لغمان جګړه؛ "طالبان د مهترلام محبس څنډو ته نږدې شوي؛ کومانډو ځواکونه هم سیمې ته رسېدلي"

افغان ځواکونه

د عکس سرچینه، MOD

د افغانستان په ختيځ ولايت لغمان په الیشنګ او مرکز مهترلام په څنډو کې یکشنبه هم د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه او له مازدیګر را وروسته تونده شوې.

ځينو حکومتي سرچينو هم نن منلې وه چې سهار مهال الینګار په طرف دوه وروستۍ پوستې هم طالبانو ته پرېښودل شوې دي.

د لغمان د ولايتي شورا مشر عتيق الله عبدالرحيمزي بي بي سي ته وویل، د الینګار په طرف د مهترلام ښار وروستۍامنیتي پوسته هم طالبانو نیولې او یکشنبه له مازديګر وروسته وسله وال طالبان د مهترلام مرکزي محبس څنډو ته رارسېدلي دي. نوموړی وایي:

"وسله وال مهترلام ته داخل شوي دي. الینګار په طرف د ښار وروستی کمربند هم مات دی او اوس د محبس شاوخوا جګړه روانه ده. امنيتي ځواکونه هم سيمې ته رسېدلي دي".

ځايي خلکو هم بي بي سي ته ويلي، محبس ته څېرمه سخته جګړه روانه او د لويو ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د لغمان مرکزي محبس د مهترلام ښار کې دننه د ښار له مرکزه په دوه کيلومترۍ کې موقعيت لري.

د مهترلام ښار په بله څنډه الیشنګ په عمرزيو کې هم د ښار په طرف د جګړو راپورونه ترلاسه شوي دي. ځايي چارواکو بيا ويلي، د مهترلام محبس ته څېرمه د افغان ځواکونو پر پوستو جګړه شوې چې هلته تازه امنيتي ځواکونه وررسېدلي دي.

د لغمان په دولت شاه، الینګار او اليشنګ ولسوالیو کې د وروستيو جګړو له امله سلګونه کورنۍ له خپلو سيمو بې ځایه شوي او د مهترلام څنډو کې مېشتې شوې دي.

سیمې ته د امنیتي چارواکو سفر

په ورته مهال تېره شپه د لغمان وضعيت کابو کولو لپاره د دفاع وزارت چارسمبالی وزير ياسین ضياء، د ملي امنيت لومړی مرستيال عبادالله عباد او نور پوځي چارواکي له تازه دمو ځواکونو سره يو ځای دې ولايت ته رسېدلي دي.

ځایي چارواکي وايي، طالبانو پر ضد او د له لاسه وتلیو سيمو بېرته نيولو لپاره د ځمکې او هوا له لارې عملیات پېلوي.

د لغمان ولايتي دفتر په خپله فېسبوک پاڼه ليکلي، له یکشنبې مازدیګر را وروسته د لغمان په ګڼو سيمو کې تازه دمي ورغلي کمانډو ځواکونه ځای پر ځای شوي دي.

د عکس سرچینه، MOD

د لغمان الیشنګ ولسوالۍ کې هم د جګړې رپوټونه ترلاسه شوي او حکومتي سرچينو بي بي سي ته منلې ده چې تېره شپه د الیشنګ ولسوالۍ د سيمه ييزې اردو ګنجون اډه پرېښودل شوې ده.

طالبانو هم دا تېره شپه ادعا وکړه چې د مهترلام اړوند ګنجون سيمه کې د حکومتي ځواکونو يوه اډه او دوه پوستې یې نیولې دي.

دا داسې مهال چې همدا درې ورځې وړاندې طالبانو ادعا وکړه چې د لغمان دولت شاه ولسوالۍ یې نیولې، خو دفاع وزارت هغه مهال وویل، له ولسوالۍ يې امنيتي ځواکونو تکتيکي شاتګ کړی دی.