افغان امنیتي چارواکي وايي، په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي

افغان امنیتي ځواکونه

د عکس سرچینه، EPA

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د ځکمنیو او هوايي عملیاتو په پایله کې یې په هرات، لښکرګاه او کندهار ښارونو کې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولي دي.

طالبان وايي، په هرات ښار کې حضور لري او له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

په بېلو ولایتونو کې په ځانګړي ډول په هلمند، کندهار او هرات کې د جګړې وروستۍ څپې ګڼ شمېر کورنۍ بېځایه کړې دي.

د افغانستان په لویدیځ کې له ایران سره پر پوله پروت هرات کې لا هم جګړه روانه ده او امنیتي وضعیت یې ترګلی ښودل شوی دی.

په دغه ولایت کې چارواکي وايي، پر ښار یې د طالبانو پلان شوي برید شنډ کړی او په وینا یې له ګذره ولسوالۍ یې طالبانو پر شا تمبولي دي.

رسنیو ته په استول شوی ویډیویې کلیپ کې ښکاري، چې د هرات والي عبدلصبور قانع سره تر څنګ د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر کامران علی زی او پخوانی جهادي قوماندان اسمعیل خان هم له افغان ځواکونو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي.

د هرات والي عبدالصبور قانع هلته خبریالانو ته وویل، پر هرات ښار یې د طالبانو بریدونه پر شا تمبولی دی:

''طالبانو د هرات ښار ختیځ او لویدیځ لورو ته د بریدونو پلان درلود او غوښتل چې د هرات ښار ته داخل شي خو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د خلکو د بسیج په ملاتړ د دښمن بریدونو پر شا تمبولي او درنه مرګژوبله یې ور اړولې ده. هغوی غوښتل ګذره ولسوالۍ ونیسي خو ګذره بېرته د طالبانو له وجه تصفویه شوې ده. ''

پخوانی جهادي قوماندان محمداسعمیل خان، چې په هرات کې د طالبانو پر وړاندې د خلکو راټولېدو مشري کوي، له دفاع وزارته ګیله کوي چې په وینا یې له ژمني سره سم یې هرات ته ملاتړي ځواکونه نه دي استولي:

''ولسمشر له ما سره خبرې وکړې او جدي هدایت یې ورکړي، چې تر سبا یاني پرون شپې پورې باید ملاتړي ځواکونه هرات ته رسېدلی وای خو له بده مرغه دفاع وزارت په دغه برخه کې غفلت کړی دی ''

د هرات ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت ګذره ولسوالۍ کې د طالبانو په وړاندې عملیات ملکي وګړو ته د مرګ ژوبلي اړولو مخنیوي په موخه ورو روان دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره مرکه

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي دغه هېواد کې د تاوتريخوالي درولو په اړه يو تت او د نهيلۍ انځور ورکړی دی.

ټوماس نېکلاسن اندېښنه وښوده، چې جګړه او د دغه هېواد ژورېدونکی بشري کړکېچ اوس داسې ښکاري چې لا په ناوړه کېدو دی.

ده دا خبرې د بي بي سي مشرې نړیوالې خبریالې ليز دوسېت سره کولې:

''زه غواړم ووایم چې زما په نظر یوازینۍ لار اوربند دی. سملاسي او تلپاتي اوربند چې نن اعلان شي او له سبا پلی شي او بیا ورپسې دوحه کې د سولې خبرې پیل شي. خو له بده مرغه دا رښتینې سیناریو نه ښکاري. ''

نوموړی وايي، ''په اوسني حالت کې ښه سیناریو دا کېدای شي چې طالبان د جګړې په ډګر پر شا وتمبول شي، د پرمختګ مخنیوی یې وشي او انډول رامنځته شي '' خو ښاغلی نېکلاسن وايي، ''طبعاً داسې حالت به عادي افغانان نور هم وځپي، دواړو غاړو ته به مرګژوبله زیاته شي او لا نور خلک به بې کوره شي. ''

د ویډیو تشریح،

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له استازي سره مرکه

بل لور د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ادعا کړي، چې په هرات کې افغان ځواکونو د ځکمنو او هوايي بریدونو په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوړولې ده.

په هرات کې د جګړې له امله ګڼي کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي.

بل خوا د راپورونو پر بنسټ د هلمند په لښکرګاه کې یو خصوصي روغتون بمبار شوی، چې د دولتي سرچینو په وینا هلته طالبانو راټول شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی وايي، د هلمند په ګاونډ کندهار کې هم د طالبانو د ځپلو په موخه هوايي بریدونه شوي دي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د هرات ښار په ځینو برخو کې جنګېږي او په وینا یې په لښکرګاه او کندهار ښار کې یې هم جنګیالي شتون لري.

بل پلوه په غزني، فراه او تخار کې د جګړې راپورونه ورکړل شوي.

د تخار والي عبدالله قرلق وايي، افغان ځواکونو د تالقان ښار له شاوخوا سیمو طالبان پر شا کړي دي.

د افغانستان کورنیو چارو وزارت په بېلو ولایتونو کې طالبانو ته د درنې مرګژوبلې اړولو ادعا کړې، طالبانو یې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو په تېر کې دا ډول ادعاوي رد کړې وې.

په وروستیو کې د افغانستان په بېلو ښارونو کې د جګړې پراختیا او له امله یې ملکیانو ته د سر او مال زیان اوښتوو په اړه د بشري حقونو ملاتړو ادارو او نړیوالو بنسټونو توند غبرګونونه راپارولي او د جګړې له غاړو یې د جنګ د دریدو غوښتنه کړې ده.