ننګرهار: د دریو روغتیاپالو له وژل کېدو وروسته د پولیو ضد واکسین وځنډول شو

واکسین

د عکس سرچینه، Science Photo Library

افغان حکومت د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد کې د دریو واکسیناتورو تر وژل کېدو وروسته په دغه ولایت کې د پولیو ضد واکسین وځنډاوه، خو نورو ولایتونو کې به دا لړۍ روانه وي.

د سې شنبې په ورځ په دوو جلا بریدونو کې دا واکسیناتورې د روان کمپاین په دویمه ورځ جلال اباد ښار کې ووژل شوې.

د سې شنبې په ورځ په دوو جلا بریدونو کې دا واکسیناتورې د روان کمپاین په دویمه ورځ جلال اباد ښار کې ووژل شوې چې له کبله یې پراخ غبرګونونه راپاریدلي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د افغانستان روغتیا وزارت د واکسین برخې مشر میراجان راسخ بي بي سي ته وویل، دوی به بیا پرېکړه کوي چې کله په دغه ولایت کې د واکسین اوسنی پروګرام پلی کړي.

بل لور ته د بښنې نړیوال سازمان په ننګرهار کې د واکسین کوونکو مېرمنو د وژل کېدو پېښې په هکله د ''سملاسي تحقیق '' غوښتنه کړې. د دې ادارې په یوه اعلامیه کې ویل شوي، ''دې ناوړه عمل پایله کې هغه ښځې وژل شوې، چې خپل ژوند یې د افغان ماشومانو خوندیتوب ته وقف کړی و. ''

په دا مهال د افغانستان ولسي جرګې د کورني امنیت کمېټې د دې دریو واکسیناتورو د وژل کېدو د پلټنې غوښتنه کړې ده.

افغانستان له پاکستان وروسته نړۍ کې یواځنی هېواد دی چې ډېر ماشومان پکې پولیو کېږي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د پولیو ضد کمپاین د یونیسف او روغتیا نړيوال سازمان په همکارۍ په ټول هېواد کې پیل کړ چې تر جمعې به روان وي.

د عکس سرچینه، Getty Images

ټاکلې ده، په دې کمپاین کې له ۵ کلونو کم عمره ۹.۶ ميلیونه ماشومان واکسین شي.

پروسږکال په افغانستان کې د ګوزن ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې لویه برخه یې په سویلي ولایتونو کې وه.

خو سږ کال تراوسه د ماشومانو د فلج یوه پېښه د غزني په اندړ ولسوالۍ کې درج شوې ده.