روغتیا نړیوال سازمان: د کوویډ – ۱۹ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ښايي درې برابره ډېر وي

روغتیا نړیوال سازمان: د کوویډ – ۱۹ له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ښايي درې برابره ډېر وي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کوویډ -۱۹ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ښايي تر هغه درې برابره لوړ وي چې رسمي شمېرې یې ښيي. د اوسنیو رسمي شمېرو له مخې شاوخوا درې اعشاریه څلور میلیونه کسان له دغه وېروسه مړه شوي دي، خو له یوې څېړنې وروسته چې پکې د مړینو هغه شمېر چې وړاندوینه یې شوې وه له اوسنیو شمېرو سره پرتله شوې، د روغتیا نړیوال سازمان وايي د کورونا وېروس له کبله د مړینې رښتینې شمېرې ښايي د شپږو او اتو میلیونو تر منځ وي.