صالح: طالبان هېڅ طرحه نه لري؛ د سولې لپاره سیمه ییز او نړیوال ضمانت غواړو

salih

د عکس سرچینه، ARG

د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، طالبان د سولې لپاره کومه طرحه نه لري او د افغانانو له ملي وجدان او ارادې ډارېږي. ښاغلي صالح له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې د سولې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د طرحې دفاع وکړه.

د ښاغلي صالح له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې افغان طالبانو د سولې لپاره د افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌ لخوا وړاندې شوې طرحه په دې رد کړه چې ګواکې عملي بڼه نه لري. ‌

خو د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح بي بي سي ته وویل، طالبان اصلاً د طرحې د لیکلو وړتیا نه لري او یوازې جنګ او تاوتریخوالی پېژني.

نوموړي وویل، د سولې لپاره د ولسمشر غني طرحه پر دې راټوله ده چې هېڅ کومه ډله به "د کړکۍ له لارې " نه راځي او پر افغانانو به واکمني نه کوي، بلکې خلک به د خپلې رایې پر مټ خپل راتلونکی مشر ټاکي.

هغه همدا راز ټینګار وکړ چې د سولې لپاره باید د سیمې او نړۍ په کچه ضمانت موجود وي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرته د ترکیې په غونډه کې ګډونوال د ولسمشر غني له طرحې سره مخالف وکړي نو دیو به څه کوي، ښاغلي صالح وویل، "د سولې طرحې سره مخالفت د افغانستان د ملي وجدان او د قرآن له غوښتنو سره مخالفت دی ".

ښاغلي صالح وویل، دوی چمتو دي چې د سولې لپاره له خپل واکه تېر شي او تر وخت د مخه ټاکنې ترسره کړي. هغه د ولسمشر غني په څېر دا ژمنه هم وکړه چې که ټاکنې کېږي نو دی به پکې نوماند نه وي.

خو ښاغلي صالح ټینګار وکړ چې تر هېڅ ډول فشار لاندې به استعفا نه کوي او داسې سوله هم نه غواړي چې یوازې د ۲۵ کسانو ګټې پکې خوندي وي، خو د ۳۵ میلیونه افغانانو برخلیک پکې مالوم نه وي.

"ډېری خبرې د خلیلزاد پر طرحه کېږي"

د عکس سرچینه، HCNR

په ورته وخت کې د سولې لپاره د وړاندې شویو طرحو د توحید او ترتیب کومېټې چارشنبه پر څلورمه ورځ هم خپل کار ته دوام ورکړی. دغه کومېټه غواړي چې په ترکیه کې د افغان سولې او راتلونکي دولتي جوړښت په موخه جوړېدونکې غونډې ته یوه بشپړه د سولې طرحه چمتو کړي.

د افغانستان ملي مصالحې عالي شورا مرستیال حاجي دین محمد بي بي سي ته تائید کړه چې د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد طرحه د دغې کومېټې د بحثونو محور ده.

نوموړی وایي، د ښاغلي خلیلزاد طرحه یوه خاکه ده او ډېرې خبرې پر همدې موسوده شوې دي،‌ خو نورې طرحې هم یو بل سره ټکر کې نه دي او اتفاقي ټکي یې راټول شوي او اختلافي ټکي به یې مجلس ته وړاندې شي.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد څو اوونۍ وړاندې کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې له افغان حکومتي مشرانو، سیاستوالو او جهادي څېرو سره د افغان سولې په هکله د امریکا نوې طرحه شریکه کړې وه، چې پر بنسټ به یې د (سولې انتقالي دولت) جوړېږي.

د پارلمان او بشري حقونو ډلو لخوا نیوکې

د عکس سرچینه، WOLESI JIRGA

بله خوا په کابل کې یو ځل بیا د سولې په خبرو کې د افغان ټولنې د بېلو قشرونو، په ځانګړي ډول ښځینو د کمرنګه حضور په اړه اندېښنې او بحثونه ډېر شوي دي.

د ولسي جرګه مشر او د دغې جرګې ځینو غړو د چارشنبې ورځې غونډه کې یو وار بیا وویل، د سولې له بهیره د هغوی لیري ساتل به د دې لامل شي، چې په افغانستان کې راتلوونکې نیمګړي وي.

د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمیسیون مشرې شهرزاد اکبر هم پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، تر اوسه چې د سولې په اړه مشورتي ناستې شوې، ډېری یې نارینه مشرانو له خوا دي او په وینا یې لا هم د دواړو لوریو مرکچي ډلو په هکله وضاحت نه دی ورکړی.

اغلې اکبر وايي، د ترکیې په اصلي غونډه کې د افغانستان بشري حقونو کمیسیون، مدني ټولنې او د جګړې قربانیانو ته هیڅ ډول رول نه دی ورکړل شوي او د نوموړې په باور دا نارینه ډول غونډې به بریا ته و نه رسیږي.

خو مخکې د ملي مصالحې عالي شورا ویلي وو، د ترکیې په غونډه کې به د افغان ټولنې ټول اقشار ښکېل وي.