پاریس کې یوځای د‍ قوماندان احمدشاه مسعود په نامه نومول شوی

.
د عکس تشریح،

د احمدشاه مسعود زوی، احمد مسعود، پاریس کې د مسعود له لوحې څخه د پردې پورته کولو پرمهال.

د مارچ په ۲۷مه د پاریس ښاروالې او د ښاروالۍ ځینو غړو، د احمدشاه مسعود د زوی، احمد مسعود او د قوماندان مسعود د ځینو پلویانو په ګډون یولړ مراسمو په ترڅ کې د پاریس په اتمه ناحیه کې له یوې لوحې څخه چې د قوماندان مسعود نوم ورباندې لیکل شوی و پرده پورته کړه.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر ،عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي هم دغو مراسموکې ګډون درلود.

د پاریس ښاروالې، ان ایدالګو، په دې اړه په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي و چې نن سهار مو د شانزه لیزې په یوه بڼ کې یو ګذر د احمدشاه مسعود په نامه پرانیسته.

په ۱۳۸۱ کال کې د افغانستان لویې بېړنۍ جرګې احمد شاه مسعود ته د 'ملي قهرمان ' لقب ورکړی و.

د عکس سرچینه، @Anne_Hidalgo

د عکس تشریح،

د پاریس ښاروالې اغلې ان ایدالګو د پاریس په دې مراسموکې وینا وکړه.

احمدشاه مسعود د افغانستان د اوږدې کورنۍ او خونړۍ جګړې یو برخه وال قوماندان و چې هېواد کې هم پلویان او هم مخالفین لري.

د پاریس ښاروالې اغلې ان ایدالګو د پاریس په دې مراسموکې وینا وکړه.

هغې وویل د احمدشاه مسعود په نامه پاریس کې ددې ځای په نومولو سره ، له هغه څخه د ازادۍ او د ښځو د حقونو د نړېوال مبارز په توګه نمانځنه کوو.

د احمد شاه مسعود زوی، احمد مسعود په دې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل پلاریې شل کاله وړاندې د اروپا د پارلمان په بلنه پاریس ته راغلی و او د نړیوالې ترهګرۍ پرضد یې مبارزه کوله.

هغه وویل زه هم له فرانسې سره خپله ژمنه بیا تازه کوم . هغه وویل په داسې حال کې چې افغانستان په یو حساس پړاو کې دی ډیموکراتیک حقونه او عمومي ازادۍ ګانې چې تېرو کلونوکې ترلاسه شوي باید وساتل شي.

هغه زیاته کړه چې فرانسې د افغانستان په جګړه کې د خپلو ۹۰ تنو عسکرو له لاسه ورکولو سره د ازادۍ د مبارزې بیه پرې کړېده.

د عکس تشریح،

په دې مراسمو کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ګډون کړی و.

پدې مراسوکې د احمدشاه مسعود یوشمېر پلویانو هم برخه درلوده.

احمدشاه مسعود د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې دوه ورځې وړاندې د دوو تنو ځان وژونکو له خوا چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي و په افغانستان کې ووژل شو.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د فرانسې له بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان سره د تیلیفوني خبرو په ترڅ کې د احمدشاه مسعود په نامه پاریس کې د یوځای د نومولو له امله مننه وکړه.

فرانسې په ۱۹۸۰ مه لسیزه کې چې احمدشاه مسعود د شوروي ځواکونو پرخلاف جنګېده له هغه ملاتړ کاوه.

احمدشاه مسعود د کابل د استقلال په لیسه کې چې د فرانسویانو په مرسته چلېده زدکړه کړې وه.