حکومت: طالبانو سپین بولدک کې ۴۰۰ کسان له کورونو ایستلي؛ لسګونه یې وژلي؛ طالبان: دا زموږ پر ضد پروپاګند دی

taliban

د عکس سرچینه، Taliban

د عکس تشریح،

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ورولوېده.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت ادعا کړي چې طالبانو د کندهار سپین بولدک له نیولو وروسته سلګونه کسان له کورونو په زوره ایستلي او لسګونه یې وژلي دي.

د کورونیو چارو وزارت د لادرکه ولسي کسانو شمېر له ۴۰۰ ډېر ښودلی.

طالبانو دا ادعاوې رد کړي او دا کار یې د دې ډلې پر ضد حکومتي تبلیغاتو لړۍ بللي ده.

د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ شاوخوا لس ورځې مخکې د طالبانو لاس ته ورولوېده.

له هغه راهیسې حکومت د بیا نیولې هڅې کړې، خو نه دي بریالي شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي وايي د شاوخوا سلو هغو کسانو چې طالبانو نیولي و، مړي موندل شوي دي او پاتې شاو خوا درې سوه نور لاهم تري تم دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند وایې وژل شوی او تري تم شوی کسان ولسی خلک دي چې ځینو یې پخوا له حکومت سره کار کړی و، خو اوس یې کومه دنده نه لرله.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو له خوا په لوی شمېر کې د ولسي کسانو د نیولو او وژلو خبره بې بنسټه بللې ده. ښاغلی مجاهد وايي:

''په ډاډ سره ویلای شم، چې سپین بولدک کې داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې. داسې امکان هم نه لري چې سلګونه کسان بې درکه شوي وي، یا تالاشي شوې وي، یا څوک نیول شوي وي، دا له واقعیته لېرې خبرې دي. ''

د عکس سرچینه، Getty Images

په همدې مهال د کندهار د ولایتي شورا یوه غړي نعمت الله وفا بي بي سي ته ویلي چې هلته د وژنو او له کوره په زور د ایستلو لړۍ لا هم نده درول شوې.

وکیل نعمت الله وايي د ده په ګومان دا کسان تر ډېره د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال رازق سره د اړیکو یا نژدې والي په تور په نښه شوي.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په کندهار کې د ولسي وګړو د وژنو رپوټونو په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.

له سپین بولدک ور ها خوا د کندهار په نورو سیمو کې هم په دې وروستیو کې د پرلپسې جګړو او د ولسي وګړو د زیانمنیدو راپورونه ورکړل شوي تر دې چې ان له اختر مخکې جګړه د ښار څنډو او دروازو ته رسېدلي وه.

د کندهار د حوزوي روغتون مشر داود فرهاد وایي، د اختر له کبله که څه هم د بستري ټپیانو شمېر کم شوی وو خو وایې تازه دوی ته ۲۲ ټپیان او ۱۱ مړي ور وړل شوي دي.

ملګرو ملتونو دې پېښو ته په کتو ویلي چې د کندهار په ګډون په ښاری سیمو کې جګړې ولسي وګړو ته لوی ګواښ متوجه کړی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما په یوه بیان کې یو ځل بیا له ټولو خواوو غوښتي چې د ولسي وګړو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.