د افغانستان ملي امنیت د القاعده " د یوه مهم غړي" د وژلو ادعا کوي

انځور د التاجکي دی.

د عکس سرچینه، NDS

د عکس تشریح،

انځور د التاجکي دی.

د افغانستان ملي امنیت ریاست وايي، د دغه ریاست ځانګړو ځواکونو د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د القاعد شبکې یو مهم غړی او د طالبانو یو قومندان وژلی دی.

ملي امنیت اداره خپله خبرپاڼه کې زیاتوي په ابو محمد التاجکي مشهور دولت بیګ تاجکی د تاجکستان وګړی او په هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې مهم غړی و.

دا اداره زیاتوي، له نوموړي سره د طالبانو وژل شوی قومندان چې په حمزه مهاجر مشهور و اصل نوم یې حضرت علي او د وزیرستان اوسېدونکی و.

ملي امنیت اداره دا دوه کسان د طالبانو او القاعده د "ګډو خونړیو او پېچلو بریدونو اصلي پلان جوړونکي" بولي او زیاتوي "دې کسانو د دواړو ډلو ترمنځ د اړیکې او په غزني، لوګر او زابل کې د طالبانو د تمویل، تجهیز او پوځي روزنې مسوولیت درلود. "

ملي امنیت د دې دوو کسانو د وژلو په هکله وايي: "کشفي ځواکونو په غزني کې د دې کسانو د فعالیت ځای تثبیت کړ او کله چې پکتیکا ولایت ته د وسلوالو طالبانو د تجهیز او تمویل لپاره تلل، په داسې حال چې د عملیاتو له ځای یې تېښته کوله ځانګړو ځواکونو ووژل. "

وسلوالو طالبانو تراوسه د ملي امنیت د نوې ادعا په تړاو څه نه دي ویلي او مخکې یې بیا بیا ویلي چې دا ډله له القاعده سره اړیکې نه لري. تراوسه پورې په خپلواکه توګه هم په دې اړه څه نه دي ویل شوي

ملي امنیت د تېر اکټوبر پر ۲۵ هم وویل، د غزني ولایت په اندړ ولسوالۍ کې یې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو کې د القاعدې شبکې دویم مهم مشر ابو محسن المصري وژلی و.

ابو محسن المصري د امریکا د فدرالي پلټنې ادارې یا ایف بي ايی د هغو کسانو په نوملړ کې دی او دغه اداره یې د نیولو په لټه کې وه.

د امریکا او طالبانو د ۲۰۲۰ کال د فرورۍ ۲۹ د سولې تړون له مخې دا ډله د القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکي ختموي.

خو د امریکا مالیې وزارت د ۲۰۲۰ کال یادښتونو کې چې د تېرې جنورۍ وروستیو کې "لانګ وار ژورنال" ورته لاسرسی موندلی و راغلي چې طالبان لا هم القاعده شبکې سره اړیکي پالي.

د امریکايي ادارې د دې رپوټ په غبرګون د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و دوی د دوحې تړون ته ژمن دي او د نوموړي په خبره دا "راپور د غلطو معلوماتو په اساس د مغرضو او جنګ غوښتونکو کړیو لخوا برابر شوی دی."