د افغانستان ارشيف کې څه دي؟

د افغانستان ارشيف کې څه دي؟

د افغانستان ارشیف ټول مواد ډيجټلي بڼې ته اړول کېږي. د ارشیف د فلمونو برخه په دې وروستیو کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) ته ولېږل شوه.

بل خوا یو شمېر اسناد هم ورته لېږل شوي چې پکې د افغانستان د پاچاهانو او ولسمشرانو دورو پورې اړوند، فرمانونه، تړونونه، د ملکیت ځینې اسناد، وړاندیزونه، د حکومتي چارواکو سوانح او نور ورته معلومات شامل دي.

د ارګ ارشیف نوې ودانۍ په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې جوړه شوې او د ارشیف مواد په درې برخو، انځوریز، غږیز او ویډیويي بڼه راټول شوي دي.

نجما ځلا د ارشیف له یوه غړي نور معلومات پوښتلي دي.