لغمان کې دوه ترافیکي پېښې؛ د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي

د یوې مخکېنۍ پېښې انځور

د عکس سرچینه، AFP

د افغانستان ختیځ لغمان ولایت چارواکي وايي، نن ګهیځ (زمری ۹/جولای ۳۱مه) شاوخوا شپږ بجې د قرغیو ولسوالۍ اړوند عزیز خان کڅ سیمه کې د یوې ټوډي او دوو سراچو په ټکر کې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی رسنیو ته په یوه وېډیويي کلیپ کې ویلي، تېره شپه ناوخته هم د کابل - جلال اباد پر لویه لاره د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اړوند نارنج باغ سیمه کې ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

دی وايي، پېښه د یوه کاسټر او سراچه موټر د ټکر له امله رامنځ ته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، په وژل شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم دي.

ښاغلی دولتزی وايي، وژل شوي او ټپیان د لغمان مهترلام ولایتي روغتون او د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.

د معلوماتو له مخې دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.

د کابل - جلال اباد دا لویه لار ډېره خونړۍ لار ده چې اونۍ کې څو ځله ترافیکې پېښې پکې رامنځ ته کېږي.

د کابل - جلال اباد لویه دوه طرفه یو سړکه لار ده، چې ډېر کله پرې ګاډي چلوونکي چټک روان وي او د ترافیکي پېښو رامنځ ته کېدو لامل ګرځي.