طالبان: جګړه موږ ګټلې، امریکا بایللې ده

  • سکندر کرماني / محفوظ ذبیدي
  • بي بي سي - افغانستان
Haji Hekmat pictured in a black turban

موټر کې د طالبانو تر واک لاندې سیمې ته سفر اوږد نه دی. د افغانستان شمال کې له مزار شریف ښار څخه مو حرکت وکړ. د سړک غاړې ماینونو لار کې سترې کندې جوړې کړې دي. تر شاوخوا نیم ساعت مزل وروسته بلخ ولسوالۍ کې خپل کوربه ته ورسېدو. کوربه مو د طالبانو ښاروال حاجي حکمت دی.

حاجي حکمت چې توره لونګۍ یې تړلې او عطر یې وهلي، د طالبانو له پخوانیو غړیو دی. هغه لومړی ځل په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې هغه مهال دې ډلې سره ملګری شو چې د هېواد پر ډېره برخه واکمن وو.

طالبانو راته سیمه کې د خپل ځواک د ښودلو ننداره برابره کړې وه. د سړک دواړو غاړو ته په ډول ډول وسلو سمبال سړي کتار ولاړ وو. یوه راکټ لانچر پر اوږده کړی او بل ایم-۴ ټوپک غاړې ته اچولی و چې له امریکايي ځواکونو یې نیولی دی.

بلخ یو وخت د افغانستان په ډېرو باثباته ولایتونو کې ګڼل کېده، خو اوس د ډېرو ناامنو ولایتونو کتار کې دی.

د طالبانو یو توند خویه ځايي قوماندان بریالی پر سړک کښته اشاره کوي او وايي: "دولتي ځواکونه دلته یوازې عمومي بازار سره دي، خو له خپل مرکز نشي راوتلی. دا سیمه د مجاهدینو تر کنټرول لاندې ده."

د افغانستان ډېرې سیمې همداسې دي. حکومت په ولایتي مرکزونو او سترو ښارونو واکمن دی، خو شاوخوا پرتې سیمې د طالبانو لاس کې دي او دغه ښارونه یې کلابندې کړي.

طالب وسله وال ځای ځای پر عمومي سړکونو د پلټونکو پوستو (چک پواینټونو) په اچولو سره خپل حضور او واکمني ښيي.

طالبان پر سړک تېرېدونکي موټرونه دروي او پوښتنې کوي. د طالبانو د استخباراتو ځايي مشر امیر صاحب اجمل راته وايي، دوی په داسې کسانو پسې ګرځي چې دولت سره اړیکه ولري:

"موږ یې نیسو او بندي کوو یې. بیا یې خپلو محاکمو ته سپارو او هغوی یې په تړاو پریکړه کوي."

طالبان پر دې باور دي چې بالاخره بریا د دوی ده. حاجي حکمت چې د شنو چایو پایلې ته ناست دی وايي: "موږ جګړه ګټلې او امریکا بایللې ده."

د امریکا د ولسمشر جو بایډن دا پریکړه چې خپل ځواکونه به د سپتمبر تر ۱۱مې باسي په دې معنا ده چې دغه ځواکونه به د می میاشتې د لومړي تاریخ تر ضرب الاجل وروسته هم افغانستان کې حضور ولري. خو دغه پریکړه د طالبانو د سیاسي مشرتابه له توند غبرګون سره مخامخ شوې ده. په هره توګه داسې ښکاري چې د عمل ابتکار اوس د وسله والو لاس کې دی.

حاجي حکمت وايي: "هر څه ته چمتو یو. موږ سولې ته بشپړ چمتووالی لرو او جهاد ته هم په بشپړ ډول تیار یو."

څنګ ته ناست یو قومندان یې زیاتوي: "جهاد عبادت دی. عبادت داسې څه دي، چې هر څومره ډېر یې وکړئ، نه ترې ستړي کېږئ."

خو له تېر کال راهیسې د طالبانو "جهاد" کې څرګند بدلون راغلی دی. دې ډلې امریکا سره د تړون تر لاسلیک وروسته پر نړیوالو ځواکونو بریدونه درولي، خو د افغانستان له حکومت سره یې جګړه روانه ساتلې.

حاجي حکمت ټینګار کوي چې په دې د تناقض هېڅ ټکی نشته: "موږ یو اسلامي حکومت غواړو چې د شریعت په وسیله اداره شي. تر هغې به خپل جهاد جاري ساتو چې دوی مو غوښتنې ومني."

حاجي حکمت په دې تړاو چې ایا طالبان واک کې له نورو سیاسي اړخونو سره شراکت ته لیوال دي که نه، قطر کې خپلو سیاسي مشرانو ته په اشارې په بیا بیا وايي: "هغوي چې هره پرېکړه وکړي، موږ یې منو."

