حکمتیار: هیله لرو د ترکیې غونډه کې موږ او طالبان یو دریځ ولرو

حکمتیار

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

انځور پخوانی دی.

د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د مسکو د ناستې مهم لاسته راوړنه دا وه چې د حزب او طالبانو په لوړه کچه خبرې وشوې.

ښاغلي حکمتیار دا خبره د جمعې په ورځ پلازمېنه کابل کې د خپلو پلویانو مظاهره کې وکړه.

نوموړي مسکو کې د تېر مارچ پر ۱۸ د افغان سولې بهیر ناستې په ترڅ کې د طالبانو له مرستیال مشر سره لیدنه خورا لوړه وبلله:

"زه له دې ناستې راضي یم او له خپل انتظار مې هم اوچته موندلې. "

ګلبدین حکمتیار روانه میاشت ترکیه کې جوړېدونکي غونډې ته په اشاره هیله وښوده چې دې ناسته کې دواړه ډلې(حزب او طالبان) واحد دریځ ولري: "بلکې نور هم وهڅوو چې د افغان کشالې په هکله خپل اختلافات ختم او ګډ دریځ غوره کړي. "

نوموړي نننیو خبرو کې هیله وښوده چې بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي وي، سوله ټینګه شوې وي: "او دا حکومت په داسې حکومت بدل شوی وي چې ټول ملت ته د منلو وړ وي."

طالبان هم د دوحې تړون له مخې د بهرنیو ځواکونو وتل او د دوی په خبره، داسې اسلامي حکومت غواړي چې امریکا ور سره په تړون کې منلی دی.

لنډمهالی حکومت

د عکس تشریح،

کابل کې د حکمتیار د ملاتړو لاریون

ګلبدین حکمتیار د پنجشنبې په ورځ هم یوه غونډه کې وویل، د ترکیې ناسته کې لنډمهالی حکومت غواړي او کله چې وپوښتل شو، افغان حکومت د امریکا د دې طرحې مخالف دی، نو ویې ویل: "امریکا دا حکومت جوړ کړی او خپله طرحه به پرې ومني."

حکمتیار پرون دا هم وویل، چې هرات او ننګرها رکې هم ورته لاریونونه پیلول غواړي او داسې سیمو کې به یې وسلوال غونډې کوي چې د حکومت ولکه پکې نشته.

حکمتیار پر ۲۰۱۷ کال د تړون له مخې له افغان حکومت سره د سولې تړون وکړ چې په بدل کې د دې ډلې بندیانو خوشي کېدل مهم ټکی و.

خو حکمتیار وايي حکومت له دوی سره پر کړیو ژمنو ولاړ نه دی، نه یې وسلوال حکومتي ځواکونو کې ګډ کړل شول او هم یې ځینې بندیان لا هم بندونو کې دي او نورې ژمنې هم ور سره پوره شوې نه دي.