بریتانیا د فضایي قوماندې لومړنی مرکز پرانیست

بریتانیا

د عکس سرچینه، MINISTRY OF DEFENCE

د بریتانیا پوځ فضا کې د خپل هېواد د ګټو خوندیتوب لپاره د فضايي قوماندې لومړنی مرکز پرانیستی دی.

د بریتانیا حکومت ویلي دا فضايي مرکز به یې هېواد سره مرسته وکړي چې په چټکۍ سره دې مهمېدونکې حوزه کې د "جګړې ګټلو وړتیا" لوړه وساتي.

د بریتانیا حکومت پام کې لري چې په راتلونکو څه باندې لسو کلونو کې پر خپلو فضايي وړتیاوو نږدې دوه میلیارد ډالر ولګوي.

دغه هېواد دا فضايي مرکز داسې مهال پرانیستی چې یوه جګپوړي پوځي چارواکي یې چین او روسیه فضا کې په 'بې باکانه' چلن تورن کړي دي.

د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک عمومي قوماندان سر مایک وېګسټون سکای نیوز ته ویلي:

"دمګړۍ موږ ګورو چې د روسیې او چین په څېر یو شمېر هېوادونه د سپوږمکۍ ضد توغندي ازمایې او نندارې ته وړاندې کوي - داسې سپوږمکۍ یې فضا ته توغولې چې په بشپړ ډول د وسلو مشخصات لري."

هغه زیاته کړې: "موږ وینو هغوي داسې تمرینونه او مانورې کوې، چې یوازې یو څرګند هدف لري او هغه د سپوږمکیو لمنځه وړل دي - نو دا زموږ رښتینې اندېښنه او داسې چلن دی چې غواړو نړیواله ټولنه یې پر وړاندې غږ پورته کړي."

هغه دا څرګندونې د پنجشنبې پر ورځ د بریتانیا د فضايي قوماندې د لومړني مرکز د پرانیستې تر مراسمو وروسته کړې.

دې مراسمو کې د دغه مرکز اتو لومړنیو غړو ته د فضايي فعالیت نښانونه ورکړ شول.

له دوی شپږ تنه د بریتانیا د شاهي هوايي ځواک غړي، یو د بریتانیا د پوځ افسر او بل ‍د امریکا متبادل افسر دی.

بریتانیا اعلان کړی چې د فضايي وسلو نیت نه لري، او دا نوی مرکز به د دې لپاره کارول کېږي چې خپلو ګټو ته پېښ ګواښونه په ښه ډول تشخیص کړي.

دا فضایي مرکز به د بریتانیا د پوځ، شاهي هوايي ځواک او شاهي سمندري ځواک لخوا په ګډه اداره کېږي.

د بریتانیا دفاع وزېر جېرېمي کوئین وايي:

"څرنګه چې مو دښمنان خپلې فضايي وړتیاوې پياوړې کوي، اړینه ده موږ هم پر فضايي برخه پانګونه وکړو او د چټکې ودې دې عملیاتي حوزه کې د جګړې ګټلو د وړتیاو درلودو ډاډ ترلاسه کړو."

هغه زیاته کړې "د فضايي قوماندې مرکز پر پښو درېدل فضا کې د اغیزمن فعالیت لپاره زموږ د ژمنې پر لور په زړه پورې او مهم ګام دی."

د امریکا فضايي ځواک

بریتانیا د فضايي قوماندې دا لومړنی مرکز داسې مهال پرانیستی چې د نړۍ لروبر له پوځي اړخه ځواکمن هېوادونه فضا کې د خپل حضور او ځواک پر پیاوړتیا بوخت دي.

د امریکا مخکني ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۹ کال د دې لپاره د امریکا "فضایي ځواک" رامنځ ته کړ چې "فضا د نړۍ د جګړو نوې حوزه" ده او دا چې په دې برخه کې پر چین او روسیې د متحد ایالتونه د لوړتابه ساتنه "قطعآ مهمه" ده.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF DEFENCE

د عکس تشریح،

د قوماندې نوی مرکز به د پوځ له دریو نورو څانګو سره په شریکه فعالیت کوي

بریتانیا ټینګار کوي چې د سړې جګړې راهیسې د دښمنانو له اړخه ورپېښ ګواښونه د ودې په حال کې دي - او د همدې لپاره یې راتلونکې څه باندې یوه لسیزه کې پر خپلو فضايي وړتیاو د نږدې ۲ میلیارد ډالرو اضافي لګښت پرېکړه کړې.

بریتانیا که څه هم پوځي لګښتونه ډېر کړي، خو حکومت یې وايي پام کې لرې تر ۲۰۲۵ کال د سرتېرو شمېر کم کړي.

د نړیوالو ستراتیژیکو مطالعاتو له انسټیټیوټ فېنېلا مکګېرتي مارچ کې بي بي سي ته ویلي وو:

"د دې لپاره چې د لښکرکشۍ د ځوابولو شرایط بدل شوي، موږ د ټولې اروپا په کچه د ځواکونو د کمښت شاهدان یو."

هغې زیاته کړې وه دا چاره دولتونو ته دا وړتیا وربښي چې د دفاعي لګښتونو ستره برخه ټکنالوجۍ، څېړنې او پرمختګ په څېر برخو ته ځانګړې کړي.