ځانګړې پاڼه: افغانستان په څوارلسمه پېړۍ کې

مهم خبرونه

  • Keyframe #4

    ویډیو, د بي بي سي له ارشيفه؛ د ۱۹۹۲ کال خپلمنځي جګړې, موده 17,35

    د ۱۹٩٢ کال اپرېل کې د ډاکټر نجيب الله حکومت له نسکورېدو وروسته، کابل د مجاهدینو بېلا بېلو ډلو ټپلو د جګړې او مرګونې سيالۍ په ډګر واوښت.

  • افغانستان کې کودتاوې او بهرني يرغلونه

    په تېرو سلو کلونو کې پر افغانستان لومړی یرغل د بریتانیا لخوا شوی، د افغان انګلیس درېیمه یا د خپلواکۍ جګړه هم بلل کېږی. په دې جګړه کې بریتانوي ځواکونه د اوسني افغانستان له ختیځو پولو یا خیبر درې افغانستان ته دننه شول. دغه جګړه د ۱۹۱۹ کال د مې په شپږمه پیل او د اګست په اتمه د اوربند په اعلانېدو پای ته ورسېده.

  • ویډیو, د ۱۳۵۷ کال غوايي میاشتې کودتا کلیزې په مناسبت د بي بي سي له ارشيفه, موده 2,17

    د بي بي سي له ارشيفه د ثور یاغوايي میاشتې کودتا د ورځو راپور راخلو، چې کیڼ اړخه حکومت پکې پر واګو ولکه ټينګوله.

  • ویډیو, افغانستان تېره پیړۍ کې؛ راتلونکې ته د ځوانانو هیلې, موده 7,31

    د بي بي سي راپورونو په لړۍ کې نن د افغانانو په راتلونکې تمېږو. دا چې افغانانو په تیره بیا ځوانانو په تیره پیړۍ کې څه بدې ورځې لیدلې، کومې لاسته راوړنې لري او د راتلونکې لپاره یې هیلې څه دي. صابر عزیز د ټولنې د بیلابیلو قشرونو د استازو نظرونه پرې راټول کړي.

  • ویډیو, د افغانستان بهرنی سیاست په نږدې تېرو سلو کلونو کې, موده 8,18

    په ۱۴ لمریزه پیړۍ کې چې په ختمېدو ده له نړۍ سره د افغانستان اړیکي او بهرنی سیاست له ډیرو هسکو ټیټو تیر شو.

  • ویډیو, افغان پېړۍ؛ افغان سياسي ګوندونه, موده 8,20

    تېرو سلو کلونو کې يې سياسي بهيرونه څه ډول وو. نن د افغان ګونديزو او سياسي فعاليتونو مخينې ته کتنه لري.

  • د شاه امان الله خان د کورني ژوند او شخصیت نوي اړخونه

    د افغانستان د پخواني پاچا امان الله خان لور شهزادۍ هندیه په لندن کې د بي بي سي دفتر د کتنې پرمهال، د خپل پلار او مور ملکې ثریا په اړه هغه کیسې وکړې چې تراوسه ډېر لږ خلک پرې خبر دي. شهزادۍ د پلار پرتله خپله مور له اولادونو سره د کورني ډسپلین پلي کولو کې جدي وبلله.

  • د دارالامان ماڼۍ تر بیا رغول کېدو وروسته په ملي موزیم بدلېږي

    د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي؛ د دارالامان ماڼۍ تر بیارغونې وروسته په ملي موزیم بدلېږي. د دې ماڼۍ د دویمې برخې بیارغونې کار نن پیل شو. ټاکل شوې دا ماڼۍ د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د ۱۶ میلیون ډالرو په لګښت بیا ورغول شي.

  • ویډیو, پر افغانستان بهرنيو يرغلونو او کورنيو بدلونونو ته کتنه, موده 11,36

    افغانستان په ۱۴لمریزه پېړۍ کې، د بي بي سي پښتو د ځانګړو رپوټونو په لړۍ کې دلته هغو بهرنیو یرغلونو او کورنيو بدلونونو ته کتنه کوو چې د تېرو سلو کلونو په اوږدو کې افغانان ورسره مخامخ شوي دي.

  • ویډیو, تېرو سلو کلونو کې د افغان لوبو حال, موده 4,42

    دا تېرو څو ورځو کې مو پر بي بي سي پښتو تېره يوه پېړۍ کې د افغانستان هسکو ټيتو ته کتنه کړې. نن يې پر لوبو تېرېږو.

  • ویډیو, افغانې ښځې تېره پېړۍ کې, موده 19,05

    تېرو څو ورځو کې مو پر بي بي سي پښتو تېرېدونکې لمریزه پېړۍ کې بېلابېلو برخو کې د افغانستان هسکې ټيټې راسپړلې. دلته تېرو سلو کلونو کې د ښځو پرحالت تېرېږو.

