عمران خان: له سیاسي جوړجاړي پرته افغانستان کې د وضعیت د خرابېدو اندېښه شته

imran

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که د امریکايي ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې سیاسي جوړجاړی ونشي دا اندېښنه شته چې دغه هېواد کې به "ترهګري پراخه" او "وضعیت نور هم خراب" شي.

هغه دا څرګندونې نن (چارشنبه) اسلام اباد کې د تاجکستان له ولسمشر امام علي رحمان سره تر کتنې وروسته ګډې خبري ناستې ته وکړې.

د تاجکستان ولسمشر د پاکستان په بلنه د دوه اړخېزو همکاریو او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د وضعیت په تړاو د خبرو لپاره د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته تللی دی.

دواړو خواو د دغه سفر پر مهال په سیاسي، امنیتي، اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تحصیلي برخو کې د همکاریو بېلابېل هوکړه لیکونه هم لاسلیک کړل.

په دوی کې تر ټولو کمسارې هوکړه د امنیتي همکاریو وه، چې له مخې به یې تاجکستان له پاکستان څخه د اړتیا وړ نظامي وسایل رانیسي.

خو د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وویل: "که زموږ ترمنځ سوداګري او له تاجکستان سره اتصال پراخېږي نو د دې لپاره خورا اړینه ده چې افغانستان کې امن وي. اوس موږ دواړه اندېښنه لرو چې کله امریکایان ځي او افغانستان کې یو سیاسي جوړجاړی نه وي شوی، نو دا اندېښنه شته چې د پخواني شوروي اتحاد د وتلو په څېر وضعیت رامنځته نشي."

هغه زیاته کړه چې دا وضعیت به "د تاجکستان او پاکستان دواړو لپاره په زیان وي" ځکه د دغو هېوادونو په اتصال او سوداګرۍ سربېره د دوی امنیت ته هم خطر پېښوي.

"پاکستان او تاجکستان ورته اندېښنه لري"

د عکس سرچینه، Imran Khan Facebook

د عکس تشریح،

عمران خان چارشنبه اسلام اباد کې له تاجک ولسمشر سره وکتل

عمران خان وويل: "پاکستان ته اندېښنه دا ده چې اوس هم افغانستان کې ترهګر پناه اخلي او پاکستان ته را اوړي - که جوړجاړی ونشي نو وضعیت نور هم خرابېدای شي." هغه زیاته کړه چې تاجکستان هم ورته اندېښنه لري.

پاکستاني چارواکو وړاندې هم په وار وار افغانستان څخه د وسله والو د ور اوښتلو ادعا کړې، خو د افغانستان حکومت په کلکه رد کړې ده.

عمران خان وايي: "د امریکا تر وتلو وروسته باید هلته (افغانستان کې) ثبات، اجماع او یو داسې حکومت وي، چې د دې ګډوډۍ مخه ونیولی شي."

د افغانستان د دغو ګاونډیو هېوادونو مشرانو دې لیدنه کې افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ګډ کار ژمنه هم کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر وايي: "موږ داوړه پر دې وغږېږدو چې خپله ټوله هڅه به کوو چې په یوه ډول نه یو ډول د نړۍ نور هېوادونه هم له ځان سره په دې کې ودروو چې افغانستان کې د سولې هوکړه خورا اړینه ده."

عمران خان دې خبري ناسته کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت سربېره سیمې ته له نوره اړخه د پېښو ستونزو یادونه هم وکړه او په دې لړ کې یې په ځانګړې توګه ټينګار پر دې و چې هند سره باید د کشمیر پر سر ستونزې حل شي.

د قریشي او رحماني لیدنه

د عکس سرچینه، Shah Mahmood Qureshi

د عکس تشریح،

د افغانستان ولسي جرګې مشر سې شنبه اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

د پاکستان او تاجکستان مشران داسې مهال د افغانستان پر وضعیت غږېدلي چې د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني هم له څو ورځو راهیسې اسلام اباد کې دی او سې شنبه ناوخته یې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره لېدلي دي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تر دې لیدنې وروسته په یوه اعلامیه کې د ښاغلي قریشي له خولې لیکلي چې افغان خواوې باید د سولې له رامنځ ته شوي "تاریخي فرصت څخه په افغانستان او سیمه کې د پاینده سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د یوه ټولشموله، پراخ بنسټه او جامع سیاسي هوکړې په ترلاسه کېدو کې ګټه واخلي."

ښاغلي رحماني د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر وړاندې د دغه هېواد د پارلمان له رئیس او نورو چارواکو سره هم لیدلي وو.

د ګاونډیو هېوادونو مشران په داسې حال کې افغانستان کې پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کوي‌ چې د افغان دولت مرکچي‌ پلاوي ځینې غړي له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د سې شنبې پر ورځ قطر ته ستانه شول.

تمه کېږي‌ چې د پلاوو بشپړېدو سره به دواړه خواوې د څو اوونیو له ځنډو وروسته یو ځل بیا مخامخ خبرې پیل کړي.

د افغان دولت مرکچي پلاوي‌ تمه ښودلې چې دا ځل به طالبان پر مسایلو جدي بحث وکړي. طالبانو هم ویلي، هیله لري چې ستونزې به 'ژر حل شي'.