حکومت په ملي مسایلو کې د اجماع لپاره 'عالي دولتي شورا' جوړوي

شورا

د عکس سرچینه، ARG

افغان حکومت پلان لري چې په سترو سیاسي مسایلو کې د ملي اجماع رامنځته کېدو په موخه ډېر ژر "عالي دولتي شورا" جوړه او پرانیزي. ټاکل شوې چې دا شورا د همدې اوونۍ تر پایه خپله لومړنۍ غونډه وکړي.

یوې سرچینې بي بي سې ته ویلي، دا شورا به له ۱۵ تر ۲۵ غړي ولري چې ۴ څوکۍ یې ښځو ته په پام کې نیول شوي، خو د سرچینې په وینا په نومونو یې لا هم کار روان دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د ملي اجماع پیاوړتیا لپاره یو داسې مشورتي جوړښت ته اړتیا ده چې ولسمشر ته په سترو مسایلو کې لازمې مشورې ورکړي.

حکومتي سرچینې او ځينې سیاسي ګوندونه د دې شورا د جوړېدو موخه د ملي اجماع پیاوړتیا بولی چې د لویو مسایلو په اړه به پرېکړې کوي.

د دې شورا د غړو نومونو په اړه لا رسمي ډېر څه نه دي ویل شوي او خپله د شورا په نوم هم لا خبرې روانې دي. بي بي سي ته یوې حکومتي سرچینې وویل ولسمشر د ده دواړه مرستیالان او د ملي شورا د دواړو جرګو مشران د دې شورا حتمي غړي دي.

د دې شورا یادونه د ۱۳۹۸ کال ولسمشریز ټاکنو وروسته د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ په سیاسي هوکړه کې شوې چې پر بنسټ یې غړي به یې سیاسي او بانفوذه څېرې وي.

نوې شورا ته ولې اړتیا پیدا شوې؟

د عکس سرچینه، ARG

له افغانستانه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو له اعلان سره ولسمشر محمد اشرف غني څو ځله ویلي چې له دې وروسته به یې حکومت د مهمو مسایلو په اړه بهرنیو مشورو ته اړتیا ونه لري.

د دې نوې عالي دولتي شورا له جوړېدو سره د ملي مصالحې عالي شورا او د سولې خبرو لپاره د افغان دولت پلاوی هم خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

په ورته مهال داسې وخت چې د افغانستان په بېلابیلو سیمو کې جګړو زور اخیستی د ولسمشر غني په حکم د قومونو د انسجام کمیسیون هم یکشنبه په کار پیل وکړ.

د سیمه ییزو ارګانونو ادارې مشر شمیم خان کټوازي دې کمیسیون پرانستغونډې ته وویل، د قومي مخورو دا بنسټ به د ملي مصالحې عالي شورا، عالي دولتي شورا، کابینې او په دوحه کې مذاکراتي پلاوي ته خپلې مشورې ورکوي.

پر ملي مسایلو د اجماع رامنځته کېدو او سیاسي اختلافونو له منځه وړلو لپاره د دې ټولو هڅو سره سره د حکومت او ځينې سیاسي مشرانو تر منځ په ځينو مواردو کې ژور اختلاف ښکاري.

په دې لړ کې له یوې اوونۍ ډېر وخت کېږي چې د مارشال عبدالرشید دوستم پلویانو فاریاب ته د نوي والي ورتګ سره مخالفت کړی او د میمنې ښار یې تړلی، او پرلپسې د حکومت په دې پرېکړه اعتراضونه کېږي.

افغان حکومت غواړي چې اوس د دې نوې شورا له لارې د جګړې او سولې تر څنګ په ځينو نورو موضوعاتو، لکه د لوړپوړو چارواکو د بدلولو او مقرری برخه کې هم اجماع موجوده وي.