  • ویډیو, افغان سينما: تېر او راتلونکي ته يې کتنه, موده 9,09

    په تېره يوه پېړۍ کې د افغانستان هسکو او ټيټو ته د بي بي سي پښتو په ځانګړو پروګرامونو کې کتنه شوې چې دا ځل په تېرو سلو کلونو کې د افغان فلم او سينما پر حالت غږېږو.

  • ویډیو, افغانستان په تېره پېړۍ کې: واکمنان ۲/۱, موده 23,57

    افغانستان کې د ۱۴۰۰ لمریز کال په رادبره کېدو، څوارلسمه لمريزه پېړۍ هم په بشپړېدو ده.

  • ویډیو, افغانستان په تېره پېړۍ کې: واکمنان ۲/۲, موده 10,56

    د څوارلسمې لمريزې پېړۍ د ختمېدو په مناسبت د بي بي سي پښتو تلويزون د ځانگړو رپوټونو په لړ کې د افغان واکمنانو د رپوټ دويمې برخې ته تمېږو.

  • ویډیو, تېره یوه نیمه پېړۍ کې د افغانستان چاپي رسنۍ, موده 2,45

    د افغانستان چاپي رسنۍ تېرې يوې نيمې، دوو پېړيو کې کابل کې یې په اړه نندارتون جوړ شوی و.

  • له خپلواکۍ وروسته په تېره یوه پېړۍ کې د افغان رسنیو فعالیت

    د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستنې په مناسبت د ځانګړو راپورونو د لړۍ په دوام زموږ همکار یوسف خان ځدراڼ د دې هېواد رسنیو سل کلن مزل څیړلی دی.

  • پېښور کې یوه ورځ له یوې پېړۍ سره برابره

    د پښتونخوا مرکز پېښور کې ګرځېدو سره داسې ځایونه وینې چې سل کاله پخوا ته دې بیايي. بالا حصار کلا، اسلامیه کالج، د کیسه خوانۍ هوټلونه، د بالیووډ وتلو هنرمنانو دلیپ کمار او راج کپور پخوانی استوګنځی او تاریخي بازارونو کې خریداري هغه څه دي چې یوه ورځ کې ډېر خوند ترې اخلې.

  • تېره پېړۍ کې د افغان واکمنو لانجمن فرمانونه او پرېکړې

    په تېره یوه پېړۍ کې د افغانستان د واکمنانو یو شمېر فرمانونو او پرېکړو ناندرۍ را وپارولې او منفي پایلو یې د افغان ټولنې پر سیاسي ثبات اوږد او ژور اغېز پریښی دی. د بي بي سي خبریال عصمت بهیر په دې لیکنه کې د افغانستان د واکمنانو لانجمنو فرمانونو او پرېکړو ته کتنه کړې

  • افغانستان په ۱۴مه پېړۍ کې: د یوې پېړۍ افغان واکمنان

    څوارلسمه پېړۍ په اوښتو او پنځلسمه په پېلېدو ده. افغانستان په تېرو شاوخوا سلو کلونو کې پنځلس واکمنان او ولسمشران تجربه کړي دي. د هر یوه د واکمنۍ دوره له بېلا بېلو لوړو ژورو او ننګونو ډکه وه او نژدې د هر واکمن په اړه نظرونه سره وېشلي دي. دلته له پاچا امان الله خان رانیولې تر اوسني ولسمشر محمد اشرف غني پورې، د بېلا بېلو افغان واکمنانو دورو ته کتنه شوې ده.

  • یوویشتمه پېړۍ کې د خپلواکۍ تعریف باید څه وي؟

    د نولسمې پېړۍ تر پایه او د شلمې هغې په لومړیو لسیزو کې د خپلواکۍ تعریف دا و چې یوه جغرافیه دې له هر ډول باندنۍ ولکې او نفوذ څخه خلاصه او په خپلو چارو کې زاده وي او د خپلې خاورې هر اړخیز واک ورسره وي

  • په افغانستان کې لومړنۍ جراحه

    د فرانس پرس خبري آژانس د انځور اخیستونکي په وینا دغه انځور چې دری نجونې پکې ښکاري په ۱۹۶۲ کال کابل پوهنتون کې اخسیتل شوی دی. دغه عکس اوس د هغې دورې له لسو غوره انځورونو دی چې ډير افغانان او هغه کسان چې افغانستان یې په دغو کلونو کې له نږدې لیدلی، په خواشینۍ او خپګان ورته ګوري. افغانستان هغه مهال هم شتمن نه و خو امن او خوشاله هېواد و چې د موډرنیزم د پرمختیا لپاره یې له نړۍ سره موازي ګامونه پورته کول.