ارغنداب کې سخته جګړه؛ افغان پوځ وایي د ولسوالۍ اتیا سلنه برخه یې تصفیه کړې

ارغنداب

د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ چارواکو بي بي سي ته ویلي، افغان ځواکونو د دغه ولسوالۍ اتیا سلنه برخه تر خپل واک لاندې راوستې او د نورو سیمو د نیولو لپاره لا هم عملیات روان دي.

افغان پوځ له تېرو دوو شپو راهیسې د کندهار ارغنداب ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره عملیات ګړندي کړي.

افغان ځواکونه، چي د بهرنیو ځواکونو هوایي ملاتړ ورسره دی وایي د ارغنداب مهمې برخې یې بېرته نیولې دي او دا مهال سیمه کې چاڼېز عملیات روان دي .

د کندهار د امنیت امر غورځنګ افغان بي بي سي ته وویل، په سیمه کې ځمکني ماینونه ، چې د وسلوالو له خوا ځای پر ځای شوي دوی ته تر ټولو لوی سرخوږی دی.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو دغه ډله وایي د هلمند نهرسراج ولسوالۍ کې یې د افغان ځواکونو یو پوځ کوټ نیولی او ادعا کوي چې ۱۳ تنه حکومتي سرتیري یې وژلي او یو شمېر یې ځان سره بیولي دي .

طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا

د کندهار امنیتي چارواکو تېره ورځ ادعا کړې وه چي د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایې بریدونو کې د وسلوالو دوه زغره وال ګاډي چي له چادیدونکو توکو ډک وو له منځه وړي او د دغه ډلې لسګونو کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده .

وسلوال طالبانو په کندهار او یو شمېر نور ولایتونو کې د روانو عملیاتو په اړه ویلي، یاد عملیات د بهرنیو ځواکونو په پوځي او استخباراتي مرسته شوي، چې د دوی په وینا د دوحې له تړونه سرغړونه ده.

طالبان وایي خپل پوځي کمېسیون ته یې سپارښتنه کړې که چېرې دا عملیات بند نه شي، د دفاع لپاره دې مناسب ګامونه پورته شي.

بله خوا ريوټونه وايي چې د زابل سیوري ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو یو پوځ کوټ ته تونل ایستلي او وروسته یې چاودنه ورکړې.

طالبان وایي په دغه تاکتیکي برید کې یې حکومتي سرتیرو ته درنه مرګژوبله اړولې، خو افغان چارواکو لا تر اوسه ددغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان ګڼو برخو کې د جګړې او تاوتریخوالي رپوټونه په داسې حال کې ترلاسه کېږي چې ټاکل شوې ده افغان چارواکي او طالبان د روانې اپرېل میاشتې پر شپاړسمه نېټه په ترکیه کې د سولې خبرو ته سره کښېني.

ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې، چې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې ترسره کېږي، په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي، اوربند او راتلونکي حکومت جوړښت او نظام په اړه خبرې وشي.