طالبانو افغان حکومت د سولې خبرو په ځنډولو تورن کړ

سوله

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې ټکنۍ شوې دي، طالبانو حکومت تورن کړی چې خبرو ته نه کېني.

د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېیسیون مشر امیر خان متقي په یوې غږیزې وینا کې چې خپلو اړونده طالبانو ته یې کړې او بي بي سي هم ترلاسه کړې وایي، مقابل لوری د خبرو ځنډولو لپاره پلمې کوي او د حل لاره نه راباسي.

نوموړی دې وینا کې همدا راز ادعا کوي چې د افغانستان په لویه برخه کنترول لري او وايي دوی د اورکم پر ځای د جګړې ختمول غواړي.

په دغه غږیزه وینا کې چې د طالبانو لخوا د لغمان د دولت شاه او څو نورو ولسوالیو د نیولو یادونه هم په کې شوې، امیر خان متقي له طالبانو غوښتي چې خپل کنترول لاندې سیمو کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې کړي.

د خبرو په اړه د افغان حکومت دریځ

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

ولسمشر غني وايي، سوله د طالبانو د تسلیمي په مانا نه ده.

افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو دې تورونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو په تېر کې یې طالبان په دې پړ بللي وو چې خبرو ته نه حاضریږي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده وړاندې ویلي وو، د بهرنیو ځواکونو وتلو سره د وسلوالو طالبانو دا پلمه ختمه شوه چې د بهرنیانو پر ضد جګړه کوي.

ولسمشر غني بیا بیا پر طالبانو غږ کړی چې باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او 'له افغانانو سره ' د سولې خبرو ته حاضر شي.

همدا راز د افغانستان د ملي امنیت ادارې رئیس ضیا سراج تېره میاشت ویلي وو، له هغه راهیسې چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو نېټه اعلان شوې د طالبانو بریدونو کې ۲۴ سلنه زیاتولی راغلی.

افغان طالبان بیا ټینګار کوي‌ چې په هېواد کې روانه جګړه روا ده، ځکه د دوی په وینا افغانستان اشغال شوی او هر هغه څوک چې د اشغال ملاتړ کوي،‌ باید پر ضد یې 'جهاد' وشي.‌

د سولې خبرو برخلیک

د عکس سرچینه، ITA Peace Negotiating Team

دوحه کې د دولت او طالبانو استازو په تېر کوچني اختر کې ویلي وو چې ډېر ژر به د سولې خبرې بیا پیل شي، خو لا هم دې برخه کې کوم مهم پرمختګ نه دی شوی.

بل لور ته د افغان سولې په اړه د استانبول کنفرانس، چې ټاکل شوې وه د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه پیل شوی وای، ظاهراً د طالبانو د نه ګډون له کبله وځنډول شو.

د دې ناستې سمبالوونکو هېوادونو ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو لا هم د یاد کنفرانس لپاره نوې نېټه نه ده اعلان کړې.

ځینو سرچینو ویلي، طالبان به یوازې هله دې ناسته کې ګډون ته حاضر شي چې پاتې ۷۰۰۰ بندیان یې د افغان حکومت له بنده ازاد شي او د ځینو مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو له تورو لېستونو و ایستل شي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې ټینګار وکړ چې پاتې طالب بندیان به تر هغې نه خوشي کوي چې د سولې خبرو کې کوم ښکاره پرمختګ نه وي شوی.