کورنیو چارو وزارت: تورخم کې مساپر وهونکی سرتېری ونیول شو

Social media

د عکس سرچینه، Social media

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي د پولیسو هغه سرتیری یې نیولی دی، چې پر خواله رسنیو یوه خپره شوې ویډیو کې، د ننګرهار تورخم بندري ښارګوټي کې په لښته د مساپرو د وهلو په حال کې لیدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین نن دوشنبه (وري/حمل ۱۶مه) ویلي له سرتېري څېړنې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي له خلکو سره د پولیسو دا ډول چلن د زغم وړ نه دی.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست حیات الله حیات هم وايي، د پوليسو په لیکو کې نامسلکي کسانو ته ځای نشته:

"هر هغه اشخاص او یا کړۍ چې د پولیسو له نوم او مقدس لباس څخه ناوړه ګټه اخلي، هیڅکله به د پولیسو په سپېڅلیو لیکو کې ځای ونه لري، ځکه د پولیسو یونیفرم د باور او سکون نښه ده، نه د ډار او وحشت. "

نوموړی خپل فیسبوک کې زیاتوي: "نن سهار په تورخم ښارګوټي کې د ذاکر په نوم د پولیسو یوه افسر له خلکو سره ناوړه چلند کړی و، چې ژر تر ژره ونیول شو او قضیه یې تر څېړنې لاندې ده، چې قانوني چلند به ورسره وشي."

د دغه سرتیري ویډیو له پرون راهیسې خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او تبصرې پرې روانې دي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې مساپر د سرحدي پولیسو له دغه سرتیري غواړي چې د لښتې ګوزارونه دې نه کوي، خو هغه د دې غوښتنې پروا نه ساتي.

په تصویرونو کې دا هم ښکاري چې هر څوک د دغه سرتیري پر چلن نیوکه کوي او غبرګون ښيي، نوموړی پرې ګوزارونه کوي.

تورخم د افغانستان له ګڼې ګوڼې ډکو بندري ښارګوټو دی او هره ورځ له دې لارې زرګونه کسان پاکستان ته تګ راتګ کوي.

تر دې وړاندې هم په وار وار له تورخم خلکو سره د پولیسو د ناسم چلن خبرونه ترلاسه شوي دي.

د عکس سرچینه، Social media

د عکس تشریح،

تورخم کې د پولیس له خوا د ښځې وهلو ته هم پراخ غبرګون وښودل شو.

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې همدغه ښارګوټي کې د پولیسو د یوه سرتیري لخوا پر یوه ښځه د لښتې د ګوزارونو ویډیو خواله رسنیو ته راوتلې وه.

کورنیو چارو وزارت د هغې ویډیو تر خپرېدو او په خواله رسنیو له توند غبرګون سره تر مخامخېدو وروسته ویلي و چې د پولیسو هغه سرتیری یې د تل لپاره له نظامي دندې ایستلی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین هغه مهال ویلي و "پر ښځو لاس پورته کول د طالبانو فرهنګ" او هر څوک چې دا ظلم کوي "ترهګر دی."

ښاغلي ارین د هغې ویډیو په اړه هم ویلي و چې پخوانۍ ده، خو په هغې کې لیدل شوی سرتیری بیا هم پر مجازاتو سربېره د تل لپاره له نظام څخه ایستل شوی دی.