د بښنې نړیواله اداره؛ ۴ میلیونه بېځایه شوي افغانان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

  • ابراهیم ساپی
  • بي بي سي کابل
کډوال

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

د بښنې نړیوال سازمان وايي، بې ځایه شوي د کورونا خطر سره هم مخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې څلور میلیونه بې ځایه شوي بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او هم د کورونا وېروس د اخته کېدو ګواښ سره مخ دي.

دا اداره وايي په هرات، کابل او ننګرهار کې یې د کډوالو کمپونو کې له بې ځایه شویو سره خبرې کړې چې هر کمپ کې له زرو زیاتې کورنۍ وې او له سختو اقتصادي ستونزو یې شکایت درلود.

د سویلي اسیا لپاره د دغه سازمان څانګې په یوه اعلامیه کې ويلي، خواړه، د پاکو اوبو او ځای نشتون د دغو کډوالو عمده ستونزې دي.

تاج محمد د بلخ د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو د حکومت او طالبانو جګړې اړ کړ چې خپله سیمه پرېږدي او مزار ته کډه شي.

نوموړي بي بي سي ته وویل، اوس یې کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو کړېږي.

"خېمو کې ژوند کوو، خوراکي مواد نشته، کار نشته، ماشومان ځي پلسټیک ټولوي، چا مرسته هم نه ده کړې، دلته کونډې او غریبان دي. "

نوموړی وايي، کومې مرستندویه ادارې یې هم لاسنیوی نه دی کړی.

له حکومت او مرستندویانو غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغان حکومت وايي، تېر کال یې له یو لک ۱۶ زره کورنیو سره مرسته کړې ده.

د بښنې نړیواله اداره هم پر حکومت او مرستندویه ادارو غږ کوي چې کورنیو بې ځایه شویو ته مرستې برابرې کړي.

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي ، دوی په تېر یوه کال کې شاوخوا ۱۱۶ زره بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته کړې ده.

د دغه وزارت سلاکار عبدالباسط انصاري وایي، دوی هر کال هغو کورنیو ته لومړیتوب ور کوي چې تازه بې ځایه شوې وي:

"اول یې سروې کوو، بیا مرسته کوو، خو ټول دغه کډوال مستحق نه دي. "

د افغانستان د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي په ۱۳۹۹ کال کې د وسله والو مخالفانو او امنیتي ځواکونو د جګړو له امله له نیم میلیونه زیاتو کسانو خپلې مینې پریښي دي.

د دې وزارت د مالوماتو له مخې فراه، نیمروز، هلمند او کندهار کې تر نورو ولایتونه ډېر خلک بې ځایه شوي دي.

تېرو دریو میاشتو کې

د عکس سرچینه، Getty Images

دا وزارت اندېښنه ښيي که روان کال کې جګړه کمه نه شي، وېره شته چې کورني بې ځایه شوي نور هم زیات شي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغګرې ادارې یا اوچا تېره اونۍ وویل د ۲۰۲۱ کال په دریو لومړیو میاشتو کې د نا امنیو له امله له ۵۰ زرو ډېر افغانان له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

په اوچا په راپور کې راغلي له ختیځو ولایتونو په دغه موده کې کابو اتلس زره کسان بېځایه شوي چې تر نورو ولایتونو یې شمېر زیات دی.

ننګرهار، کندهار او فاریاب هغه ولایتونه دي چې د ۲۰۲۱ کال په لومړیو دریو میاشتو کې یې د جګړو له امله زیات بې ځایه شوې کسان لرل.