طالبان اوس ځان ته د یوې یاغي ډلې نه، بلکې د یوه منتظر حکومت په سترګه ګوري.

دوی ځان "د افغانستان اسلامي امارت" ګني. دا هغه نوم دی چې دوی له ۱۹۹۶ د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د امریکا د یرغل پایله کې تر نسکوریدو پورې ځان ته کارواوه.

دوی اوس یو پیچلی "سیوری" جوړښت لري او تر خپلو کنټرول لاندې سیمو کې مسئول چارواکي لري. د طالبانو ښاروال حاجي حکمت مو ځان سره په یوه دوره باسي.

یو لومړنی ښوونځی را ښودل کېږي چې نجونو او هلکانو ته پکې د ملګرو ملتونو لخوا د مرسته شويو کتابونو تدریس کېږي.

طالبانو ۱۹۹۰یمه لسیزه کې د خپلې واکمنۍ پر مهال د ښځو پر زدکړو بندیز لګولی و، که څه هم اوس له دغه کاره انکار کوي.

ان داسې رپوټونه شته چې په نورو سیمو کې اوس هم ځوانې نجونې ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. خو لږ تر لږه دلته طالبان وايي چې په فعال ډول ددغه کار ملاتړ کوي او هڅوي یې.

د طالبانو د پوهنې د ځايي کمېسیون مسئول مولوي صلاح الدین وايي: "تر هغې چې حجاب کوي، زدکړې ورته مهمې دي."

نوموړی زیاتوي چې منځنیو ښوونځیو کې یوازې ښځینه ښوونکو ته اجازه ده او حجاب هم اجباري دی.

هغه وايي: "که پر شریعت عمل وکړي، هېڅ ستونزه نشته."

ځايي سرچینو راته وویل چې طالبانو له نصاب څخه د هنر او وطن دوستۍ مضمونونه ایستلي، د هغوي پر ځای یې دیني مضامین اضافه کړي، خو نور د زدکړو ملي پروګرام پر مخ وړي.

ایا طالبان هم زدکړو ته خپلې لوڼې استوي؟مولوي صلاح الدین راته د دې پوښتنې ځواب کې وویل "لور مې لا ډېره کوچنۍ ده، چې ستره شي ښوونځي او مدرسې ته یې واستوم. البته د حجاب او شریعت عملي کېده پکې شرط دي."

د کارکوونکو تنخوا حکومت ورکوي خو د چارو مسئولان یې طالبان دي. د هېواد ګڼو سیمو کې همداسې ترکیبي سیستم واکمن دی.

دې ځای ته نږدې یوه پروت ورغتیايي کلېنېک کې هم، چې چارې یې یوه مرستندویه سازمان پر مخ وړي، ورته کیسه روانه ده.

طالبانو ښځو ته دې روغتون کې د کار اجازه ورکړې، خو د شپې له مخې باید ورسره یو محرم هم وي. د حمل د مخنیوي د لارو چارو او د کورني نظم د پلان مالومات په اسانۍ د لاسرسي وړ دي.

طالبان ظاهرآ غواړي چې موږ یې له مثبت لوري وګورو. څرنګه چې خپل موټر کې له ښوونځي کور ته د روانو نجونو له یوې ډلې تېرېدو نو حاجي حکمت په ویاړ او هیجان سره د لاس په اشاره وویل دا ښايي هغه څه وي، چې موږ یې تمه نه لرله.

په هر ډول د ښځو پر وړاندې د طالبانو د لیدلوري په اړه اندېښنې لا موجودې دي.

دا ډله تر دې دمه د ښځو هېڅ استازولي نه لري او په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې یې مېرمنې له کور بهر کاره منع کړې وې.

د بلخ ولسوالۍ له بېلابېلو کلیو موټر کې د تېرېدو پر مهال مو ولیدل چې ښځې ازاد تګ راتګ کوي، او ټولو څادرۍ/ چادري هم نه وې پر سر کړې. خو ځايي بازار کې بیا یوه هم نه وه.

حاجي حکمت ټینګار کوي چې بازار ته د ښځو په تګ بندیز نشته، خو د نوموړي په وینا په یوه محافظه کاره ټولنه کې ښځې عموما بازارونو ته نه ځي.

د دې سفر پر مهال هر ځای او هره ګړۍ طالبان راسره مله وو. له یو څو ځايي اوسېدونکو سره چې مو خبرې وکړې، ټولو د دې ډلې ملاتړ کاوه او طالبان یې د دې لپاره ستایل چې امنیت یې خوندي او جرمونه کم کړې دي.

یوه سپن ږیري سړي راته وویل: "چې حکومت واکمن و، زموږ خلک به یې بندي کول او د خوشې کېدو لپاره یې رانه بډې غوښتې. خلک مو ډېر وکړېدل. اوس له وضعیت خوښ یو."

