نړیوال بانک:د افغانستان د سړي سر کورنی ناخالص تولید تر ټولو هېوادو کم دی

  • محمد ندیم اشرف
  • بي بي سي
افغانستان

د عکس سرچینه، AFP

نړیوال بانک وايي، د افغانستان کورني ناخالص تولیدات به په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې په ترتیب سره یو سلنه او دوه اعشاریه شپږ سلنه وده وکړي. کورونا وېروس، بې ثباتي، د نړیوالو مرستو کمښت او د تاوتریخولي ډېروالی د دغې ودې د کمښت لاملونه بلل شوي دي.

نړیوال بانک ویلي دي چې افغانستان د نړۍ په کچه تر ټولو کم د سړي سر ناخالص کورني تولیدات لري.

دغه ادارې په ورته وخت کې وړاندوینه کړې چې افغانستان به د کرنې له اړخه په روان کال کې شاوخوا پنځه اعشاریه شپږ سلنه وده وکړي.

نړیوال بانک له دې وضعیت د وتلو لپاره وړاندیز کړی دی، له افغانستان سره بهرنۍ مرستې دوام وکړي، د جګړې پای ته رسولو لپاره لارې ولټول شي او له ځمکنیو سرچینو ګټه واخیستل شي.

افغان حکومت روان کال تر ۳ سلنې د اقتصادي ودې وړاندوینه کړې ده.

د نړیوال بانک په دغه رپوټ کې د افغانستان په ګډون د سویلي اسیا هېوادونو د ناخالصو تولیداتو د ودې کچه په کورونايي حالت کې څېړل شوې ده.

نړیوال بانک وايي، دغه هېوادونه به په ټولیزه توګه په ۲۰۲۱ کال کې ۷،۲ سلنه او په ۲۰۲۲ کال کې ۴،۴ سلنه اقتصادي وده ولري.

په دغه رپوټ کې د افغانستان لپاره په روان کال کې یو سلنه او په راتلونکې کال کې د ۲،۶ سلنې اقتصادي ودې وړاندوینه شوې ده.

نړیوال بانک وايي چې کورونا وېروس په افغانستان کې اقتصادي او ټولنیزې ستونزې لا پراخې کړې او د کورونايي محدودیونو چې سرحدونه پکې وتړل شول، د قرنطین دوره وه او سوداګرۍ له خنډ سره مله وه د بې وزلۍ په کچه کې یې زیاتوالی راوست.

بل لور ته د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تمه لري چې په روان کال کې د سوداګریزو راکړو ورکړو له درکه یو نیم میلیارد ډالر عواید ترلاسه کړي. د دغه وزارت ویاند فواد احمد بي بي سي ته وویل، ژر به د څو لویو بنسټیزو پروژو کارونه هم پیل شي.

نړیوال بانک وايي چې سیاسي بې ثباتي، د بنسټونو کمزوري، نا امنۍ او له افغانستان سره د نړیوالو مرستو کمښت د کورونا وېروس له اغېزو د رواتلو پړاو ورو کړی دی. دغه راز د عوایدو او له افغانستان سره د مرستو کموالی د دغه کمښت نور لاملونه په ګوته شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

کورونا وېروس د دغې ودې د کمښت له لاملونو یو بلل شوی

نړیوال بانک تمه ښودلې چې په مخکې کال کې صنایع او چوپړونه د کورونا له امله کړکېچن حالته راووځي خو د وچکالۍ یادونه یې کړه ده چې د یوه خطر په توګه کرنیز محصولات ښايي زیانمن کړي.

دغې ادارې وړاندوینه کړې ده چې د افغانستان کرنیز محصولات به ۵،۶ سلنه وده وکړي.

نړیوال بانک ویلي دي چې د کورونا وېروس له امله ټول هېوادونه په تېره افغانستان، مالدیپ او سریلانکا ډېر اغېزمن شوي دي.

د یادې ادارې په خبره، د وړاندوینو خلاف په دغه سیمه کې د کورونا وېروس له امله د مړینې شمېرې کمې وې په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې په کورونا وېروس د اخته کسانو له ډلې ۴،۳۹ سلنه ناروغانو ژوند بایللی.

اوس نړیوال بانک هېله مندي ښودلې چې د کوویډ۱۹ ناروغۍ د واکسینو له تولید سره به په سوداګریزو فعالیتونو کې ساه پوه کړای شي. دغه ادارې ټولو هېوادونو ته وړاندیز کړی دی چې د ټولې بودیجې ۴،۰ سلنه یا د روغتیايي لګښتونو څه باندې ۱۴ سلنه د کورونا وېروس ضد واکسینو ته ځانګړې کړي.

غني: درې یا څلور سلنه اقتصادي وده ستونزه نه حلوي

له دې مخکې ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې د ځوانانو په یوه غونډه کې وویل چې په ۳ یا ۴ سلنه اقتصادي وده د افغانستان ستونزه نه حل کېږي، بلکې په کلني ډول له ۸ تر ۱۲ سلنې اقتصادي ودې ته اړتیا ده.

د افغانستان اقتصادي وده تېر کال منفي ۴ سلنه وه خو د اقتصاد وزارت ویاند صبور نریمان بي بي سي ته وویل چې روان کال تر ۳ سلنې د اقتصادي ودې وړاندوینه شوې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

نړیوال بانک وړاندوینه کړې ده چې د افغانستان کرنیز محصولات به ۵،۶ سلنه وده وکړي.

د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستیو ولاړ دی، هغه مرستې چې ۴۵ سلنه یې ناخالص کورني تولیدات جوړوي او لویه برخه یې پر امنیتي برخو لګلول کېږي.

نړیوال بانک ویلي دي چې په افغانستان کې له دې وضعیت د وتلو لپاره باید نړیوالې مرستې دوام پیدا کړي، اوسنۍ سیاسي بې ثباتي حل شي او د هېواد له طبيعي سرچینو کار واخیستل شي.

دغې ادارې ویلي دي چې د افغانستان په تړاو لرلید په جدي توګه ناروښانه دی او د نړیوال امنیتي ملاتړ د کموالي ،د امنیتي وضعیت د خرابېدو او د بهرنیو مرستیو د کموالي احتمال پر خپل ځای پاتې دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پروګرامونو پر اساس چې د صادراتو او کورنیو صنایعو او محصولاتو لپاره کوم اټکل ټاکل شوی دی، د روان کال لپاره له یو نیم میلیارد د ډېرو افغانیو عوایدو وړاندوینه شوې ده او ژر به د صنعت او سوداګرۍ وزارت لخوا څو لویې بنسټیزې پروژې او صنعتي پارکونه، د غالیو اوبدلو او په افغانستان کې د پانګونې کمپاین پیل شي.