کورونا: د افغانستان معارف وزارت وايي، ښوونځي په تدریجي ډول پرانیستل کېږي
د افغانستان پوهنې وزارت مسوولین وايي، هغه ښوونځي چې د کورونا وېروس درېیمې څپې خپرېدو له کبله تړل شوي وو، په تدریجي ډول پرانیستل کېږي.
دا وروستیو کې د کوویډ - ۱۹ نویو ناروغان شمېر له ډېرېدو وروسته پوهنې وزارت د وږي یا جوزا میاشتې پر لسمه د هېواد پلازمېنې کابل په ګډون د غزني، هلمند، کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتیا، پروان، وردګو، پنجشیر، بلخ، لغمان، بدخشان، کاپیسا، کندوز، نیمروز ولایتونو ښوونځي د دوو اونیو لپاره رخصت کړل.
له هغه وروسته د وضعیت دوام له کبله په ټولو ولایتونو کې د قرنطین موده وغځول شوه.
تازه د پوهنې وزارت مسوولین وايي، د روغتیا پالنې لارښوونو او د ټولنیز واټن په مراعتولو سره به ګرمسیر ولایتونو کې د اسد یا زمري میاشتې له شپږمې د ازموینو نیمګړی بهیر له سره پیل کړي.
افغانستان کې د کورونا د دریمې څپې له خپرېدو سره د اندېښنې ډېرې شوې
د یاد وزارت مسوولین وايي، په سرد سیر ولایتونو کې به د همدې زمري میاشتې له دویمې تر پنځمې نېټې پورې د ''څلورنیم میاشتنیو '' ازموینو لپاره چمتوالی کېږي او د زمري پر شپږمه به د روغتیايي اصولو په پام کې نیولو سره تر سره کېږی.
د یاد وزارت چارواکي دغه راز وايي، د ښوونځیو اداري مسوولین باید د ماسک کاروولو، له غونډو ډډه کولو، ټولنیز واټن مراعتولو په څېر روغتیايي لارښوونې په پام کې ونیسي او ازموینې په پرانیستي چاپېرل کې واخلي.
د وزارت په اعلامیه کې د ولایتونو معارف ادارو ته هم لارښوونه شوې، چې دې لړ کې اړین اقدامات وکړي.
څو میاشتې مخکې افغانستان کې ډېرو ګومان کاوه، چې د کورونا وبا پای ته رسېدو ته نژدې شوې او له همدې کبله د ماسک کاروولو یا ټولنیز واټن مراعتولو په څېر روغتیايي احتیاط ته پام کم شوی و.
خو وروسته په هېواد کې د کورونا درېیمه څپه په چټکۍ سره خپره شوه او د روغتیاپالانو اندېښنې ورسره ډېرې شوې.