د امریکا ولسي جرګې افغانانو ته د بېړنۍ ویزې ډېرولو ته رایه ورکړه

ایپا

د عکس سرچینه، EPA

د امریکا ولسي جرګې(استازو جرګې) داسې طرحه تصویب کړه چې له مخې یې ډېر افغانان دغه هېواد ته کډوالېدلی شي.

له افغانستان د امریکايي ځواکونو وتلو او په ډېرو سیمو د طالبانو واکمنېدو سره د امریکا ولسي جرګې د پنجشنبې په ورځ دا طرحه په یوه خوله( د رایو په اتفاق) لاسلیک کړه او دې سره د هغو افغانانو شمېر اته زره نور هم زیات شو چې امریکا به بېړنۍ ویزه ورکوي.

دا مصوبه چې د ۴۰۷ مثبتو او ۱۶ مخالفو رایو سره تصویب شوه، د مشرانو جرګې هوکړې ته اړتیا لري.

دې نوې پرېکړه کې د هغو کسانو کورنۍ هم شاملې دي چې افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د همکارۍ پر مهال یې ژوند له لاسه ور کړی دی.

له نادولتي امریکايي ادارو سره افغان کارمنان هم دې نوې پرېکړه کې شامل دي.

تر دې مخکې شل زره افغان ژباړنو او قراردادیانو او د دوی کورنیو ته د شل زره بېړنیو ویزو د ورکړې اجازه شوې وه.

ټاکلې ده راتلونکو ورځو کې هغه دوه نیم زره افغانان ویرجینیا کې فورت لي پوځي اډې ته ولېږدول شي، چې خپلو ویزو ته منتظر دي.

نور ډېر کسان به هم د قطر په څېر دریم هېواد کې د امریکا اډو ته ولېږدول شي او هلته به د خپلو ویزو د ترلاسولو بهیر بشپړېدو ته منتظر وي.

تېرو ورځو کې امریکا کې شلو رسنیزو ادارو د دغه هېواد له حکومت وغوښتل، چې د خطر له امله یې افغان همکارانو ته هم بېړنۍ ویزې ورکړي.