تخار کې د عالمانو شورا مشر او لوګر کې پوځي چارواکی ووژل شول

د تخار د عالمانو شورا مشر

د عکس سرچینه، د تخار پولیس

د عکس تشریح،

د تخار د عالمانو شورا مشر

د افغانستان شمال ته تخار کې د عالمانو شورا رییس مولوي عبدالصمد محمدي د مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د تخار د امنیه قومندانۍ ویاند خلیل اسیر بي بي سي ته ویلي چې د مولوي عبدالصمد په موټر دا چاودنه نن له غرمې وروسته د تالقان ښار د دویم سړک سیمه کې شوې ده.

دې چاودنه کې د تخار د عالمانو شورا د رییس د موټر چلوونکی او دوه نور کسان سخت ټپي شوي هم دي.

پولیس وايي ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.

د تېرو ورته نورو پېښو په څېر د دې چاودنې مسئولیت هم تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

له بلې خوا د ۲۰۳ تندر قول اردو د دوهمې لېوا درستیزوال ډګروال فریدون فیاض هم نن له خپل ساتونکي سره د لوګر مرکز کې وژل شوی دی.

ویل کېږي نوموړی پکتیا ته روان و، چې ووژل شو. وسلوالو طالبانو د نوموړي د وژلو مسئولیت اخیستی او وايي له څلورو ساتونکو سره یې وژلی دی.

له بلې خوا د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د مرکز په کلفت بندر کې نن شاوخوا یوه بجه چاودنه شوې چې د یو ماشوم په ګډون دوه ملکي کسان پکې وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ نور ټپي دي.

د بلخ امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل وايي چاودیدونکي توکي په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوي وو.

نوموړی زیاتوي چې په دې پېښه کې د ملي اردو درې سرتیري هم برسېرن ټپي شوې دي.

د دې چاودنې مسئولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.