خو وروسته یوه ځايي اوسېدونکي په دې شرط چې نوم او هویت یې پټ پاتې شي راته وویل، طالبان تر هغه هم ډېر سخت دریځي دي چې موږ سره یې مرکو کې په خپله اعتراف کاوه. هغه وايي کلیوال اوسېدونکي د دې لپاره څېپړې او یا وهل خوري چې ولې یې ږېرې خریلې، او دا راز یې د موسیقۍ اورېدو له کبله غوږۍ ماتېږي.

هغه بي بي سي ته وویل: "خلک د دوی د خبرې له منلو پرته بله لار نه لري. دوی ان په ډېرو کوچنیو مسایلو فزیکي برخورد کوي. خلک وېرېدلې دي."

د طالبانو په شدت محافظه کارانه ارزښتونه له هغو ارزښتونو سره لږ په ټکر کې دي چې په ډېرو کلیوالو سیمو کې شته. خو ډېر خلک په ځانګړې ډول ښارونو کې له دې وېره لري چې ګواکې هغوي غواړي د ۱۹۹۰ یمې لسیزې خپل توند اسلامي امارت بیا را ژوندی او هغه ازادۍ محدودې کړي، چې ګڼ ځوانان ورسره په تېرو دوو لسیزو کې رالوی شوي دي.

د عکس تشریح،

One resident told the BBC people are frightened into obeying the local Taliban

حاجي حکمت له ۱۹۹۰یمې لسیزې راهیسې د طالبانو غړی دی. په داسې حال کې چې نور ځوان طالب وسله وال تر موږ مخکې وروسته کېږي، په خوشالۍ عکسونه او سلفي راسره اخلي، خو دی زموږ د کمرې په لیدلو سره خپل مخ پګړۍ کې رانغاړي.

هغه وړاندې تر دې چې د مخ د عکاسۍ اجازه راکړي، په خندا وویل چې [ګواکې له کمرې مخ پټول یې] "پخوانی عادت" دی.

د طالبانو د واکمنۍ پر مهال عکاسي بنده وه.

پوښتنه مې ترې وکړه چې ایا طالبانو د خپلې واکمنۍ پر مهال تېروتنې درلودې؟ او آیا بیا به هم په همغه ډول چلن کوي؟

حاجي حکمت راته وویل: "پخواني طالبان او اوسني طالبان یو ډول دي. نو د هغه او اوسني وخت پرتله کې څه توپیر نه دی راغلی. خو په اشخاصو کې یقینآ بدلون راغلی دی. ځینې کسان لا توند او ځینې ارامتره دي. دا معمول دی."

داسې ښکاري طالبان په لوی لاس په دې تړاو ابهام رامنځ ته کوي چې له هغه "اسلامي حکومت" یې موخه څه ده، چې دوی یې رامنځ ته کول غواړي.

یو شمېر شنونکي وايي دا هڅه عم‍دتا د دې لپاره کېږي چې د توندلارو او نسبتا منځلارو طالبانو ترمنځ د درز رامنځته کېدو مخه ونیول شي.

خو ایا طالبان به دغه جلا لیدلوري تر یوه پوښښ لاندې همغږه وساتلی شي؟ ښايي واک ته رسېدل یې لوی ازمایښت وي.

په داسې حال کې چې موږ د چرګ د غوښې او وریژو غرمنۍ ته ناست وو، یو څه واټن کې مو د څلورو جلا هوايي بریدونو غږونه واورېدل. حاجي حکمت سړه سینه او ارام دی. هغه وايي "اندېښنه مه کوئ، ډېر لرې دي."

هوايي ځواک چې په ځانګړې توګه امریکا افغان حکومت ته برابر کړی، تېرو کلونو کې د طالبانو د پرمختګ مخنیوي کې مهم رول لوبولی دی. امریکا وار له مخه طالبانو سره د تړون تر لاسلیک وروسته خپل پوځي عملیات د پام وړ راکم کړي دي.

ډېر دا اندېښنه لري چې طالبان به د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته له پوځي لارې د هېواد لاندې کولو ته مټې راونغاړي.

حاجي حکمت د افغانستان پر حکومت یا د طالبانو په وینا د "کابل پر ادراې" ملنډې وهي او مفسده او غیراسلامي یې ګڼي.

د دوی د خپلو شرطونو له منل کېدو پرته به ډېره ستونزمنه وي چې د ده په څېر کسان په دې هېواد کې له نورو سره پخلا شي.

دی وايي: "دا جهاد دی. عبادت دی. موږ یې د واک لپاره نه، بلکې د الله او د هغه د قانون لپاره کوو. هېواد کې د شریعت د نفاذ لپاره. هر څوک چې مو پر وړاندې ودرېږي، موږ ورسره جنګېږو."