړيوالو موسسو استازي دي.

د اسیا زړه استانبول بهیر نهمه غونډه داسې حال کې کېږي، چې د افغان سولې خبرې خبرې حساس پړاو ته رسېدلي دي.

د دې هڅو د ګړندیتوب لپاره تېره پنجشنبه په مسکو کې د روسیې د حکومت په کوربتوب غونډه جوړه شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو له استازو سره سره د امریکا، پاکستان، روسیې او قطر استازو هم پکې ګډون درلود.

ټاکلې شوې یوه ورته غونډه راتلونکې اپرېل میاشت په ترکیه کې هم جوړه شي.

تېره اونۍ په افغان حکومت کې یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني په پام کې لري چې د ترکیې په غونډه کې له طالبانو سره د سیاسي جوړجاړي لپاره له وخت وړاندې د ټاکنو وړاندیز هم وکړي.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې یاد شي وایي، د ولسمشر غني د وړاندیز له مخې به لومړی د شپږو میاشتو لپاره اوربند کېږي او له هغه وروسته به له وخته وړاندې ټاکنې کېږي.