"د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه د ملي مصالحې عالي شورا ته وسپارل شوه؛ د خلیلزاد طرحه هم ارزول کېږي"

  • یما بارز
  • بي بي سي لندن
غنی و خلیلزاد

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا وايي، دوی د افغان سولې په تړاو د ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانکړي استازي زلمي خلیلزاد طرحې د څېړولو او نظر ورکولو په موخه تر لاسه کړې دي.

په دغه شورا کې یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي د توحید د کمېټې غړړو د زلمي خلیلزاد لخوا ورکړل شوې طرحې ځینې برخو سره هوکړه کړې او ځينې نورې یې بیا رد کړې دي.

دوه ورځې کېږي چې د ملي مصالحې عالي شورا یوه کومېټه د ترکیې د غونډې لپاره د افغان سولې په تړاو د مسودو د توحید او نظرونو په اړه ناستې لري.

د یادې شورا ویاند فریون خوځون بي بي سي ته وویل، کله چې دا کومیټه خپل کار بشپړ کړي نو یوه واحده مسوده به د شورا رهبرۍ ته سپاري او د رهبرۍ د کومېټې لخوا به تصویب کېږي.

ښاغلي خوځون وویل، هیله لري چې د ترکیې په ناسته کې به د افغانستان اسلامي جمهوریت لخوا د سولې لپاره یوه واحده طرحه وړاندې شي او نظرونو همغږي به موجوده وي.

د سولې لپاره د ولسمشر غني درې پړاویزه طرحه

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح،

ولسمشر غني خپله طرحه له زلمي خلیلزاد سره هم شریکه کړې ده.

افغان چارواکي وايي د ترکيې غونډه کې د سولې لپاره به د ولسمشر غني طرحه چې پر وارمخکې ټاکنو را ټوله ده، د امريکا د طرحې د بديل په توگه وړاندې شي.

د واشنگټن طرحه د يوې ټول شمولې لنډمهالې ادارې وړانديز کوي.

افغانستان کې د جگړې ختمولو لپاره د ولسمشر غني د طرحې په تړاو ډېر جزييات تر اوسه نه و په ډاگه شوي خو رويټرز وايي داسې اسناد يې کتلي چې ښېي دغه طرحه درې پړاوونه لري.

د طرحې لومړى پړاو د پريوه سياسي جوړجاړي اجماع ته د رسېدو او پر يوه اوربند د هوکړې وړانديز کوي.

اوربند به د نړيوالو له لوري څارل کېږي.

د طرحې دويم پړاو کې د ولسمشريزو ټاکنو د ترسره کېدو يادونه شوې چې پايله يې کې د سولې حکومت جوړ او بيا د نوي سياسي نظام د جوړولو لپاره د هغو لارو چارو د پلي کولو گامونه پورته شي چې ورباندې هوکړه شوې.

افغان ولسمشر د خپل پلان په دريم پړاو کې د اساسي قانون د سمون، کډوالو د بېرته ستنولو او د پرمختيايي تدبيرونو د پلي کولو لارښوونه کوي.

د سولې لپاره ۳۰ نورې طرحې

د عکس سرچینه، FB/Abdullah Abdullah

د عکس تشریح،

عبدالله وايي، د غني طرحه د شورا په ناسته کې ياده شوې خو په تړاو يې جدي بحث نه دى شوى.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا ويلي ۲۵ ګوندونو د سولې ۳۰ طرحې ورته وړاندې کړې.

دا شورا وايي د ترکیې تر ناستې وړاندې هڅه کوي دا ټول وارزوي او بیا د سولې طرحې مسوده جوړه کړي.

پرون د پخلاينې عالي شورا د مشرتابه جرگې د دغو طرحو د ارزولو او توحيد لپاره په سپیدار ماڼۍ کې ناسته هم درلوده.

دوى په ځانگړې توگه د افغان ولسمشر د طرحې يادونه نه ده کړې خو د پخلاينې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وړاندې بي بي سي سره خبرو کې ويلي و چې د شورا په ناسته کې د دغې طرحې يادونه شوې خو په تړاو يې جدي بحث نه دى شوى.

ښاغلي عبدالله وويل د ولسمشر نظر دا دى که غواړو چې ژر يوې پايلې ته ورسېږو او طالبان يې ومني نو مخامخ وړاندې له وخته ټاکنو ته تللى شو.

ښاغلي عبدالله زياته کړه دا وړانديز هم د ترکيې په ناسته کې مخې ته کولى شو خو دا چې طالبان څومره چمتو دي چې په څو مياشتو کې مخامخ ټاکنو ته حاضر شي يوه لويه پوښتنه ده.

خو داسې رپوټونه خپاره شوې چې ښاغلي غني خپله طرحه وار له مخه افغان سولې لپاره د امريکا استازي زلمي خليلزاد او نور بهرنيو کړيو سره شريکه کړې.

د ترکیې ناسته

ترکيه کې د جوړېدونکې غونډې نېټه لا نه ده اعلان شوې خو يوې معتبرې سرچینې بي بي سي ته ویلي و ترکیه، امريکا او ملګري ملتونه سلا شوي چې د استانبول غونډه د راونې اپرېل مياشتې پر ۱۶ مه پیل شي او ١٠ ورځې به دوام وکړي.

افغان چارواکو او طالبانو ويلي چې په دې تړاو د دوى خپلمنځۍ مشورې نه دي بشپړې شوې.

د دوحې تړون له مخې ټاکل شوې افغانستان کې پاتې امريکايي ځواکونه ټول د مې تر لومړۍ نېټې له دغه هېواد ووځي

رويټرز د يوه لوړ پوړي چارواکي په وينا ليکلي چې طالبان د امريکايي ځواکونو د وتلو د وروستۍ نېټې غځولو سره سلا دي او د خپلو زرگونو زندانيانو د خوشي کېدو په بدل کې به پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کوي.

خو قطر کې د طالبانو وياند محمد نعيم بيا وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره د ټاکل شوې نېټې غځولو په اړه کوم وړانديز نه دى شوى.