د جاني خېلو پېښې لاریون بنو بازار ته ورسېد؛ "منظور پښتین او محسن دوړ نیول شوي"

  • خدای نور ناصر
  • بي بي سي اسلام اباد
شکار، بنوں، جانی خیل، شکار، ہلاک

د عکس سرچینه، Courtesy Rufhan Khan

د عکس تشریح،

نږدې اوه ورځې دا پرلت بنو کې روان و.

د خیبر پښتونخوا ایالت د بنو په جاني خېلو کې تر یوې اونۍ پرلت وروسته نن یکشنبه دغو پرلتوالو د پلازمېنې اسلام اباد پر لور له څلورو مړیو سره لاریون پیل کړ او اوس بنو بازار ته رسېدلي.

په جاني خېلو کې تېره یکشنبه د څلورو زلموټو د مړیو تر موندلو وروسته هلته په سلګونو کسانو پوره اونۍ پرلت کړی و، چې غوښتنې یې ونه منل شوې او نن یې لاریون پیل کړ.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو شمېر فعالان وايي، منظور پښتین او محسن دوړ دواړه نیول شوي، خو پولیس تراوسه د دوی نیول نه دي تاييد کړي.

د دې فعالانو په خبره ښاغلی پښتین د پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې او محسن دوړ په کرک سیمه کې هغه مهال پولیسو نیولي، چې دواړه د پرلت پر لور ور روان ول.

بلې خواته په پېښور کې چارواکي وايي، ددغه ایالت اعلی وزیر محمود خان بنو ته رسېدلی او هملته به له لاریون کوونکو سره مذاکرات کوي.

لاریون ولې پیل شو؟

په جاني خېلو کې څلور زلمیان چې عمرونه یې له دیارلسو بیا تر اتلسو کلونو پورې وو، شاوخوا یوه میاشت وړاندې تري تم شوي وو او تېره اونۍ یې مړي وموندل شول.

په همغه ورځ ځايي پولیسو بي بي سي ته وویل چې په دغو زلموټو کې د یو سر پرې کړی مړی، بل په ډزو او دوه نور په تیږو ویشتل شوي او وژل شوي دي.

د عکس سرچینه، Social Media

د عکس تشریح،

وژل شوي ځلموټي چې پر ښکار وتلي وو.

د دې زلمیانو کورنۍ وايي، دوی څلور واړه له کور په ښکار پسې وتلي وو چې وروسته ورک شوو.

دا لاهم څرګنده نه ده چې دغه زلمیان چا او ولې وژلي دي.

په دې لاریون کې د بنو ځايي خبریال ګوهر وزیر هم دی.

ښاغلي وزیر له بي بي سي سره خبرو کې وویل لاریون دا وخت بنو ته څېرمه پر ټوچي پله پولیسو درولی او د بنو پر لور یې نه پرېږدي.

د پولیسو له خوا د لاریون مخنیوي هڅه

خبریال ګوهر وزیر وايي، حکومتي چارواکي لاریونوالو ته وایي چې همدلته دې له دوی سره مذاکرات وکړي خو لاریونوال پولیسو ته وايي چې دوی دې د تحصیل ډومېل دامي پله ته پرېږدي، هملته به بیا دوی له حکومتي چارواکو سره خبرې وکړي.

د پښتو ژغورنې غورځنګ یو مشر او د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم خپل ټوېټ کې لیکلي چې جاني خېل پرلت د اسلام اباد لور ته خوځېدلی او دوی به هم ور سره یو ځای شي.

نوموړی هم خپل ټوېټ کې زیاتوي چې د څلورو زلموټو شکنجه شوي مړي صوبايي او مرکزي حکومت له پام غورځولي و، خو اوس پولیس دې پرلتوالو ته اجازه نه ور کوي:

"دوی کرک کې پولیسو درولي دي: حکومت دا جبهه درولی نه شي چې د نورو تلفاتو مخنیوي غواړي، موږ به شاتګ ونه کړو. "

بلې خواته حکومتي سرچینې وايي د خیبر پښتونخوا د ایالتي وزیر ملک شاه محمد خان وزیر په مشرۍ یو حکومت پلاوی په بنو کې د دغه لاریون له مشرانو سره د خبرو لپاره هلته رسېدلي دي.