افغان حکومت وايي،: که بهرني ځواکونه سولې ته له رسېدو وړاندې ووځي، د کورنۍ جګړې شونتیا شته

افغان حکومت وايي،: که بهرني ځواکونه سولې ته له رسېدو وړاندې ووځي، د کورنۍ جګړې شونتیا شته

افغانستان حکومت وایې که بهرني ځواکونه سولې ته له رسېدو وړاندې له افغانستانه ووځي، نو د کورنۍ جګړې شونتیا شته.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار دغه څرګندونې د امریکایې استخباراتو د هغې اندیښنې په اړه وکړې چې که بهرني ځواکونه ووځي او هلته د ټول ګډونه حکومت او سولې هوکړه نه وي شوې، طالبان به د بریا لپاره جګړه سخته کړي.

خو افغان چارواکي خبرداری ورکوي چې دوی د هر ډول جګړې لپاره تیاری لري او غوره به دا وي چې طالبان ورسره سوله وکړي.

طالبانو د افغان چارواکو ددې نویو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو دغې ډلې له دې وړاندې خبرداری ورکړی که امریکا د دوحې هوکړې خلاف په ټاکلې نېټه سرتېري و نه باسي په بهرنیو ځواکونو به بیا بریدونه پیل کړي.