د بشري حقونو کمیسیون: د سولې بهیر کې دې معلولینو ته ونډه ورکړل شي

معلولین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي معلولین د جنګ اصلی قربانیان دي نو باید د سولې په خبرو کې د هغوی ځای مشخص شي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون په تازه راپور کې راغلي چې په هېواد کې دې معلولینو ته د سولې په پروسه کې ونډه ورکړل شي.

دغه بنسټ ویلي، معلولین د جنګ اصلی قربانیان دي نو باید د سولې په خبرو کې د هغوی ځای مشخص شي.

له دې سره د بشري حقونو کمیسیون په خپل ننني (یکشنبه د وري اتمه) خپور کړي راپور کې د معلولینو د شمېر زیاتوالي د مخنیوي په موخه د اوربند رامنځته کېدو او د جنګ پای ته رسېدو غوښتنه کوي.

دغه غوښتنه داسې مهال کېږي چې د افغانستان د سولې خبرو بهیر چټګ شوی او ټاکل شوې چې په نژدې راتلونکې کې د امریکا په مشرۍ د طالب استازو، دولت او نړیوالې ټولنې په ګډون ترکیه کې د افغان سولې په اړه ناسته تر سره شي.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون تازه څېړنه د افغانستان له ۲۲ ولایتونو څخه د ۱۵۰۰ معلولو کسانو له نظرونو څخه تر تیب شوې چې د هغوی شل سلنه یې ښځې دي.

د یاد کمیسیون څېړنه ښيي چې د افغانستان تر ۱۳ سلنه ډېر خلک یا ۴،۵میلیونه وګړي معلول دي چې د تېرو ۱۴ کلونو په پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښیي.

د ویډیو تشریح،

د افغان معلولینو ستونزې

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره شهرزاد اکبر وایي، د هرې ورځې په تېرېدو سره د معلولو وګړ شمېر په ډېرېدو دی او دغو وګړو ته د ژوند د اسانتیاوو برابرول یو له اړینو ضرورتونو څخه دی چې دولت باید ورته پام وکړي.

بشري حقونو خپلواک کمیسیون وایي، له ۴۰ سلنه معلولو وګړو سره په تر سره شویو تازه مرکو کې هغوی د خپل معلولیت لامل جنګ او چاودنې ښودلې دي.

په افغانستان کې د معلولینو د بشري حقونو وضعیت

د بشري حقونو خپلواک کمسیون تازه څېړنه ښیي چې ۳۸ سلنه معلول وګړي د معلولیت له امله په کورونو او ټولنه کې له تاوتریخوالي، سپکاوي او زور زیاتي سره مخ شوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

توپیري چلن، فساد، په دولتي ادارو کې بروکراسي او د جنګ له امله نه معلولیت د محرومیت عمده لاملونه یاد شوي. په دولت کې ثبت شوي معلول وګړي هر یو د میاشتې پنځه زره افغانۍ (۷۰ ډالر) تنخوا تر لاسه کوي.

ددغه راپور پر بنسټ له شویو مرکه کوونکو څخه یې ۷۱ سلنه معلول وګړي زده کړو ته لاسرسی نه لري. دلارې لېرې والی، د ښوونځیو له لوري د دوی نه منل، د لازمو اسانتیاوو نه شتون،د کورنیو مخنیوی، اقتصادي ستونزې او د دوی نه لېوالتیا یې عمده لاملونه په ګوته کوي.

بلخوا بیا ۸۱ سلنه معلول وګړي د روغتیایي اسانتياوو له نه شتون څخه شکایت کوي.

له دغو وګړو ۶۸سلنه یې د کار کولو له حق څخه محروم دي. د معلولیت پر بنسټ د استخدام په پروسه کې د دوی سره توپیري چلند، د قانون نه رعایت، جسمي ناتواني، د سواد د کچې ټیټوالی او د کورنیو له لورې د دوی له کار کولو سره د رضایت نه شتون د دغه ستونزې عمده لاملو ښودل شوي.

له ۴۵سلنې څخه ډېرو دغو کسانو ویلي، د دولت له لورې دوی ته د قانوني تنخوا څخه هم محروم پاتې شوي.

توپیري چلن، فساد، په دولتي ادارو کې بروکراسي او د جنګ له امله نه معلولیت د محرومیت عمده لاملونه یاد شوي. په دولت کې ثبت شوي معلول وګړي هر یو د میاشتې پنځه زره افغانۍ (۷۰ ډالر) تنخوا تر لاسه کوي.

د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون له دولت څخه د ښوونیز چاپیریال د پراختیا، سمبالتیا او په دولتي ادارو کې د معلولینو استخدام د کړنلارې د بیا کتنې غوښتنه کړې او ویلي دي چې له معلولینو څخه د ټولنیز ملاتړ په موخه دې روغتیایي، روزنیز او اقتصادي پروګرامونو ته پراختیا ورکړل شي.

د عکس تشریح،

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي په افغانستان کې ۴٫۵ میلیون وګړي معلول دي.

د ورستیو اعلان شویو شمېرو له مخې اوس له یو سلنې څخه کم شمېر د دولت کارمنان معلولین دي چې د هغوی ټول شمېر ته په کتو دغه وڼډه کمه ده.

دافغانستان د معلولینود حقوقو او امتیازاتو قانون کې، په ډېرو برخو کې معلولو وګړو ته اسانتیاوې په نظر کې نیول شوي خو ډېر کم لیدل کېږي چې عملي شوې دې وي.